د ټولنې خدمتونه

د ټولنې خدمتونه په ټولنو کې د خلکو لپاره موجود خدمتونه، مرسته، توکي او سرچینې دي. دا خدمتونه د حکومت، په ټولنه کې موجود سازمانونو یا د مذهبي سازمانونو لخوا وړیا یا په ډیر ټیټ لګښت وړاندې کیږي.

CORE_Fire Fighters

ددې پاڼې په معلوماتو ځان پوهولو لپاره یوه بڼه غوره کړئ. تاسو یوه ویډیو کتلی شئ، یوه معلوماتپاڼه ډاونلوډ کولی شئ، یا یو پوډکاسټ اورېدلی شئ. هر غوراوی یو ډول معلومات وړاندې کوي.  

حکومتي مرسته

د حکومت د ټولنیز خدمت ادارې په ټولنه کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. هغوی د ځانګړي اړتیاو لرونکي خلکو سره مرسته کوي، لکه د ټیټ عاید لرونکي کورنۍ، بې کوره خلک، او معیوبیت لرونکي خلک. حکومتي پروګرامونه د ګډون لپاره د وخت سخت محدودیتونه او لارښوونې لري.

لته ځینې حکومتي پروګرامونه دي چې د مهاجرینو سره مرسته کوي:

د نغدي مرستې پروګرامونه

د هغه خلکو لپاره چې دنده موندلو کې مشکل لري، دوه پروګرامونه لنډمهاله مالي مرستې وړاندې کوي: د ماشومانو لرونکي والدین لپاره اړمنو کورنیو ته لنډمهاله مرسته (TANF) او د ماشومانو نلرونکي مجرد او متاهل مهاجرینو لپاره د مهاجرینو نغدي مرسته (RCA).

د تکمیلي تغذیه د مرستې پروګرام (SNAP)

دا فدرالي پروګرام د امریکا متحده آیالاتو کې د ټیټ عاید لرونکي خلکو ته مرسته برابروي چې خواړه وپيري. پدې پروګرام کې فرد ته یو ډیبیټ کارت ورکول کیږي چې کولی شي هره میاشت د ټاکلي مقدار خوړو پیرلو لپاره یې وکاروئ. مهاجرین کولی شي د ځایی حکومت دفتر کې د خوړو مرستې لپاره غوښتنه وکړي. د مرستې مقدار په هر آیالت کې او د کورنۍ د اندازې او عاید پربنسټ مختلف دی.

د تکمیلي مصؤنیت عاید (SSI)

دا د هغه خلکو لپاره د فدرال نغدي مرستې پروګرام دی څوک چې معیوب دي یا عمر یې د 65 کلونو نه ډیر دی او لږ عاید لري یا هیڅ عاید نلري.

د ماشوم پاملرنې د مرستې پروګرامونه

ځینې ټولنې دټیټ عاید لرونکي خلکو لپاره وړیا یا د ټیټ لګښت ماشوم پاملرنه وړاندې کوي ترڅو هغوی وکولی شي کار وکړي یا په کار پسې وګرځي.

عامه خدمتونه

هره ټولنه په خپل ځان کې د هر چا لپاره موجود عامه خدمتونه لري.

Violeta Sr. and Violeta Jr. go grocery shopping on their day off work. San Jose, CA
CORE_Daycare

حکومتي مرسته

پارکونه او تفریح

ځایی پارکونه د خلکو لپاره د میلې یا تفریح ساحې، د لوبو ډګرونه او د سپورت ډګرونه لري. ډیری پارکونه پدې اړه مقررات لري چې لیدونکي څه کولی شي او څه نشي کولی. ډیری ځایی پارکونه وړیا دي، مګر ملي پارکونه ممکن یو څه فیس وغواړي.

غیر حکومتي مرسته

ځینې خدمتي سازمانونه د شخصي اتباع لخوا په خیرات او صدقو یا هم د صدقو او حکومتي تمویل دواړو په مرسته فعالیت کوي. هغوی د رییسانو هییت لري چې د هغو کار څاري او هغوی باید خپلو فعالیتونو په اړه کلنی عامه راپور وړاندې کړي، مګر دا د حکومت نه جلا وي.

دا سازمانونه عمومآ د لاندې درې کټګوریو څخه یوې کې راځي:

ملي غیر حکومتي سازمانونه (NGOs)

ملي NGOs په ټول هیواد کې په بیلابیل موقعیتونو کې خدمتونه وړاندې کوي، چې عمومآ په یوه لوی ښار کې د مرکزي دفتر لخوا تنظیم کیږي. ځینې یې ممکن داسې خدمتونه وړاندې کړي چې د مهاجرینو سره مرسته کوي. د دې خدمتونو مقدار، لګښت، او ډول په هرځای کې سره توپیر لري، مګر ډیری یې لاندې موارد وړاندې کوي:

مشوره
د مهاجرت دریځ مرسته
د انګلسي ژبې تولګي
د استخدام خدمتونه
ژباړه او د ژباړې خدمتونه

په ټولنه کې موجود سازمانونه (CBOs)

دا سازمانونه په ځایی ټولنه کې فعالیت کوي او د ټولنې غړو ته تفریحي، ټولنیز او تعلیمي خدمتونه وړاندې کوي. د CBO یو ډول چې تاسې یې ممکن په خپله ټولنه کې پیدا کړئ د ملیت ټولنې کې موجود سازمان (ECBO) دی. ECBO د پخواني مهاجرینو او کډوالو لخوا جوړ شوي او په خپلو ټولنو کې د نوي راتلونکو خلکو سره مرسته کوي. ځینې د لویانو د تعلیم ټولګي وړاندې کوي، د ښځو ګروپونه تنظیم کوي، او کلتوري او تفریحي غونډې جوړوي.

د عقیدې پربنسټ سازمانونه (FBOs)

په FBOs کې کلیساګانې، مسجدونه، کنیسې او د عبادت نور ځایونه شامل کیدی شي چې ماموریت یې خپلې عقیدې او باور باندې عمل کول دي. په هرصورت، دلته ډیری داسې FBOs هم شتون لري چې د بیلابیل مذهبي سازمانونو لخوا تمویلیږي یا ورسره تړاو لري، مګر ماموریت یې د مذهبي تړاو په پام کې نیولو پرته اړمن افرادو او کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کول دي. ځینې د لویانو لپاره د انګلسي ژبې ټولګي لري او ځینې کارول شوي کالي او فرنیچر ورکوي.

 

آیا چمتو یې خپله پوهه وازموئ؟

هر چیرې زده کړه

د Settle In ایپ یو ګټور ملګری دی چې د امریکا متحده آیالاتو ته ستاسې د بیامیشتیدنې سفر پرمهال تاسې ملاتړ کوي. د امریکا متحده آیالاتو کې د ژوند په اړه زده کړه وکړئ او د ساعتیرۍ پوښتنو او درسونو سره خپل مهارت جوړ کړئ.

د زده کړې لپاره ډیرې لارې

د متقابل عمل درسونو او ویډیوګانو سره، تل د سپړلو او کشف کولو لپاره یو څه وي. Settle In د امریکا متحده آیالاتو کې د بیامیشتیدو په اړه پوهه او معلومات ترلاسه کول په زړه پوري کوي. په خپل سرعت سره زده کړه وکړئ – موږ تاسې ته د لارې ښودلو لپاره دلته یو.