Language:

کلتوري سازګاري

کلتوري سازګاري داسې یوه پروسه ده چې په اوږدمهال کې پیښیږي. دا پروسه د مختلف خلکو لپاره مختلف ده، مګر د دې پروسې ځینې مرحلې دي چې ډیری خلک یې تیروي کله چې یوه نوي کلتور کې ځان ته سمون ورکوي.
22_2018.07.04_Charlottesville_AOberstadt_Grandpa1

کلتوري سازګاري

که د نورو هغو په څیر چې خپل کورونه یې پریښي او په بهرنۍ خاوره کې میشت شوي دي، تاسې شاید د اندیښنې او ناکرارۍ احساس وکړئ کله چې خپل نوي هیواد کې د ځان د سازګارۍ هڅه کوئ. دا احساسات نورمال دي، او دا عمومآ د وخت په تیریدو سره ځي. تاسې په خپله نوې ټولنه کې د بشپړ سازګارۍ لپاره ممکن 2 تر 5 کلونو پورې وخت ته اړتیا ولرئ. ستاسې سازګاري او سمون به اسانه وي که چیرې تاسې د هغوی سره په ګډه کار وکړئ څوک چې ستاسې مرسته کوي. صبر کول، ذهن پراخه ساتل، او د سټریس او کلتوري شاک سره د مقابلې لپاره د سالم لارو چارو زده کول د پروسې اسانولو کې مرسته کولی شي. د دندې موندل او د انګلسي ژبې زده کول هم تاسې سره سازګارۍ کې مرسته کوي. په یوه نوي کلتور کې د ژوند کولو زده کول اسانه ندي، مګر دا یوه ښه تجربه هم کیدی شي چې تاسې نوي شیان زده کوئ او نوي مهارتونه زده کوئ.
CORE_Cultural Adjustment
20191102_AOberstadt_Boise_102

د کلتوري سازګارۍ د U – منحني (U-Curve)

د کلتوري سازګارۍ څلور عام مرحلې دي چې تاسې یې د خپلې سازګارۍ او سمون پروسې پرمهال تجربه کوئ: هني مون یاخوږه میاشت، کلتوري شاک، سازګاري، او تسلط.
  • د خوږې میاشت مرحله
تاسې د خوښۍ او هیجان احساسات لرئ، هرڅه نوي او په زړه پوري او ښه وي. دا اکثر یوه نوي ځای ته رسیدو نه سمدستي وروسته پیښیږي.
  • د کلتوري شاک مرحله
تاسې د اندیښنې او پریشانۍ احساس لرئ کله چې تاسې د یوه نوي راغلي فرد په حیث په داسې یوه ځای کې د فعالیت هڅه کوئ چې مختلف او نا آشنا دی.
  • د سازګارۍ مرحله
کله چې تاسې د کلتوري شاک نه راوځئ ستاسې احساسات کراریږي او په خپله نوې ټولنه کې د لاډیر راحتۍ او ډاډ احساس پیل کوئ.
  • د تسلط مرحله
اسې د خپل نوي ژوند او کلتور سره د راحتۍ احساس لرئ، سره لدې لاهم ځینې وختونه مشکل وختونه شتون لري.
20201023_AOberstadt_NYC_46
د کلتوري شاک سره مقابلې لارو کې د ملګرو سره یوځای کیدل، ورزش لوبیدل، یا مذهبي یا روحاني سرچینو سره اړیکه نیول شامل دي. که چیرې تاسې یا ستاسې د کورنۍ کوم غړی د امریکا متحده آیالاتو کې په خپل نوي ژوند کې د سټریس سره مقابله کولو وړتیا نه درلودو احساس وکړي، سمدلاسه مرسته ولټوئ. په کلتوري غونډو او برنامو کې د ګډون په واسطه ځایی ټولنه کې دخیل کیدل یا رضاکاري کول هم د امریکا متحده آیالاتو کې د ژوند سره ستاسې سازګاري اسانتیا کې مرسته کوي. په ټولنه کې دخیل کیدل نه یوازې ستاسې د قوم یا مذهبي ډلې غړو سره ستاسې د لیدلو لپاره لاره ده، بلکه د امریکایانو سره د لیدلو او د انګلسي ژبې تمرین کولو لاره هم ده. د بیا میشتیدنې کارمندان تاسې سره مرسته کوي چې د خپلې نوې ټولنې په اړه پوهه ترلاسه کړئ. پخپله هم د خپلې ټولنې په اړه لټون وکړئ. د کورنۍ محرکات یا میشتیدنه په موجود رولونو کې بدلون په واسطه د کورنۍ محرکاتو باندې اغیز کوي. د کورنۍ رولونو کې بدلون د مهاجرینو لپاره د بیا میشتیدنې ترټولو ډیر سټریس لرونکې برخو څخه یوه ده. په هرصورت، د رول دې بدلونونو سره مخامخ کیدو سالم لارې موجود دي. د کورنۍ غړو سره په آزادانه ډول او صادقانه خبرې وکړئ ترڅو هر شخص پدې اړه یو ښه فکر ولري چې په کورنۍ کې هرڅوک څه فکر کوي او څه ورباندې تیریږي. مهاجرین والدین ممکن د ننګونو سره مخ شي ځکه چې د هغوی پرتله د هغوی ماشومان په چټکۍ سره او په مختلف ډول نوي کلتور سره سازګاري کوي. ممکن والدین ځینې هغه شیان خوښ نکړي چې د هغوی ماشومان یې غواړي وکړي یا د غږیدو او عمل کولو ځینې طریقې. سره لدې د والدین ځینې کړنې ممکن د امریکا متحده آیالاتو کې د منلو وړ نه وي یا حتی غیرقانوني وي. که تاسې د خپلې کورنۍ په اړه اندیښمن یې یا د خپلو ماشومانو سره مشکل کې یې، د خپل بیا میشتیدنې اداره کې د کوم چا سره وغږیږئ. هغوی شاید وکولی شي تاسې سره مرسته وکړي یا تاسې ستاسې ټولنه کې د کورنۍ خدمتونو یا پروګرامونو سره ونښلوي. امریکایی ارزښتونه او کلتوري نورمونه د امریکا متحده آیالات یوه متنوع ټولنه ده، چې د مختلف نژادونو، ملیتونو، مذهبي نظرونو، او نورو کړنو یا باورونو لرونکي خلکو نه جوړه ده، سره لدې دلته کلتوري نورمونه او توقعات شتون لري چې په ټوله امریکا کې په مناسب ډول خپاره دي.  د خلکو د عقیدې او شالیدونو په پام کې نیولو پرته، ټولو خلکو سره زغم درلودل او د هغوی درناوی کول، د ډیری امریکایانو لپاره یو مهم ارزښت دی.  تاسې باید د هغه خلکو سره زغم ولرئ او درناوی یې وکړئ څوک چې ستاسې نه مختلف دي، او تاسې باید د نورو خلکو څخه هم د ورته زغم او درناوي تمه وکړئ. ستاسې ځینې دودیز کړنې د ډیری امریکایانو د کړنو نه مختلف وي. ځینې کړنې غیرقانوني ګڼل کیږي او حتی غیرقانون وي. که څه هم امریکایان نورو کلتورونو او په مختلف طریقو د شیانو ترسره کولو سره پرانیستی چلند کوي، ځینې لومړني ارزښتونه، باورونه، او کړنې شتون لري چې هغوی د امریکا متحده آیالاتو د اوسیدونکو نه تمه کوي چې تعقیب یې کړي:
  • د په خپل ځان بسیا او د خپل ځان وکالت کول د امریکایی کلتور او ستاسې د کلتوري سازګارۍ مرکزیت جوړوي.
  • امریکایان د جنسیتونو په برابرۍ باور لري، او هغوی د نارینه او ښځو دواړو خپلواکۍ ته ارزښت ورکوي.
  • د خلکو نه تمه کیږي چې ملاقاتونو او ناستو ته په وخت راشي، هغه که مسلکي وي یا شخصي. په ځنډ سره راتګ بې احترامي ګڼل کیږي، او په ځینې حالاتو کې ځنډ کیدل جدي پایلې درلودلی شي. تاسې ممکن خپله دنده له لاسه ورکړئ که کار ته په ځنډ سره لاړ شئ، او تاسې ممکن ملاقاتونه له لاسه ورکړئ که چیرې د خپل کیس کارکونکي، ډاکټر، یا نور د خدمت وړاندې کونکو سره ناستې ته په وخت ور نشئ.

Ready to test your knowledge?

Download the Settle In App

Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners

Test your Knowledge

With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.
SettleIn Logo
Learn on the go
پدې ویب سایټ کې مینځپانګه د کلتوري لارښود سرچینې تبادلې (CORE) لخوا جوړه شوې، په عامه ډومین کې ده، او بیاځل تولید کیدی شی. د دې ویب سایټ مینځپانګه د امریکا متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، مهاجرینو او کډوالۍ دفتر لخوا تمویل شوي یوه تړون لاندې جوړه شوې، مګر الزامآ د دې ادارې د پالیسۍ استازیتوب نه کوي او د فدرالي حکومت لخوا تایید باید ونه ګڼل شي.