د درغلۍ مخنیوی او راپور ورکول

USRAP په خوندي ځای چاپیریالونو کې فعالیت کوي. ټول کارمندان دلته ستاسې سره د مرستې لپاره دي او د ټولو لپاره په مساوي حقونو باور لري. که تاسې د خپلو افکارو، مذهب، جنډر یا جنسي لیدلوري لپاره د تعقیب لاندې یې، تاسې کولی شئ د USRAP کارمندانو ته تلیفون وکړئ. هرکله په آزادۍ سره کولی شي د خپل کیس کارکونکي سره وغږیږئ یا د سوپروایزر (ښځینه یا نارینه) لپاره غوښتنه وکړئ. کوم څه چې تاسې کارمند ته وایی په کلکه محرم دي.

USRAP د روڼتیا ساتل حساس دي. د بیا میشتیدنې لپاره د مهاجرینو کیسونو پروسس کولو کې RSCs د دغه روڼتیا ډاډمن کولو او د داغلي غلطو کړنو مخنیوي کې مهم رول لوبوي. د بیا میشتیدنې پروسس کولو ټول خدمتونه وړیا دي. د پروسس پرمهال هیڅکله باید د RSCs، د بیا میشتیدنې ادارو، طبي کلینیکونو، NGOs، UNHCR، یا د امریکا متحده آیالاتو حکومت څخه کوم څوک ستاسې نه د بیا میشتیدنې کوم خدمت لپاره د پیسو یا د تادیاتو غوښتنه ونکړي. که چیرې کوم څوک ستاسې نه پیسې وغواړي، تاسې اړ کړي چې غوښتنلیک جوړ کړئ، ادعا وکړي چې کولی شي ستاسې لپاره غوښتنلیک کې مداخله وکړي یا چټک یې کړي، د جنسي ګټه اخیستنې یا کوم بل ډول ګټه اخیستنې غوښتنه تاسې نه وکړي، یا تاسې په کوم بل ډول وګواښي، نو مهرباني وکړئ، خپل RSC خبر کړئ. د ناوړه چلند راپور ورکولو په اړه معلومات به تاسې ته ستاسې د لومړۍ مرکې پرمهال درکړل شي.

Picture3
Picture11

اړوند موضوعات

No Records Found

Ready to test your knowledge?

Download the Settle In App

Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners

Download the Settle In App

With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.