مرحله 3:: طبي معاینه

مرحله 3: طبي معاینه
طبي معاینات د دې لپاره دي چې ډاډ لاسته راشي تاسې د امریکا متحده آیالاتو ته د ننوتلو لپاره طبي شرایط پوره کوئ، د سفر لپاره روغ یې، د اړتیا په وخت کې مناسب طبي مرسته ترلاسه کړئ، او نورو سفر کونکو ته خطر پیښ نکړئ.
په طبي معاینه کې دا لاندې موارد شامل دي:
- د عامې روغتیا د اهمیت شرایطو ارزونه
- د هغه ناروغیو او روغتیایی وضعیت پیژندل چې د وتلو نه مخکې، سفر، او د بیا میشتیدنې د راتګ نه وروسته پړاونونو کې اضافي ترتیباتو ته اړتیا لري
- د سفر لپاره د فټنس ارزونې، درملنه، او طبي ملتیا، کله چې اړینه وي*
د جدي طبي شرایطو یا ناروغۍ لرونکي افرادو ته به طبي ملتیا وټاکل شي چې د امریکا متحده آیالاتو ته د هغوی د سفر پرمهال ملاتړ وړاندې کړي


مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې
ستاسې د معاینې پرمهال، او ستاسې د عمر په پام کې نیولو سره، تاسې تمه کولی شئ:
- چې ستاسې د وینې فشار، ونه یا قد، وزن او لید معاینه شي
- ستاسې وینه اخیستل کیږي
- د سینې ایکس ری اخیستل کیږي
- فزیکي معاینه کیږي
- واکسین درته کیږي
کله چې تاسې خپله طبي معاینه بشپړه کړئ، د پایلو نهایی کیدل او د بیا میشتیدنې ملاتړ مرکز څو اونۍ وخت نیولی شي. د دې پروسې د برخې په توګه، تاسې ممکن اړ شئ نور معاینات هم وکړئ. پدې صورت کې د بل ملاقات مهالویش کولو لپاره ډاکټر یا د RSC کارمندان تاسې سره اړیکه نیسي. د طبي معاینې فورمې د فزیکي معاینې وروسته له 3 تر 6 میاشتو پورې اعتبار لري او د بیا میشتیدنې نورو پروسو او معایناتو په پام کې نیولو سره، تاسې ممکن اړ شئ بل وار بیا له روغتیایی پلوه وارزول شئ.