مرحله 1:: دمخه ارزونې مرکه

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
وروسته لدې چې تاسې د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره ملاحظه کیدو لپاره راجع کړی شئ، تاسې سره به تاسې ته څیرمه د بیا میشتیدنې ملاتړ مرکز، یا RSC لخوا دمخه ارزونې مرکې لپاره اړیکه ونیول شي. د امریکا متحده آیالاتو حکومت د RSCs پرمخ وړلو لپاره غیردولتي سازمانونه تمویل کوي. لاندې د ابتدايي سکریننګ د مرکې په اړه ځان زیات پوه کړئ.
Image
Prescreening Interview

مرحله 1: دمخه ارزونې مرکه

د RSC کیس کارکونکی به ستاسې د هویت اسناد وګوري او ستاسې لپاره به د کیس دوسیه جوړه کړي (او ستاسې د کورنۍ لپاره هم که چیرې تاسې یوځای غوښتنه کوئ). هغه به تاسې نه پدې اړه مهمې پوښتنې وکړي چې څنګه او ولې د خپل هیواد نه تښتیدلي یې، او د پیلیز امنیتي ارزونو لپاره به اړین بیوګرافیک معلومات سره راټول کړي. هغه به تاسې نه ستاسې د ډیری خپلوانو په اړه د بیوګرافیک معلوماتو ورکولو غوښتنه هم وکړي، حتی که هغوی تاسې سره نه وي بیاهم. د دې لیدنې پرمهال به د RSC یو کارمند ستاسې عکس هم واخلي.

ستاسې دمخه ارزونې مرکې وروسته به د امنیتي ارزونو لپاره ستاسې معلومات د امریکا متحده آیالاتو حکومتي ادارو ته ولیږل شي. دا ادارې ستاسې لخوا ورکړل شوي معلوماتو پلټنه کوي ترڅو ډاډ لاسته راوړي چې رښتیني او صحیح دي. ځینې وختونه، امنیتي ارزونې بشپړیدل میاشتې وخت اخلي، او ځینې مواردو کې ممکن د امریکا متحده آیالاتو حکومت لخوا امنیتي ترخیص ورنکړل شي.

د RSC کیس کارکونکی د مهاجر په حیث د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره ستاسې د غوښتنلیک په تړاو معلوماتو راټولولو مسؤلیت په غاړه لري. ستاسې دمخه ارزونې مرکې پرمهال، د کیس کارکونکی د دې دلایلو په اړه ستاسې کیسه ثبتوي چې تاسې ولې خپل هیواد پریښود او تاسې ولې احساس کوئ چې تاسې نشئ کولی اوس بیرته خپل هیواد ته ستون شئ.

که چیرې د کیس کارکونکی په ستاسې ژبه نشي غږیدلی، د RSC لخوا به یو ژباړونکی موجود وي. د RSC ژباړونکي عالي روزل شوي او مسلکي دي. د ژباړونکي مسؤلیت دا دی چې تاسې او ستاسې د کیس کارکونکي سره په خبرو او ارتباط کې مرسته وکړي. ژباړونکی به ستاسې کیسه کې هیڅ شی اضافه نکړي یا هیڅ کومه برخه به یې پرې نږدي. هغوی به ټول هغه څه ژباړي چې تاسې او د کیس کارکونکی یې وایی او ستاسې د لفظونو معني کولو کې به هیڅ کوم څه بدل نکړي. که تاسې د ژباړې په اړه کومې اندیښنې لرئ، مهرباني وکړئ په اړه یې ووایی. د دې مرکې پرمهال هروخت تاسې هروخت پوښتنې کولی شئ یا غوښتنه وکړئ چې د کیس کارکونکی پوښتنه تکرار کړي یا په بل ډول یې بیان کړي که چیرې تاسې ورباندې پوهه نشئ یا کوم څه واضح نه وي. تاسې همدارنګه کولی شئ د RSC کارمندانو سره هم وغږیږئ که چیرې د راحتۍ احساس نه کوئ یا احساس نه کوئ چې کولی شئ د خپل ژباړونکي سره په ښه ډول وغږیږئ.

تاسې مکلف یې چې صادق اوسئ. تاسې باید تل صحیح او ریښتیني تفصیلات وړاندې کړئ. ځوابونه هیڅکله مه جوړوئ. که چیرې تاسې د یوې پوښتنې ځواب نه پوهیږئ، تاسې باید ووایی چې نه پوهیږئ. ستاسې ځوابونه باید د امکان ترحد پورې مشخص، صحیح، او بشپړ وي. د کیس کارکونکی به د مهاجر دریځ لپاره ستاسې د ادعا څرنګوالی یا حکایت ثبت کړي، په ځانګړي توګه هغه دلایل چې ستاسې د خپل هیواد پریښودو لامل شوي او تاسې اړ کوي چې بیرته ستون نشئ. دا معلومات به ستاسې دوسیه کې ساتل کیږي کومه چې د امریکا متحده آیالاتو د تابعیت او مهاجرت خدمتونو، یا USCIS ته سپارل کیږي.

محرمیت: د RSC د کیس کارکونکي سره ستاسې ټولې خبرې محرم دي او د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره ملاحظه کیدو موخو لپاره دي. ژباړونکو لوړه کړې ده چې ستاسې د مرکې په جریان کې بحث کیدونکي معلوماتو محافظت به کوي. د RSC کیس کارکونکي او ژباړونکي ستاسې د کیس پایله باندې هیڅ اغیزه نلري. یوازې USCIS کولی شي پریکړه وکړي چې آیا تاسې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر یې.

Image
Prescreening Interview
Image
Prescreening Interview

مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې

مخه ارزونې مرکې ته د ځان سره د خپل شناخت او ستاسې په کیس کې ستاسې د کورنۍ نورو ټولو غړو د شناخت کوم اسناد چې تاسې لرئ د ځان سره یې راوړئ. د مهاجر په حیث، ممکن ستاسې ډیری شخصي اسناد ورک شوي یا له مینځه تللي وي، او دا د درک وړ مسله ده. ستاسې د کیس کارکونکی به تاسې ته ووایی چې آیا نور اسناد لازمي دي. کوم اسناد چې تاسې لرئ باید د هغوی اصل د ځان سره راوړئ؛ که اصل یې نلرئ نو کاپي یې راوړئ.

اندې د هغه اسنادو نوملړ دی چې ستاسې دمخه ارزونې مرکه کې ګټور کیدی شي. که تاسې یې لرئ، نو باید د ملاقات لپاره یې اصل یا کاپیانې د ځان سره راوړئ:

  • د UNHCR د مهاجرت تصدیقونه/د UNHCR د مهاجرت پیژند کارتونه/د UNHCR د راجستریشن اسناد
  • پاسپورټونه یا سفري اسناد (پشمول د تاریخ تیر سفري اسنادو)
  • ملي پیژند کارتونه یا تذکیرې
  • د تابعیت تصدیقونه 
  • د بهرنیانو لپاره د پیژند لنډمهاله کارتونه 
  • د زیږون تصدیقونه
  • نکاح خطونه
  • د طلاق اسناد
  • د واک یا سرپرستۍ اسناد
  • د فرزندۍ منلو اسناد
  • د مړینې تصدیق، که چیرې د تعقیب ادعا پورې تړاو ولري
  • مذهبي اسناد (تمعید، واده، د لنډمهاله واده تصدیق، مړینه)
  • د کار اسناد، که ستاسې د مهاجرت ادعا پورې تړاو ولري
  • تعلیمي اسناد/ډیپلومونه
  • مهم طبي اسناد (معاینات او نسخې)
  • د حمل یا بلارب توب په صورت کې د زیږون اټکلي نیټې سره طبي فورمه
  • د ګواښ خطونه
  • د پولیسو/اردو احضار خطونه
  • د جرمونو لپاره د محکمې اسناد چې تاسې ورباندې تورن شوي یا محکوم شوي اوسئ، په نړۍ کې چې هرچیرې وي
  • ستاسې د قضیې په اړه د رسنیو خپرونې (د ورځپاڼو مقالې، اړوند بریښنالیکونه)
  • نظامي اسناد او نور اسناد لکه د پیژند کارتونه، تصدیقونه، نظامي ترخیص، یا د وسلو ګرځولو جواز
  • د سور صلیب تصدیق (که چیرې د جنګي محبوس په حیث راجستر اوسئ)
  • د سپارښتنې لیکونه، که چیرې ستاسې ادعا پورې اړوند وي
  • د امریکا متحده آیالاتو کې د اړیکو (د امریکا متحده آیالاتو کې واردمخه میشت ملګري او خپلوان) نومونه، پتې او د تلیفون شمیرې

کله چې تاسې RSC یا د مرکې موقعیت ته ورسیږئ، تاسې به د امنیتي تالاشئ (فلز کشف کونکی) څخه تیر شئ او اړ یې چې ټول بریښنایی وسایل، پشمول د ګرځنده تلیفونونو، په یوه خوندي موقعیت کې په RSC کې ستاسې د موجودیت موده کې پریږدئ.

تاسې ممکن د خپلې مرکې نه مخکې په RSC یا د مرکې موقعیت کې اوږد انتظار وکړئ. د RSC کارمندان به هڅه وکړي چې د امکان تر حد پورې ستاسې لپاره دا وخت هوسا او ارام کړي، مګر ستاسې زغم د قدر وړ دی. کله چې تاسې انتظار کوئ که تاسې پوښتنې یا اندیښنې ولرئ، مهرباني وکړئ د انتظار ساحه کې د RSC کارمندانو یا امنیتي افسرانو ته یې راجع کړئ.

تاسې باید تل خپل ماشومان د پاملرنې لاندې ولرئ. مهرباني وکړئ د خپلو ماشومانو لپاره سپک خواړه، پیمپر (که اړین وي)، او نانځکې یا نور فعالیتونو شیان د ځان سره راوړئ ترڅو یې بوخت وساتئ.

ستاسې دمخه ارزونې مرکې په ورځ، د RSC یو کارمند به ستاسې عکس، قد او وزن واخلي. د USCIS یو افسر به د 14 کلونو او ډیر عمر لرونکي هر غوښتونکي د ګوتو نښې واخلي. دا ممکن ستاسې دمخه ارزونې مرکې په ورځ یا ستاسې د USCIS مرکې په ورځ وشي.

تاسې به د یوه ژباړونکي یا د RSC کارمند په واسطه د انتظار ځای څخه ستاسې مرکې ته ویوړل شئ. په یاد ولرئ چې ژباړونکو ته لارښوونه شوې ده چې تاسې سره ستاسې د کیس په اړه ونه غږیږي. مهرباني وکړئ د خپل کیس په اړه تولې پوښتنې خپل د کیس کارکونکي ته راجع کړئ. د RSC ټول د کیس کارکونکي د RSC د شناخت بیج یا کارت په غاړه کوي نو تاسې یې په اسانۍ سره پیژندلی شئ.

تاسې سره به د RSC یوه روزل شوي او وړ کیس کارکونکي لخوا مرکه وشي. د RSC کیس کارکونکی اړ دی ستاسې نه ډیری پوښتنې وکړي. ستاسې ځوابونه USCIS ته سپارل کیږي چې د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره ستاسې د په شرایطو برابرۍ ارزونې لپاره یې وکاروي. موږ پوهیږو چې د دې پوښتنو څخه ځینو ته ځواب ورکول ممکن ستاسې لپاره مشکل وي. موږ دې پروسه کې ستاسې د زغم قدر کوو.

کله چې تاسې خپله مرکه بشپړه کړئ او د خپل کیس کارکونکي لخوا رخصت شئ، تاسې کولی شئ د RSC یا د مرکې موقعیت څخه ووځئ.

مهرباني وکړئ د خپل RSCکیس کارکونکي سره ستاسې دمخه ارزونې مرکې او ستاسې د USCIS مرکې ترمینځ د څو میاشتو وخت اټکل وکړئ. ستاسې غوښتنلیک به هیر یا ورک نشي.

کله چې ستاسې د USCIS مرکې وخت راورسي، RSC به تاسې ته خبر درکړي. په ورته وخت کې، دا خورا مهم دي چې تاسې خپل کیس کې د بدلونونو په اړه د RSC سره په اړیکه کې اوسئ لکه د ماشوم زیږون، د کورنۍ د کوم غړي مړینه، د کورنۍ د کوم غړي واده، یا ستاسې موقعیت یا د اړیکې معلوماتو کې بدلون.