د مهاجرینو بیا میشتیدنه کې د امریکا متحده آیالاتو کې د اړیکو رول حقیقت پاڼه

د امریکا متحده آیالاتو د مهاجرینو د منلو پروګرام (USRAP) له لارې د امریکا متحده آیالاتو ته راتلونکي مهاجرین فرصت لري د بیا میشتیدنې ملاتړ هغه مرکز ته د امریکا متحده آیالاتو کې خپلوان یا اړیکې ورپیژني کوم چې د هغوی د کیس پروسه کې ورسره مرسته کوي. جلا د دې نه او د یوه رسمي ویاند برخلاف څوک چې د خپلوئ اظهارلیک وسپاري، د I-730 عریضه، یا په ځینې مواردو کې د I-130 تایید شوې عریضه، مهاجرین کولی شي د خپلوئ اړیکې په پام کې نیولو پرته یو فرد د امریکا متحده آیالاتو اړیکې په توګه معرفي کړي د چا سره چې هغوی غواړي نږدې میشت شي. د مهاجرینو لپاره هیڅ داسې شرایط نشته چې بهر د کیس پروسس کولو پرمهال د امریکا متحده آیالاتو کې دې هرو مرو اړیکې معرفي کړي. په هرصورت، که چیرې کوم څوک معرفي شي نو د مهاجرینو او د امریکا متحده آیالاتو کې اړیکې دواړو لپاره دا مهم دي چې د امریکا متحده آیالاتو کې د مهاجرینو بیا میشتیدنې کې د امریکا متحده آیالاتو کې د اړیکې رول باندې پوهه شي.
John, Father of Gloria and family wait for John’s daughter’s arrival at the Boise Airport in Boise, Idaho.
#

د امریکا متحده آیالاتو کې اړیکه څه شی دی؟

د امریکا متحده آیالاتو کې میشت کیدونکي مهاجرین کولی شي هغه ملګري یا خپلوان معرفي کړي چې واردمخه د امریکا متحده آیالاتو کې ژوند کوي او د چا سره چې دوی غواړي د راتګ نه وروسته یوځای شي. کله چې معرفي شي، دغه افرادو سره د بیا میشتیدنې ادارې لخوا اړیکه نیول کیږي چې تایید کړي آیا هغوی غواړي مهاجرین دلته نږدې میشت کړی شي. که چیرې هغوی موافقت وکړي، دا افراد د امریکا متحده آیالاتو اړیکې ګڼل کیږي. د بیا میشتیدنې اداره د مهاجرینو شخصي تفصیلات، لکه طبي معلومات د هغوی د امریکا متحده آیالاتو اړیکې سره نه شریکوي. په هرصورت، هغوی د امریکا متحده آیالاتو اړیکې سره د امریکا متحده ایالاتو کې د مهاجرینو د راتګ چمتو والی همغږی کوي. د امریکا متحده آیالاتو اړیکې نه له مالي پلوه او نه هم له قانوني پلوه د هغوی نوي راتلونکي مهاجر ملګرو یا خپلوانو لپاره مسؤل دي. په هرصورت، هغوی کولی شي د بیا میشتیدنې ادارې سره په ملتیا کې د خپلو ملګرو یا خپلوانو د بیا میشتیدنې تجربې ملاتړ کولو له لارې د مهاجرینو بیا میشتیدو پروسه کې ګټور رول ولوبوي. دا مهم دي په یاد ولرئ چې د مهاجرینو هدف، د بیا میشتیدنې ادارې په مرستې سره، د امریکا متحده آیالاتو ته د هغوی راتګ نه وروسته هرڅومره ژر چې ممکن وي د کار له لارې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کیدل دي.
IRC Atlanta case manager Alaa Naji, a former refugee from Iraq.
Kazingufu Rananzani, 35, fled the Democratic Republic of Congo to Uganda in 2002 because of escalating violence. Kazingufu, his wife Hellen and their five children were resettled in Baltimore by the IRC July 2016.,,To help Kazingufu and his family adapt to the American lifestyle, the IRC matched them with a family mentor, Susie Lawrence. Here, she reviews the children's report cards from school with the family.

د بیا میشتیدنې اداره څه شی دی؟

د بیا میشتیدنې اداره یو غیرانتفاعي سازمان دی چې د USRAP له لارې د امریکا متحده آیالاتو ته راتلونکي مهاجرینو سره مرستې لپاره د امریکا متحده آیالاتو حکومت سره عامه – خصوصي شراکت کې ملتیا کوي. د امریکا متحده آیالاتو حکومت لارښوونې تنظیموي او د اړین مهمو خدمتونو لپاره یو برخه تمویل ورکوي چې مهاجرین یې د هرکلي او ځای په ځای کولو (R&P) پروګرام له لارې ترلاسه کوي. د بیا میشتیدنې ادارې د امریکا متحده آیالاتو کې د مهاجرینو لومړیو میاشتو کې هغوی او د هغوی کورنیو ته د دې خدمتونو عرضه کولو او حیاتي ملاتړ برابرولو مسؤلیت په غاړه لري. د بیا میشتیدنې ادارېپه اړه د نورو معلوماتو لپاره، د CORE بیا میشتیدنې چلوونکي ویب سایټ www.corenav.org ته ورشئ.
Salam Bunyan with his wife. They are Iraqi restaurant owners in Boise. The family was resettled by the IRC in 2008. Salam worked as a cook for the U.S. army, which led to threats against his life.

د امریکا متحده آیالاتو اړیکې څنګه د بیا میشتیدنې ادارې سره همکاري کوي؟

د بیا میشتیدنې اداره به د امریکا متحده آیالاتو اړیکې سره دوهم ځل د هغوی ملګرو یا خپلوانو راتګ ته نږدې د R&P پروګرام او اړین مهمو خدمتونو تشریح کولو لپاره اړیکه ونیسي. دا دوهمه اړیکه د لومړۍ اړیکې نه میاشتې یا کلونه وروسته کیدی شي، او د امریکا متحده آیالاتو اړیکې معلوماتو کې هرډول بدلونونو په اړه باید د بیا میشتیدنې ادارې ته معلومات ورکړل شي، پشمول د دې که چیرې د امریکا متحده آیالاتو اړیکه خپله پته بدلوي. کله چې د بیا میشتیدنې اداره د مهاجر راتګ ته نږدې د امریکا متحده آیالاتو اړیکې سره اړیکه نیسي، هغوی د امریکا متحده آیالاتو اړیکې نه پوښتنه کوي چې آیا غواړي د بیا میشتیدنې خدمتونو او ملاتړ کې دخیل اوسي لکه د هوایی ډګر څخه د هغوی ملګرو یا خپلوانو را اخیستلو کې د بیا میشتیدنې ادارې سره ملتیا کول، استوګنه برابرول یا د ملاقاتونو لپاره ټرانسپورټیشن برابرول، یا هم نوې ټولنې ته د مهاجرینو لارښود کول. د بیا میشتیدنې اداره د دې خدمتونو وړاندې کولو او د مهاجرینو لپاره د R&P تمویل د کارولو پریکړې کولو لپاره نهایی مسؤل ده. د امریکا متحده آیالاتو اړیکې لخوا وړاندې کیدونکې هرډول مرسته داوطلب ده. ځینې د بیا میشتیدنې ادارې ممکن د “امریکا متحده آیالاتو اړیکې تړون” ولري، دا یوه فورمه ده چې پدې کې د امریکا متحده آیالاتو اړیکه هغه ملاتړ په ګوته کوي کوم چې هغه خپل ملګري یا خپلوان ته وړاندې کولی شي کله چې هغوی د امریکا متحده آیالاتو ته راشي. دا فورمه قانوني سند ندی مګر د امریکا متحده آیالاتو اړیکو او د ادارې کارمندانو سره مرستې یوه وسیله ده.

د امریکا متحده آیالاتو اړیکو او مهاجرینو لپاره ګټې او ملاحظات

مهاجرین کولی شي د اضافي ملاتړ نه ګټه پورته کړي چې په بیلابیل لارو د هغوی د امریکا متحده آیالاتو اړیکو لخوا وړاندې کیږي. د امریکا متحده آیالاتو اړیکې په یوه ځانګړي موقف کې دي چې د امریکا متحده ایالاتو کې د ژوند په اړه خپلې شخصي تجربې د هغوی نوي راغلي مهاجر ملګرو یا خپلوانو سره شریکې کړي ځکه چې هغوی نوي او نا آشنا سیسټم کې وي، او همدارنګه د کلتوري توپیرونو سره مخ کیږي. دا هم مهم دي چې ورباندې پوهه شئ د امریکا متحده آیالاتو کې د هر مهاجر تجربه مختلف ده او د عمر، بیا میشتیدنې موقعیت، همدارنګه کار او ژبې مهارتونو په څیر فاکتورونه ورباندې اغیزه کولی شي.

ژبه او ژباړه

که څه هم د امریکا متحده آیالاتو اړیکه په انګلسي او د مهاجرینو په ژبه دواړو باندې ممکن وغږیږي، د بیا میشتیدنې ادارې کارمندان نشي کولی د امریکا متحده آیالاتو اړیکې د ژباړونکو په توګه وکاروي کله چې د مهاجرینو سره ارتباط نیسي. د فدرال حکومت د بیا میشتیدنې ادارې نه غواړي چې خپلواک ژباړونکی وکاروي که چیرې د هغوی کارمندانو څخه هیڅ یو یې د مهاجر په ژبه نه غږیږي. په ځینې حالاتو کې چیرې چې د بیا میشتیدنې اداره مهم خدمت نه وړاندې کوي، د امریکا متحده آیالاتو اړیکې کولی شي د هغوی نوي راغلي ملګري یا د کورنۍ غړي لپاره ژباړه وکړي.  که لازمي وي اداره د ژباړې په اړه لارښوونه ورکولی شي.  د امریکا متحده آیالاتو اړیکې هڅول کیږي چې د انګلسي ژبې زده کړې او په ټولنه کې د انګلسي ژبې زده کړې روزنه کې ګډون کولو اهمیت باندې تاکید وکړي.

آیا تاسې پوهیږئ؟

اندې د امریکا متحده آیالاتو کې د مهاجرینو بیا میشتیدو په اړه د امریکا متحده آیالاتو اړیکې لرونکي مهاجرینو لپاره خورا مناسب حقایق او معلومات دي. د USRAP او د امریکا متحده آیالاتو کې د ژوند په اړه نورو معلوماتو لپاره، د CORE بیا میشتیدنې چلوونکي ویب سایټ corenav.org ته ورشئ. دا ویب سایټ د مهاجرینو لپاره او هغوی چې د امریکا متحده آیالاتو کې د هغوی بیا میشتیدو کې مرسته کوي د هغوی لپاره واضح، دقیق او تازه معلومات لري. د امریکا متحده آیالاتو اړیکې درلودل د USRAP شرط ندی، او USRAP ته غوښتونکي د امریکا متحده آیالاتو اړیکې پرته د امریکا متحده آیالاتو کې میشت کیدی شي. په ورته توګه، د امریکا متحده آیالاتو اړیکې درلودل د امریکا متحده آیالاتو کې بیا میشتیدنه نه تضمین کوي او د ترخیص پروسه د هغه غوښتونکو لپاره مختلف نه وي یا چټکه نه وي ځوک چې د پروسې په جریان کې د امریکا متحده آیالاتو کې پیژندل شوي اړیکې ولري. د R&P پروګرام لپاره د امریکا متحده آیالاتو حکومت لخوا ټاکل شوي لارښوونو له مخې، د بیا میشتیدنې اداره اجازه نلري چې د اړین لومړني مهمو خدمتونو لپاره د متحده آیالاتو اړیکه د ژباړونکي په توګه وکاروي. د USRAP لپاره د امریکا متحده آیالاتو حکومت لخوا ټاکل شوي لارښوونې هر کال بدلیدی شي او په پایله کې یې مهاجرینو ته د بیامیشتیدنې ادارو لخوا ورکړل کیدونکي خدمتونو او مرسته باندې اغیزه کوي. پدې سره، د پخواني مهاجرینو لخوا ترلاسه شوي د بیا میشتیدنې مهم خدمتونه، څوک چې وروسته ممکن د امریکا متحده آیالاتو اړیکه شي، د هغه خدمتونو څخه مختلف کیدی شي کوم چې نوي راتلونکي مهاجرینو ته ورکول کیږي. د بیا میشتیدنې اداره باید د اړین مهم خدمتونو تکمیل مستند کړي چې پدې کې د ټولو هغه خدمتونو تایید کول شامل دي چې د امریکا متحده آیالاتو اړیکه یې وړاندې کوي. د همدې لپاره د امریکا متحده آیالاتو اړیکې نه غوښتل کیږي چې د هغه خدمتونو په اړه یو سند لاسلیک کړي کوم چې هغوی وړاندې کوي. په هرصورت، د امریکا متحده آیالاتو اړیکې مکلف ندي د اړین مهمو خدمتونو څخه کوم یو یط وړاندې کړي. اکثر، د امریکا متحده آیالاتو اړیکې د هغوی نوي راتلونکي مهاجر ملګرو او خپلوانو بیا میشتیدنې سره مرستې کې دخیل کیدو ته خوشحاله وي، هغه که په خپل کور کې هغوی ته د ژوند کولو لپاره ځای ورکول وي، ملاقاتونو ته د هغوی وړل وي، یا هم فقط احساسي او ټولنیز ملاتړ ورکول وي. که چیرې د امریکا متحده آیالاتو اړیکې خپل د رضاکارۍ ساعتونه د بیا میشتیدنې ادارې ته راپور کوي، هغوی باید د بیا میشتیدنې ادارې کارمندانو سره تایید کړي چې وګوري کوم فعالیتونه د رضاکار ملاتړ په توګه محاسبه کیدی شي.
John and Gloria’s family posing for a family photo at the Boise Airport

Ready to test your knowledge?

Download the Settle In App

Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners

Download the Settle In App

With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.
SettleIn Logo
Learn on the go
پدې ویب سایټ کې مینځپانګه د کلتوري لارښود سرچینې تبادلې (CORE) لخوا جوړه شوې، په عامه ډومین کې ده، او بیاځل تولید کیدی شی. د دې ویب سایټ مینځپانګه د امریکا متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، مهاجرینو او کډوالۍ دفتر لخوا تمویل شوي یوه تړون لاندې جوړه شوې، مګر الزامآ د دې ادارې د پالیسۍ استازیتوب نه کوي او د فدرالي حکومت لخوا تایید باید ونه ګڼل شي.