مرحله 2:: د USCIS مرکه

:تازه یا آپډېټ شوي10/9/2025
که چیرې ستاسې کیس د لومړنۍ امنیتي ارزونې نه تیر شي، تاسې سره به د RSC لخوا اړیکه ونیول شي او د مرکې لپاره به مهالویش وټاکل شي چې د امریکا متحده آیالاتو د تابعیت او مهاجرت خدمتونو، یا USCIS څخه د امریکا متحده آیالاتو حکومت ځانګړي روزل شوي افسرانو لخوا به پرمخ وړل کیږي، کوم چې د امریکا متحده آیالاتو د کورني امنیت یا کورنیو چارو وزارت، یا DHS یوه څانګه ده. ستاسې کیس کې هر نفر باید دې مرکه کې ګډون وکړي. لاندې د USCIS د مرکې په اړه ځان زیات پوه کړئ.
Image
A man in a blue shirt is sitting at a desk, shaking hands with a woman in a green shirt. Another man in a green shirt is sitting beside her. An American flag is visible in the background, suggesting a formal or official setting.

مرحله 2: د USCIS مرکه

د USCIS افسر به تاسې نه ډیری هماغه یا ورته پوښتنې وکړي کومې چې تاسې دمخه ارزونې مرکه کې ځواب کړي دي، او تاسې به اړ اوسئ چې بیاځل تشریح کړئ چې څنګه او ولې مهاجر شوئ. کله چې تاسې د USCIS افسر سره وګورئ، هغوی به ستاسې ټوله دوسیه لوستلې وي پشمول د ټولو هغه معلوماتو چې تاسې خپل دمخه ارزونې مرکه کې ورکړي دي. د USCIS افسر به اړ وي بیاهم ستاسې ورکړل شوي معلومات تایید کړي او ستاسې نه به نورې پوښتنې وکړي چې مشخص شي آیا تاسې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر یې. دا ستاسې مکلفیت دی چې صادق اوسئ. له تاسې به وغوښتل شي لوړه وکړئ چې هرڅه تاسې د دې مرکې په جریان کې وایی ریښتیا دي. د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې د بیا میشتیدنې لپاره ستاسې غوښتنې په اړه پریکړه به ستاسې د ګواهي او نورو شته شواهدو پربنسټ کیږي. د امریکا متحده آیالاتو کې د مهاجر په حیث د منل کیدو لپاره په شرایطو برابرۍ لپاره تاسې باید ریښتیني اوسئ. رښتیا ویلو کې پاتې راتلل ستاسې د غوښتنلیک د رد کیدو پایله درلودلی شي.

لکه دمخه ارزونې مرکې په څیر، ژباړه به د RSC لخوا وړاندې کیږي. د RSC ژباړونکي عالي روزل شوي او مسلکي دي. د ژباړونکي مسؤلیت دا دی چې ستاسې او د USCIS افسر سره په خبرو او ارتباط کې مرسته وکړي. ژباړونکی به ستاسې کیسه کې هیڅ شی اضافه نکړي یا هیڅ کومه برخه به یې پرې نږدي. هغوی به ټول هغه څه ژباړي چې تاسې او د USCIS افسر یې وایی او ستاسې د لفظونو معني کولو کې به هیڅ کوم څه بدل نکړي. که تاسې د ژباړې د صحت په اړه اندیښنې لرئ، مهرباني وکړئ پدې اړه د افسر سره وغږیږئ. د دې مرکې پرمهال هرکله تاسې هرکله پوښتنې کولی شئ یا غوښتنه وکړئ چې د USCIS افسر پوښتنه تکرار کړي یا په بل ډول یې ووایی که چیرې تاسې ورباندې پوهه نشئ یا کوم څه درته واضح نه وي.

که چیرې ستاسې دمخه ارزونې مرکې راهیسې ستاسې د اړیکې معلومات لکه ستاسې پته، بریښنالیک، د تلیفون شمیره، او د امریکا متحده آیالاتو کې د اړیکې معلومات بدل شوي وي، تاسې اړ یې پدې وخت کې ټول تازه شوي معلومات تایید کړئ. که چیرې ستاسې دمخه ارزونې مرکې په ورځ ستاسې د ګوتو نښې نه وي اخیستل شوي، نو د دې لیدنې پرمهال به د 14 کلونو او ډیر عمر لرونکي ټولو د ګوتو نښې واخیستل شي.

پدې اړه به USCIS پریکړه وکړي چې آیا تاسې د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر یې که نه. د RSC کارمندان او ژباړونکي په هیڅ صورت پدې پریکړه کې دخیل ندي. تاسې به په هماغه ورځ چې خپله مرکه بشپړه کړئ د خپلې مرکې د پایلې نه خبر نشئ. کله چې USCIS ستاسې د کیس په اړه پریکړه وکړي، نو RSC به تاسې د پریکړې نه خبر کړي.  تاسې به د لاندې درې پریکړو نه یوه ترلاسه کړئ:

  1. ستاسې کیس د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر دی؛

  2. ستاسې کیس د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر ندی؛

ستاسې په شرایطو برابرۍ پلټلو لپاره نور وخت ته اړتیا ده.

که تاسې ته خبر درکړل شي چې ستاسې کیس په شرایطو برابر دی یا د پریکړې کولو لپاره نور وخت ته اړتیا ده، ستاسې غوښتنلیک به په پروسه کې مخته تګ ته دوام ورکړي. په هرصورت، هر کیس د ټولې پروسې په اوږدو کې د امنیتي ارزونو سره مخ دی. د کیس پریکړې هرکله بدلیدی شي.

مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې