د کډوالو ميرمنو لپاره د کار مندنې معلوماتي پاڼه
په متحده ایالاتو کې دندې ستاسو د کورنۍ راتلونکي او هوساینې او همدارنګه د يوې ميرمنې په توګه ستاسې پرمختګ او مالي ثبات لپاره خورا مهمې دي. ټول لویان، ښځې او نارینه چې د 18 او 64 کلونو ترمنځ عمرونه او د کار کولو وړتیا لري، باید دندې موندلو ته لومړيتوب ورکړي.
ددې پاڼې په معلوماتو ځان پوهولو لپاره یوه بڼه غوره کړئ. تاسو یوه ویډیو کتلی شئ، یوه معلوماتپاڼه ډاونلوډ کولی شئ، یا یو پوډکاسټ اورېدلی شئ. هر غوراوی یو ډول معلومات وړاندې کوي.
د کار کولو ګټې
ه متحده ایالاتو کې میرمنې د کاري ځواک نیمایي برخه تشکیلوي، په ټولو کچو د نارینه وو په څیر ورته دندې ترسره کوي، او ډیری وختونه د نارینه کارګرانو څارنه کوي. د دندې ترلاسه کول او ساتل ستاسو او ستاسو کورنۍ دواړو لپاره ډیری ګټې لري.
کورنۍ ملاتړ کول – کله چې ښځه او خاوند دواړه کار کوينو د کورنۍ عاید ډیریږي، د میاشتني بیلونو او کرایې، او همدارنګه خواړو او پوښاک په څیر د لګښتونو ورکول اسانه کوي. دوه چنده عاید هم تاسو ته وړتیا درکوي چې پیسې خوندي کړئ او ستاسو د کورنۍ مالي خونديتوب لوړ کړئ .
د کارموندنې پراساس ګټې ترلاسه کول – په ځینې دندو کې ځینې داسې ګټې شاملې دي لکه روغتیا بیمه چیرې چې ګمارونکی د کارمند لپاره د بیمې پلانونه وړاندیز کوي او ډیری وختونه د میاشتني لګښت یوه برخه ورکوي. د بیمې پاتې لګښت د کارمند له معاش څخه اخیستل کیږي. ډیری امریکایان د کار پر اساس روغتیا بیمې پروګرامونو باندي تکیه کوي ځکه چې د روغتیا پاملرنې لګښت لوړ دی او روغتیا بیمه د دې لګښتونو په کمولو کې مرسته کوي. ستاسو د کاري ځای له لارې د روغتیايي بیمې ترلاسه کول د پام وړ ګټه ده.
ستاسو انګلیسي ښه کول – د کور څخه بهر کار کول تاسو ته اجازه درکوي چې خپله انګلیسي تمرین او ښه کړئ ځکه چې تاسو په مسلکي ژوند کې د همکارانو او مراجعینو سره خبرې کوئ. د انګلیسي زده کول به تاسو ته اجازه درکړي چې په خپله ټولنه کې دخیل شئ او د خپلو چارو اداره کولو وړتیا لوړه کړئ که تاسو د خوراکي توکو پلورنځي، د ډاکټر دفتر یا بانک ته ځئ.
له نورو سره خبرې کول – د کار ځای تاسو ته فرصت هم درکوي چې د متنوع خلکو ګروپ سره خبرې وکړئ او د امریکایی کلتور او ارزښتونو په اړه زده کړه وکړئ، کوم چې به تاسو ته وړتیا درکړي چې خپل نوي چاپیریال سره په ښه ډول سمون ومومئ .
د مسلکي مهارتونو ترلاسه کول – ستاسو لومړۍ دنده به تاسو ته مسلکي مهارتونه او پوهه درکړي چې تاسو به ستاسو راتلونکي دندې لپاره چمتو کړي. هرڅومره ډېر مهارتونه چې تاسو ترلاسه کوئ، ستاسو د پرمختګ یا غوره معاش لرونکې دندې د ترلاسه کولو چانس ډیر وي.
د عامه ترانسپورت کارول یا د موټر چلولو زده کول – کار ته د تګ را تګ لپاره اړينه ده چې د عامه ترانسپورت څخه ګټه واخلۍ يا موټر چلول زده کړئ. د عامه ترانسپورت یا موټر چلولو څرنګوالي زده کول به ستاسو په خپلواکۍ او ځان بسیاینې کې ډیره مرسته وکړي، تاسو سره به ستاسو د چاپيريال او ښار پیژندلو کې مرسته وکړي، او تاسو ته به له خپل نوي کور سره د اشنا کېدو احساس درکړي.
کاري کوونکې میندې او مجردې میندې
د کورنۍ دینامیک بدلول
مریکایان په نارینه او ښځینه دواړو کې خپلواکۍ ته ارزښت ورکوي. په ډیری کورنیو کې، دواړه میړه او میرمن کار کوي او په ځینو کورنیو کې، میرمن د میړه څخه ډیر عاید ترلاسه کوي. په ځينو نورو کورنيو کې ميرمن دنده مومي، په داسې حال کې چې ميړه يې نه پيدا کوي. پدې حالت کې، له میړه څخه تمه کیږي چې کله ماشومان په ښوونځي کې نه وي، له هغوی څخه ساتنه وکړي.
په دې ډول شرايطو کې، ځينې نارينه ممکن فکر وکړي چې په کورنۍ کې يې د رهبرۍ رول له لاسه ورکړی. ځینې میرمنې ممکن د فشار احساس وکړي ځکه چې دوی نوي مسؤلیتونه اخلي او د د پيسو ګټلو وسيله يواځې همدوی وي. له يو بل سره مرسته کول، د خلاص او صادقانه خبرو اترو سره، کولی شي پوهه زیاته کړي او د ښځې او خاوند ترمنځ فشار کم کړي .
آیا چمتو یې خپله پوهه وازموئ؟
د زده کړې لپاره ډیرې لارې
د متقابل عمل درسونو او ویډیوګانو سره، تل د سپړلو او کشف کولو لپاره یو څه وي. Settle In د امریکا متحده آیالاتو کې د بیامیشتیدو په اړه پوهه او معلومات ترلاسه کول په زړه پوري کوي. په خپل سرعت سره زده کړه وکړئ – موږ تاسې ته د لارې ښودلو لپاره دلته یو.