د امریکا متحده ایالاتو کې نظافت یا حفظ الصحه

د امریکا متحده آیالاتو کې، حفظ الصحه د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده. تاسې به ومومئ چې د امریکا د حفظ الصحه نورمونه د نورو هغه ځایونو څخه مختلف دي چې تاسې پکې ژوند کړی دی. د امریکا متحده آیالاتو کې د سم نظافت یا حفظ الصحه عملي کولو کې د شخصي نظافت پالل، د خپل کور پاک ساتل، او د ګاونډ او کارځایونو پشمول د عامه ځایونو په پام کې نیول شامل دي.
ددې پاڼې په معلوماتو ځان پوهولو لپاره یوه بڼه غوره کړئ. تاسو یوه ویډیو کتلی شئ، یوه معلوماتپاڼه ډاونلوډ کولی شئ، یا یو پوډکاسټ اورېدلی شئ. هر غوراوی یو ډول معلومات وړاندې کوي.

شخصي حفظ الصحه

شخصي حفظ الصحه د بدن او کالیو د انفرادي پاملرنې پاللو عمل دی. د امریکا متحده آیالاتو کې دا پدې معني دی چې منظم شاور وکړئ یا ولامبئ، هره ورځ سپری ووهئ، ویښتان مو ومینځئ او ګمنځ کړئ، او کالي مو تل ومینځئ. د سم شخصي نظافت پالل ښه روغتیا هڅوي، د ناروغیو د خپریدو مخنیوی کوي، او د نورو سره اړیکو باندې اغیزه لري. شخصي نظافت د دندې موندلو او ساتلو لپاره هم مهم دی.

د خپل کور پاک ساتل

ټول لوی مهاجرین – زاړه یا ځوانان، نارینه یا ښځې اړ دي چې د کور پاک او خوندي ساتلو کې ونډه ولري. د کور مالکین د اجارې د تړون د برخې په توګه د کور سم پاکولو تمه کوي، او د کور ساتنې ځینې معیارونو پوره کولو کې پاتې راتلل د کور نه د ایستل کیدو پایله درلودلی شي. تاسې کولی شئ د کور پاکولو منظم ورځني چارو له لارې خپل کور په ښه حالت کې وساتئ، پشمول د خزلو سم ذخیره کولو او لیرې کولو. په ځینې موقعیتونو کې ری سایکل د خزلو د لیرې کولو اړینه برخه ده. پدې کې د بیاځل کارول کیدو وړ توکو جلا کول شامل دي لکه د خزلو نه د کاغذ، پلاستیک، او فلزي موادو جلا کول او د ری سایکل لپاره ځانګړې شوي خزلو لوخي کې د دغو شیانو اچول. د کور پاک ساتل د حشراتو د عفونیت مخنیوی هم کوي. کله چې د خپل کور پاکولو لپاره د کورنۍ محصولات کاروئ، نو د پاک کارۍ محصولاتو په خوندي ډول ذخیره کول او دفع کول مهم دي. ماشومان باید د پاک کارۍ توکو ته لاسرسی ونلري ځکه چې ناسم مخ کیدل د جدي زیان لامل کیدی شي. د کور پالنې لپاره ځینې محصولات او وسایل ممکن ستاسې لپاره نوي وي. که تاسې د دغو د کارولو څرنګوالي په اړه پوښتنې لرئ، نو تاسې د خپل بیا میشتیدنې ادارې نه پدې اړه پوښتنه کولی شئ.

د عامه ځایونو درناوی کول

د شخصي نظافت پاللو او د خپل کور پاک ساتلو سربیره، د عامه ځایونو په پام کې نیول او درناوی کول د امریکا متحده آیالاتو د کلتور یوه مهمه برخه ده. په عامه ځایونو کې پلورنځي، ښوونځي، ګاونډ، د بیا میشتیدنې اداره او نور عامه دفترونه، کار ځایونه، د کالیو مینځلو ځایونه، پارکونه، او عامه ټرانسپورټیشن شامل دي. پدې اړه نورمونه، مقررات او په ځینې مواردو کې قوانین شتون لري چې خلک عامه ځایونه څنګه وکاروي او په عامه ځایونو کې څنګه چلند وکړي. د مثال په توګه، تاسې باید خزلې په سم ډول د خزلو لوخو کې واچوئ. په ځینې مواردو کې، د خزلو بې ځایه اچول غیرقانوني دي او سرغړونکي اړ دي چې جریمې تادیه کړي. په عامه ځایونو کې د خلکو په مخکې لاړې توکل د انتقاد سره مخ کیږي، او په عامه ځایونو کې متیازې کول هیڅکله نه منل کیږي. دا ستاسې مسؤلیت دی چې د ځایی، آیالتي، او فدرالي قوانینو څخه خبر اوسئ او د چاپیریال پاک او ښکلي ساتلو کې خپله ونډه واخلئ ترڅو د ټولو لپاره خوندور وي.
CORE_Hygiene

د امریکا متحده آیالاتو کې د حفظ الصحه کړنې

  • پاک کالي واغوندئ.
  • خپل غاښونه په ورځ کې دوه ځله برس کړئ.
  • د ګوتو نوکان مو په منظم ډول پاک کړئ او پرې کړئ.
  • د مخ ویښتان مو په منظم ډول سینګار او سمبال کړئ.
  • هره ورځ د بدن سپری وکړئ.
  • هره ورځ په منظم ډول د صابون په کارولو سره شاور وکړئ یا حمام وکړئ.
  • ویښتان هره ورځ ومینځئ او ګمنځ کړئ.
  • د تشناب کارولو نه وروسته، او د خواړو خوړلو نه مخکې او وروسته موږ لاسونه ومینځئ کله چې ککړ وي.
  • کله چې ټوخی کوئ نو خوله مو وپوښئ ترڅو د جراثیمو د خپریدو مخنیوی وکړئ.
  • کله چې ستاسې پزه بهیږي، د خپل لاس یا لستوڼي پرځای، دستمال وکاروئ.
  • په عامه ځایونو کې لاړ ې مه توکئ.
  • په عامه ځایونو کې متیازې مه کوئ.
  • په کار کې د کالیو د کوډ مقررات تعقیب کړئ.
CORE_Hygiene_v9

د خپل کور پاک ساتل

  • خرابیدونکي خواړه وپوښئ او یخچال کې یې کیږدئ. د خوړو بهر او بې پوښ ایښودل حشرات او مږې په ځان راماتولی شي.
  • ټولې خزلې د خزلو په یوه پلاستیکي کڅوړه کې د خزلو لوخي کې کیږدئ. د خزلو ډکې کړې کڅوړې باید د خزلو لپاره ټاکلي لوخو یا ډمپسټرز کې کیښودل شي.
  • ریسایکل کیدونکي توکي باید ومینځل شي او په ټاکلي لوخو کې ځای په ځای شي.
  • د هګو پوټکي، هډوکي، یا د میوې یا سبزیانو پوټکي د پخلنځي د لوخو مینځلو ځای جالۍ کې مه ږدئ.
  • ویښتان او داسې نور شیان د حمام د لاسونو مینځلو ځای، د حمام ټب د اوبو جالۍ یا کمود کې مه اچوئ.
  • په کمود کې باید یوازې تشناب کاغذ واچول شي.
  • کله چې شاور کوئ، نو د شاور دروازو په بشپړ ډول بندولو یا د شاور پردې د لاندې برخې د حمام په ټب کې ایښودلو سره د شاور اوبه د حمام ټب پورې محدود وساتئ. همدارنګه د حمام ټب یا شاور دباندې په فرش باندې د حمام غالۍ خورې کړئ او وکاروئ. د اوبو څاڅکي فرش ته زیان رسولی شي.
  • په خپل کور کې هره خونه په منظم ډول پاکه کړئ: د فرنیچر نه دوړه وڅنډئ، کړکۍ پاکې کړئ، کاونټرونه او نورې سطحې او فرش د عفونیت پاکونکي سم موادو سره پاکې کړئ، او څنګه چې مناسب وي فرشونه جارو کړئ، په لمده ټوټه یې پاک کړئ.
  • د ویده کیدو ځای ټوټې او روجایی، د بالښت پوښونه، نور اړوند البسه او جان پاکونه په منظم ډول پاک کړئ.

کالي

ک کالي د شخصي نظافت پاللو یوه مهمه برخه ده. ډیری اپارتمان ودانۍ یا استوګنیز ودانۍ د اوسیدونکو لپاره د کالیو مینځلو شریکې خونې لري. دلته د لانډرومیټ په نوم د کالیو مینځلو سوداګریز ځایونه هم شته چیرې چې تاسې کولی شئ خپل کالي ومینځئ که په کووم ځای کې چې تاسې ژوند کوئ هلته د کالیو مینځلو سهولت موجود نه وي. د کالیو مینځلو خونې او لانډرومیټ د کالیو مینځلو مشینونه او وچولو مشینونه لري چې تاسې باید د سکه ای پیسو یا کارت له لارې په ټاکلي ځای کې د پیسو تادیه کولو سره دغه مشینونه وکاروئ. همدارنګه تاسې اړ یې د خپل ځان سره د کالیو مینځلو مواد راوړئ چې د خوراکي توکو پلورنځیو کې یې پیرلی شئ. د کالیو مینځلو خونو او لانډرومیټ کارول د خپلو کالیو پاک ساتلو هوسا لاره ده، مګر تاسې اړ یې زده کړئ چې مشینونه څنګه په سم ډول وکاروئ او د کالیو مینځلو لګښتونه خپلې میاشتنۍ بودیجه کې شامل کړئ.

آیا چمتو یې خپله پوهه وازموئ؟

هر چیرې زده کړه

د Settle In ایپ یو ګټور ملګری دی چې د امریکا متحده آیالاتو ته ستاسې د بیامیشتیدنې سفر پرمهال تاسې ملاتړ کوي. د امریکا متحده آیالاتو کې د ژوند په اړه زده کړه وکړئ او د ساعتیرۍ پوښتنو او درسونو سره خپل مهارت جوړ کړئ.

د زده کړې لپاره ډیرې لارې

د متقابل عمل درسونو او ویډیوګانو سره، تل د سپړلو او کشف کولو لپاره یو څه وي. Settle In د امریکا متحده آیالاتو کې د بیامیشتیدو په اړه پوهه او معلومات ترلاسه کول په زړه پوري کوي. په خپل سرعت سره زده کړه وکړئ – موږ تاسې ته د لارې ښودلو لپاره دلته یو.
SettleIn Logo
Learn on the go
پدې ویب سایټ کې مینځپانګه د کلتوري لارښود سرچینې تبادلې (CORE) لخوا جوړه شوې، په عامه ډومین کې ده، او بیاځل تولید کیدی شی. د دې ویب سایټ مینځپانګه د امریکا متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، مهاجرینو او کډوالۍ دفتر لخوا تمویل شوي یوه تړون لاندې جوړه شوې، مګر الزامآ د دې ادارې د پالیسۍ استازیتوب نه کوي او د فدرالي حکومت لخوا تایید باید ونه ګڼل شي.