ددې پاڼې په معلوماتو ځان پوهولو لپاره یوه بڼه غوره کړئ. تاسو یوه ویډیو کتلی شئ، یوه معلوماتپاڼه ډاونلوډ کولی شئ، یا یو پوډکاسټ اورېدلی شئ. هر غوراوی یو ډول معلومات وړاندې کوي.
ولیس ځایی، آیالتي او فدرالي قوانین نافذوي.
که تاسې بیړنی حالت لرئ، تاسې اړ یې د مرستې غوښتلو لپاره
9-1-1 ته تلیفون وکړئ.
د اطفایی او امبولانسونو په څیر، ممکن پولیسو ستاسې د مرستې لپاره راشي.
تاسې همدارنګه ممکن په خپلو ټولنو کې په بیلابیل حالاتو کې د پولیسو سره مخ شئ لکه کله چې هغوی د ترافیکي قوانینو نه سرغړونو لپاره ډریوران ودروي.
د هغوی دنده د خلکو خوندیتوب ډاډمن کول دي. د دې کار لپاره، هغوی ممکن ځینې وختونه اړ شي تاسې سره وغږیږي یا تاسې نه پوښتنې وکړي.
که تاسې په عامه ځایونو کې د پولیسو سره مخ شئ یا د ډریورۍ په حال کې مو پولیس ودروي، نو د خوندي پاتې کیدو لپاره دلته ځینې لارښوونې دي.
د پولیسو سره د تعامل مناسب لارې:
په یاد ولرئ: دا کومه مسله نده چې ووایی تاسې نه پوهیږئ. تاسې د ژباړونکي درلودو قانوني حق لرئ.
که تاسې په قانون ماتولو تورن یې او نیول شوي یې، تاسې حق لرئ چې غلي پاتې شئ او د پوښتل کیدو نه مخکې د وکیل سره وغږیږئ.
که تاسې د وکیل بندوبست نشئ کولی، نو محکمه ستاسې د استازیتوب کولو لپاره د وکیل لګښت ورکوي.
که تاسې د پولیسو سره د تعامل په اړه پوښتنې لرئ، نو په ډاډه ډول یې د مرستې لپاره خپل د بیا میشتیدنې دفتر کې د کارمندانو نه وپوښتئ.
دلته کارت دی چې تاسې یې د پولیسو سره تعامل کې د مرستې لپاره د ځان سره ګرځولی شئ. دې کارت ته لاسرسي نه مخکې هرو مرو لومړی پوښتنه وکړئ او بیا اجازه واخلئ.
د مهاجر – پولیس د تعامل کارت
زه بیا میشت شوی مهاجر یم.
زه د امریکا متحده آیالاتو کې په قانوني ډول یم.
زه په _______________ ژبه غږیږم. زه یوه ژباړونکي ته اړتیا لرم.
مهرباني وکړئ __________ ته تلیفون وکړئ.
طبي وضعیت:
Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners
With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.
پدې ویب سایټ کې مینځپانګه د کلتوري لارښود سرچینې تبادلې (CORE) لخوا جوړه شوې، په عامه ډومین کې ده، او بیاځل تولید کیدی شی. د دې ویب سایټ مینځپانګه د امریکا متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، مهاجرینو او کډوالۍ دفتر لخوا تمویل شوي یوه تړون لاندې جوړه شوې، مګر الزامآ د دې ادارې د پالیسۍ استازیتوب نه کوي او د فدرالي حکومت لخوا تایید باید ونه ګڼل شي.