Language:

د تعلیم ویب پاڼې متن

تعلیم یا ښوونه د امریکا متحده آیالاتو کې ټولو ماشومانو لپاره د وړتیا، جنډر، عمر، نژاد، مذهب، جنسي لیدلوري، یا ټولیزې طبقې په پام کې نیولو پرته شتون لري.

ددې پاڼې په معلوماتو ځان پوهولو لپاره یوه بڼه غوره کړئ. تاسو یوه ویډیو کتلی شئ، یوه معلوماتپاڼه ډاونلوډ کولی شئ، یا یو پوډکاسټ اورېدلی شئ. هر غوراوی یو ډول معلومات وړاندې کوي.  

عامه ښوونځي وړیا دي. د عامه ښوونځیو په تړاو قوانین او مقررات شتون لري. د ځینې عمرونو ماشومانو لپاره ښوونځي اجباري دي. د اجباري تعلیم لپاره دقیق عمرونه د هر آیالت لخوا ټاکل کیږي. د والدین څخه تمه کیږي چې د خپلو ماشومانو تعلیم کې د کارونو په کولو سره دخیل اوسي لکه د دې ډاډ ترلاسه کول چې ټولګي ته حاضر شي.

CORE_Education Levels_v3
20210211_JMcBride_Boise_02

لویان

مریکایان پدې باور دي چې د نوي شیانو زده کولو لپاره عمر کوم محدودیت ندی. د لویانو او ځونانو لپاره ډیری تعلیمي فرصتونه شتون لري، مګر مهاجرین باید د کار پروړاندې د زده کړو ګټې او تاوانونه په پام کې ونیسي. زده کړه ممکن په راتلونکي کې د غوره دندو فرصتونه وزیږوي، مګر مهاجرین د خپل ځان او خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره اړ دي چې سمدلاسه کار وکړي، او د لویانو تعلیم په امریکا کې ګران یا قیمت کیدی شي. د ډیری مهاجرینو لپاره، غوره انتخاب ممکن دا وي چې د بشپړ وخت لپاره کار وکړي او نیمه وخت ښوونځي ته لاړ شي.

ډیری ټولنې د لویانو لپاره بیلابیل تعلیمي فرصتونه وړاندې کوي پشمول د:

  • د انګلسي ژبې او سواد زده کړې ټولګي
  • د روزنې کورسونه د کمپیوټر ټیکنالوژي، بهرنیو ژبو، او سکرتریت مهارتونو په څير برخو کې
  • د هغه لویانو لپاره د عمومي تعلیم د پراختیا (GED) ډیپلوم ټولګي څوک چې د لیسې ډیپلوم نلري
  • حرفه ای او تخنیکي ښوونځي
  • د ټولنې کالجونه (عمومآ 2 کلن پروګرامونه)
  • کالجونه یا پوهنتونونه (عمومآ 4 کلن پروګرامونه)
  • د لوړو زده کړو ښوونځي چې په ډیری برخو کې عالي سندونه ورکوي.

د دې ټولګیو، ښوونځیو، او کالجونو لګښت سره ډیر توپیر لري. ډیری ښوونځي هغه زده کونکو ته یوڅه مالي مرسته وړاندې کوي څوک چې ورته اړتیا لري.

کلتوري سازګاري

د امریکا متحده آیالاتو ښوونځي عمومآ ډیر مشارکتي او تعاملي ټولګي چاپیریال لري، د لیکچر او شرحې ښوونې میتودونو برخلاف کوم چې په ځینې نورو هیوادونو کې کارول کیږي. همدارنګه دلته اصلي فکر کولو او انفرادي هڅې ته هم لوړ ارزښت ورکول کیږي. ګروپي کار مهم دی، مګر زده کونکي ترډیره د هغوی خپلو لاسته راوړنو پربنسټ ارزول کیږي.

ډیری لارې شتون لري چې والدین کولی شي حتی د محدود انګلسي ژبې پوهې سره هم د خپلو ماشومانو مرسته او ملاتړ وکړي. دلته ځینې لارې دي چې مهاجر والدین کولی شي د خپلو ماشومانو تعلیم کې یې وکاروي:

  • معلوم کړي چې آیا ښوونځی د ښوونځي پیل کیدو نه مخکې په اوړي کې د ښوونځي سفرونه یا لارښود وړاندې کوي.
  • د خپل ماشوم نه پوښتنه وکړي چې پدغه ورځ یې په ښوونځي کې د څه شي په اړه زده کړه وکړه.
  • د خپل ماشوم نه پوښتنه وکړي چې د کورنۍ دندې لپاره څه لري یا د هغوی د کار کتاب یا کورنې دندې فولډر چیک کړي.
  • د خپل ماشوم ښوونځي کې د ESL ټولګیو کې ګډون وکړي که وړاندې شي.
  • د والدین ښوونکي کنفرانسونو کې ګډون وکړي.
  • د تعلیمي نصاب نه بهر فعالیت کې ورسره مرسته وکړي لکه د ښوونځي د سپورت ټیم یا د هنر کلب.
  • ستاسې د ماشوم ټولګي کې رضاکار.
  • خپل ماشوم بس یا ښوونځي ته ورسوي.
  • د خپل ماشوم سره د هغه/هغې کورنۍ دنده باندې کار وکړي.
CORE_Education Levels_v4

ماشومان او ځوانان

عامه ښوونځي په ټول هیواد کې وړیا دي. د قانون له مخې، عامه ښوونځي هیڅ مذهبي تړاو نشي درلودلی. په ډیری سیمو کې شخصي ښوونځي هم شتون لري او ځینې یې مذهبي تړاو لري. شخصي ښوونځي فیس اخلي چې ډیر ګران یا قیمت کیدی شي.

د امریکا متحده آیالاتو کې د ماشومانو لپاره څلور تعلیمي سطحې دي. په عامه ښوونځیو کې هلکان او انجلۍ ګډو ټولګیو ته ځي.

د ښوونځي دمخه. دا د 3 نه تر 5 کلونو پورې عمر لرونکي ماشومانو لپاره سطح ده. د قانون له مخې دا لازمي نده، او عمومآ وړیا نه وي.

لومړنی ښوونځی دا سطح د وړکتون (5 کلنۍ) سره پیلږي او تر پنځم یا شپږم ټولګي (12 کلنۍ) پورې دوام کوي.

مینځنی ښوونځی یا د کشرانو لیسه. پدې سطح کې عمومآ د 12 نه تر 14 کلونو پورې عمر لرونکي ماشومانو لپاره د شپږم یا اوم نه تر اتم یا نهم ټولګي پورې شامل دي.

لیسه. پدې سطح کې عمومآ د 14 نه تر 18 کلونو پورې ماشومانو لپاره د نهم یا لسم نه تر دولسم ټولګي پورې شامل دي. هغه زده کونکي چې پدې سطح کې د ښوونځي شرایط بشپړ کړي هغوی د لیسې شهادتنامه یا ډیپلوم ترلاسه کوي.

د لیسې شهاتنامه او د ښه اکاډمیک ریکارډ لرونکي زده کونکي اکثر په کالج یا پوهنتون کې خپل تعلیم ته دوام ورکوي، مګر لوړې زده کړې وړیا ندي. د ثانوي دمخه حرفه ای روزنه هم شتون لري او د کالج او پوهنتونونو پرتله ارزانه یا لږ قیمت ده.

Yassin and Annalena in their classroom. Yassin is playing an educational game on the tablet computer. Annalena is one of the teachers. They are both from the green group and participants in “Huckepack”. The aim of “Huckepack” (translated as “piggyback”) is to actively support newly immigrated children socially, emotionally and linguistically with the transition to secondary school through a summer vacation program, based on IRC's educational “Healing Classrooms” concept. Bockmühle comprehensive school, Essen, Germany.

آیا چمتو یې خپله پوهه وازموئ؟

هر چیرې زده کړه

د Settle In ایپ یو ګټور ملګری دی چې د امریکا متحده آیالاتو ته ستاسې د بیامیشتیدنې سفر پرمهال تاسې ملاتړ کوي. د امریکا متحده آیالاتو کې د ژوند په اړه زده کړه وکړئ او د ساعتیرۍ پوښتنو او درسونو سره خپل مهارت جوړ کړئ.

د زده کړې لپاره ډیرې لارې

د متقابل عمل درسونو او ویډیوګانو سره، تل د سپړلو او کشف کولو لپاره یو څه وي. Settle In د امریکا متحده آیالاتو کې د بیامیشتیدو په اړه پوهه او معلومات ترلاسه کول په زړه پوري کوي. په خپل سرعت سره زده کړه وکړئ – موږ تاسې ته د لارې ښودلو لپاره دلته یو.

SettleIn Logo
Learn on the go
پدې ویب سایټ کې مینځپانګه د کلتوري لارښود سرچینې تبادلې (CORE) لخوا جوړه شوې، په عامه ډومین کې ده، او بیاځل تولید کیدی شی. د دې ویب سایټ مینځپانګه د امریکا متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، مهاجرینو او کډوالۍ دفتر لخوا تمویل شوي یوه تړون لاندې جوړه شوې، مګر الزامآ د دې ادارې د پالیسۍ استازیتوب نه کوي او د فدرالي حکومت لخوا تایید باید ونه ګڼل شي.