مرحله 2:: د USCIS مرکه

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
که چیرې ستاسې کیس د لومړنۍ امنیتي ارزونې نه تیر شي، تاسې سره به د RSC لخوا اړیکه ونیول شي او د مرکې لپاره به مهالویش وټاکل شي چې د امریکا متحده آیالاتو د تابعیت او مهاجرت خدمتونو، یا USCIS څخه د امریکا متحده آیالاتو حکومت ځانګړي روزل شوي افسرانو لخوا به پرمخ وړل کیږي، کوم چې د امریکا متحده آیالاتو د کورني امنیت یا کورنیو چارو وزارت، یا DHS یوه څانګه ده. ستاسې کیس کې هر نفر باید دې مرکه کې ګډون وکړي. لاندې د USCIS د مرکې په اړه ځان زیات پوه کړئ.
Image
A man in a blue shirt is sitting at a desk, shaking hands with a woman in a green shirt. Another man in a green shirt is sitting beside her. An American flag is visible in the background, suggesting a formal or official setting.

مرحله 2: د USCIS مرکه

د USCIS افسر به تاسې نه ډیری هماغه یا ورته پوښتنې وکړي کومې چې تاسې دمخه ارزونې مرکه کې ځواب کړي دي، او تاسې به اړ اوسئ چې بیاځل تشریح کړئ چې څنګه او ولې مهاجر شوئ. کله چې تاسې د USCIS افسر سره وګورئ، هغوی به ستاسې ټوله دوسیه لوستلې وي پشمول د ټولو هغه معلوماتو چې تاسې خپل دمخه ارزونې مرکه کې ورکړي دي. د USCIS افسر به اړ وي بیاهم ستاسې ورکړل شوي معلومات تایید کړي او ستاسې نه به نورې پوښتنې وکړي چې مشخص شي آیا تاسې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر یې. دا ستاسې مکلفیت دی چې صادق اوسئ. له تاسې به وغوښتل شي لوړه وکړئ چې هرڅه تاسې د دې مرکې په جریان کې وایی ریښتیا دي. د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې د بیا میشتیدنې لپاره ستاسې غوښتنې په اړه پریکړه به ستاسې د ګواهي او نورو شته شواهدو پربنسټ کیږي. د امریکا متحده آیالاتو کې د مهاجر په حیث د منل کیدو لپاره په شرایطو برابرۍ لپاره تاسې باید ریښتیني اوسئ. رښتیا ویلو کې پاتې راتلل ستاسې د غوښتنلیک د رد کیدو پایله درلودلی شي.

لکه دمخه ارزونې مرکې په څیر، ژباړه به د RSC لخوا وړاندې کیږي. د RSC ژباړونکي عالي روزل شوي او مسلکي دي. د ژباړونکي مسؤلیت دا دی چې ستاسې او د USCIS افسر سره په خبرو او ارتباط کې مرسته وکړي. ژباړونکی به ستاسې کیسه کې هیڅ شی اضافه نکړي یا هیڅ کومه برخه به یې پرې نږدي. هغوی به ټول هغه څه ژباړي چې تاسې او د USCIS افسر یې وایی او ستاسې د لفظونو معني کولو کې به هیڅ کوم څه بدل نکړي. که تاسې د ژباړې د صحت په اړه اندیښنې لرئ، مهرباني وکړئ پدې اړه د افسر سره وغږیږئ. د دې مرکې پرمهال هرکله تاسې هرکله پوښتنې کولی شئ یا غوښتنه وکړئ چې د USCIS افسر پوښتنه تکرار کړي یا په بل ډول یې ووایی که چیرې تاسې ورباندې پوهه نشئ یا کوم څه درته واضح نه وي.

که چیرې ستاسې دمخه ارزونې مرکې راهیسې ستاسې د اړیکې معلومات لکه ستاسې پته، بریښنالیک، د تلیفون شمیره، او د امریکا متحده آیالاتو کې د اړیکې معلومات بدل شوي وي، تاسې اړ یې پدې وخت کې ټول تازه شوي معلومات تایید کړئ. که چیرې ستاسې دمخه ارزونې مرکې په ورځ ستاسې د ګوتو نښې نه وي اخیستل شوي، نو د دې لیدنې پرمهال به د 14 کلونو او ډیر عمر لرونکي ټولو د ګوتو نښې واخیستل شي.

پدې اړه به USCIS پریکړه وکړي چې آیا تاسې د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر یې که نه. د RSC کارمندان او ژباړونکي په هیڅ صورت پدې پریکړه کې دخیل ندي. تاسې به په هماغه ورځ چې خپله مرکه بشپړه کړئ د خپلې مرکې د پایلې نه خبر نشئ. کله چې USCIS ستاسې د کیس په اړه پریکړه وکړي، نو RSC به تاسې د پریکړې نه خبر کړي.  تاسې به د لاندې درې پریکړو نه یوه ترلاسه کړئ:

  1. ستاسې کیس د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر دی؛

  2. ستاسې کیس د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر ندی؛

ستاسې په شرایطو برابرۍ پلټلو لپاره نور وخت ته اړتیا ده.

که تاسې ته خبر درکړل شي چې ستاسې کیس په شرایطو برابر دی یا د پریکړې کولو لپاره نور وخت ته اړتیا ده، ستاسې غوښتنلیک به په پروسه کې مخته تګ ته دوام ورکړي. په هرصورت، هر کیس د ټولې پروسې په اوږدو کې د امنیتي ارزونو سره مخ دی. د کیس پریکړې هرکله بدلیدی شي.

Image
Three people are engaged in a discussion. A man in a blue shirt is holding a pen, a woman with braided hair and a name tag is speaking animatedly, and a man with curly hair in a green shirt is listening. The setting appears to be a meeting or consultation.
Image
The image consists of several elements: a stack of documents and a blue stamp labeled 'Approved,' a fingerprint being scanned, a camera on a tripod, and a diagram of a hierarchical organization chart with red figures. These elements represent various processes, including documentation, identification, photography, and organizational structure.

مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې

خپل د USCIS مرکې ته د ځان سره د خپل شناخت او ستاسې په کیس کې ستاسې د کورنۍ نورو ټولو غړو د شناخت کوم اسناد چې تاسې لرئ د ځان سره یې راوړئ، حتی که تاسې مخکې دا اسناد دمخه ارزونې مرکې ته هم د ځان سره راوړي وي. کوم اسناد چې تاسې لرئ باید د هغوی اصل د ځان سره راوړئ؛ که اصل یې نلرئ نو کاپي یې راوړئ.

اندې د هغه اسنادو نوملړ دی چې ستاسې د USCIS مرکه کې ګټور کیدی شي:

  • د UNHCR د مهاجرت تصدیقونه/د UNHCR د مهاجرت پیژند کارتونه/د UNHCR د راجستریشن اسناد
  • پاسپورټونه یا سفري اسناد (پشمول د تاریخ تیر سفري اسنادو)
  • ملي پیژند کارتونه یا تذکیرې
  • د تابعیت تصدیقونه 
  • د بهرنیانو لپاره د پیژند لنډمهاله کارتونه 
  • د زیږون تصدیقونه
  • نکاح خطونه
  • د طلاق اسناد
  • د واک یا سرپرستۍ اسناد
  • د فرزندۍ منلو اسناد
  • د مړینې تصدیق، که چیرې د تعقیب ادعا پورې تړاو ولري
  • مذهبي اسناد (تمعید، واده، د لنډمهاله واده تصدیق، مړینه)
  • د کار اسناد، که ستاسې د مهاجرت ادعا پورې تړاو ولري
  • تعلیمي اسناد/ډیپلومونه
  • مهم طبي اسناد (معاینات او نسخې)
  • د حمل یا بلارب توب په صورت کې د زیږون اټکلي نیټې سره طبي فورمه
  • د ګواښ خطونه
  • د پولیسو/اردو احضار خطونه
  • د جرمونو لپاره د محکمې اسناد چې تاسې ورباندې تورن شوي یا محکوم شوي اوسئ، په نړۍ کې چې هرچیرې وي
  • ستاسې د قضیې په اړه د رسنیو خپرونې (د ورځپاڼو مقالې، اړوند بریښنالیکونه)
  • نظامي اسناد او نور اسناد لکه د پیژند کارتونه، تصدیقونه، نظامي ترخیص، یا د وسلو ګرځولو جواز
  • د سور صلیب تصدیق (که چیرې د جنګي محبوس په حیث راجستر اوسئ)
  • د سپارښتنې لیکونه، که چیرې ستاسې ادعا پورې اړوند وي
  • د امریکا متحده آیالاتو کې د اړیکو (د امریکا متحده آیالاتو کې واردمخه میشت ملګري او خپلوان) نومونه، پتې او د تلیفون شمیرې

تاسې ممکن ستاسې د مرکې نه مخکې او وروسته په RSC کې اوږد انتظار وکړئ. د RSC کارمندان به هڅه وکړي چې د امکان تر حد پورې ستاسې لپاره دا وخت هوسا او ارام کړي، مګر ستاسې زغم د قدر وړ دی. کله چې تاسې انتظار کوئ که تاسې پوښتنې یا اندیښنې ولرئ، مهرباني وکړئ د انتظار ساحه کې د RSC کارمندانو یا امنیتي افسرانو ته یې راجع کړئ.

تاسې باید تل خپل ماشومان د پاملرنې لاندې ولرئ. مهرباني وکړئ د خپلو ماشومانو لپاره سپک خواړه، پیمپر (که اړین وي)، او نانځکې یا نور فعالیتونو شیان د ځان سره راوړئ ترڅو یې بوخت وساتئ.

تاسې به د ژباړونکي یا د RSC کارمند په مرسته د انتظار ځای څخه ستاسې مرکې ته ویوړل شئ. په یاد ولرئ چې ژباړونکو ته لارښوونه شوې ده چې تاسې سره ستاسې د کیس په اړه ونه غږیږي. مهرباني وکړئ د خپل کیس اړوند ټولې پوښتنې خپل د کیس کارکونکي یا د USCIS افسر ته راجع کړئ.

تاسې به د USCIS څخه د ځانګړي روزل شوي افسر لخوا مرکه کیږئ. د دې لپاره چې دا افسران د بیا میشتیدنې لپاره ستاسې د په شرایطو برابرۍ په اړه پریکړه وکړي، ډیری پوښتنې شتون لري چې تاسې یې باید ځواب کړئ. موږ پوهیږو چې دې پوښتنو څخه ځینې یې ممکن ستاسې لپاره ځواب کول مشکل وي. موږ دې پروسه کې ستاسې د زغم قدر کوو.

ه خونه کې ستاسې سره یو ژباړونکی موجود وي. د ژباړونکي مسؤلیت ستاسې او ستاسې د USCIS افسر ترمینځ خبرو او ارتباط کې مرسته کول دي. ژباړونکی به ستاسې کیسه کې هیڅ شی اضافه نکړي یا هیڅ کومه برخه به یې پرې نږدي. هغوی به ټول هغه څه ژباړي چې تاسې او د USCIS افسر یې وایی او ستاسې د لفظونو معني کولو کې به هیڅ کوم څه بدل نکړي.

کله چې تاسې خپله مرکه بشپړه کړئ، تاسې به بیرته د انتظار ځای ته ویوړل شئ پداسې حال کې چې ستاسې غوښتنلیک به د کتنې لاندې وي. تاسې ته به د RSC کارمندانو لخوا خبر درکړل شي چې کله د RSC یا د مرکې موقعیت نه ووځئ. مهرباني وکړئ مخکې لدې چې خبر نه وي درکړل شوی مه ووځئ.

ستاسې د مرکې پایله به ستاسې د مرکې په تعقیب سمدلاسه تاسې سره شریکه نشي. د USCIS د مرکې پایلو په اړه خبرتیا نه مخکې شاید څو میاشتې وخت تیر شي.

ستاسې د USCIS مرکې په تعقیب به له دې درې پایلو څخه یوه یې وي:

  1. ستاسې کیس د امریکا متحده آیالاتو کې د بیامیشتیدنې لپاره په شرایطو برابر دی او پروسس کیده به یې بلې مرحلې ته دوام ولري؛ 
  2. ستاسې د په شرایطو برابرۍ پلټلو لپاره نور وخت ته اړتیا ده، او ستاسې کیس ممکن بل پاړو ته دوام پیدا کړي؛
  3. ستاسې کیس د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر ندی. که تاسې دا پایله ترلاسه کړئ، تاسې د دې مستحق یې چې د بیاکتنې غوښتنه وکړئ، چې دا د استیناف غوښتنې ته ورته دی. که داسې وي، نو تاسې ته به لارښوونې وشي چې څنګه دا کار وکړئ کله چې تاسې د دې پریکړې نه خبر کړی شئ.

ټول غوښتنه کونکي د ټولې پروسې په اوږدو کې د امنیتي ارزونو سره مخ کیږي او پریکړې بدلیدی شي.

ستاسې غوښتنلیک به هیر نشي یا ورک به نشي.

د دمخه ارزونې مرکه د کیس کارکونکي لخوا ترسره کیږي، چې د RSC کارمند وي. دا شخص د امریکا متحده آیالاتو د حکومت کارمند نه وي. د دمخه مرکې پرمهال، د RSC کیس کارکونکی د غوښتنلیک فورمو او د امنیتي ترخیص پروسې لپاره معلومات راټولوي او پدې اړه ستاسې بیان ثبتوي چې تاسې ولې د خپل هیواد نه تښتیدلي یې. د RSC لخوا راټول شوي معلومات د USCIS سره شریکیږي.

د USCIS سره ستاسې د مرکې پرمهال، د USCIS افسر هغه معلومات ګوري چې مخکې راټول شوي او ستاسې د کیس ټولو غړو سره مرکه کوي. د USCIS افسر او د هغه یا هغې نظارت کونکی، په واشنګټن ډي.سي کې د USCIS مرکزي دفتر سره په مشوره کې د USRAP له لارې د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې د بیا میشتیدنې لپاره ستاسې د به شرایطو برابرۍ په اړه پریکړه کوي. 

د RSC کیس کارکونکی او ژباړونکي سهولت کاران دي، پریکړه کونکي ندي. د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې د بیا میشتیدنې لپاره ستاسې د په شرایطو برابرۍ په اړه پریکړه یوازې د USCIS لخوا کیږي. د RSC کارمندان او ژباړونکي پدې پریکړه کې دخیل ندي.