Skip to main content

د استعمال شرایط

د استعمال شرایط

د نړیوال خلاصون کمیټه (IRC) دا ویب سایټ (https://settleinus.org) د دې لپاره ساتي چې تاسې ته زموږ د کار په اړه معلومات درکړي او تاسې ته وړتیا درکړي چې موږ سره آنلاین ارتباط ونیسئ. د IRC ویب سایټ ته لاسرسی او کارول، د IRC ویب سایټ ته لنک او همدارنګه د IRC موادو او مینځپانګې ډاونلوډ کول د دې استعمال شرایطو کې د لاندې ورکړل شوي شرایطو او مقرراتو له مخې دي. که تاسې د استعمال شرایط ټول نه منئ، تاسې نشئ کولی د IRC ویب سایټ ته لاسرسی ولرئ او وې کاروئ، د IRC ویب سایټ ته لنک وکړئ، یا د IRC ویب سایټ څخه د IRC مواد او مینځپانګې ډاونلوډ کړئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې IRC دا حق لري چې د خبرتیا پرته د هر دلیل لپاره هرکله دې د استعمال شرایطو کې بدلون یا سمون راوړي. تاسې تاییدوئ او موافق یې چې تاسې دا ډول بدلونونو څخه د ځان خبرولو مسؤل یې.

ستاسې د IRC ویب سایټ کارول د دې استعمال شرایطو د مقرراتو او شرایطو او همدارنګه د IRC ویب سایټ کې بل چیرې په ګوته شوي نورو شرایطو او مقرراتو سره ستاسې موافقت څرګندوي.

معنوي ملکیت او د سوداګریزې نښې مالکیت

تاسې تاییدوئ او موافق یې چې IRC د IRC د نوم، لوګو، او د IRC نور راجستر شوي سوداګریزو نښو او خدمت نښو (“د IRC نښې”) او همدارنګه د IRC ویب سایټ کې موجود د IRC د موادو او مینځپانګې یوازینی مالک دی.

محدود جواز

د IRC ویب سایټ سره لنک کیدو یا د IRC موادو او مینځپانګې ډاونلوډ کولو په واسطه، تاسې پدې توګه موافق یې چې لاندې ورکړل شوي شرایطو او مقررات په پام کې نیسئ:

استعمال

تاسې پوهیږئ چې تاسې د IRC لوګو (کیڼ) د لنک په توګه نه کاروئ، مګر تاسې د IRC تایید شوي بینرونو او لنکونو څخه د یوه په کارولو د IRC سره لنک کیږئ د دې په پام کې نیولو سره چې تاسې دې د استعمال شرایطو کې ورکړل شوي مقرراتو او شرایطو سره په بشپړ مطابقت کې عمل کوظ. په ځانګړي توګه، تاسې تاییدوئ چې تاسې د IRC لوګو هیڅ بهرني ویب سایټ یا د ټولنیزو شبکو سایټونو لکه فیسبوک یا یوټیوب کې نه کاروئ.

تاسې تاییدوئ او موافق یې چې تاسې یوازې د IRC تایید شوي بینرونه او لنکونه او/یا د IRC مواد یا مینځپانګه د تعلیمي موخو لپاره کاروئ.

تاسې تاییدوئ او موافق یې چې ستاسې د IRC تایید شوي بینرونو او لنکونو او/یا د IRC موادو یا مینځپانګې چې د IRC نښې لري، استعمال د نورو ګرافیکي موادو سره نه ترکیب کوئ؛ نه هم پکې اوښتون راوړل کیږي په هیڅ ډول پشمول د اندازه، تناسب، فونټ، ډیزاین، ترتیب، رنګونو یا موادو کې؛ نه هم متحرک کیږي، نه پکې اوښتون راوړل کیږي یا په بله وینا لیدلوری یا څرګندتیا یې نه تحریف کیږي.

تاسې تاییدوئ او موافق یې چې تاسې د IRC مواد یا مینځپانګه او/یا د IRC تایید شوي بینرونو او لنکونو نه ګټه نه پورته کوئ.

تاسې موافق یې چې تاسې به د IRC مواد او مینځپانګه او/یا د IRC بینرونه او لنکونه د داسې موخو لپاره ونه کاروئ چې د کوم آیالت، هیواد یا قضایی حوزې قوانینو نه سرغړونه وي، پشمول د محدودیت پرته د چاپ حق او سوداګریزې نښې پورې اړوند ټولو قوانینو.

تاسې تاییدوئ او موافق یې چې تاسې د IRC سره خپله اړیکه ناسمه نه وړاندې کوئ.

ستاسې د IRC مواد او مینځپانګه او/یا د IRC بینرونو او لنکونو استعمال باید داسې جوت نکړي یا داسې احساس پیدا نکړي چې IRC ستاسې تولیدات، توکي، خدمتونه یا ویب سایټ تاییدوي، تصویبوي، سپانسر کوي یا پورې تړلی دی.

ستاسې د IRC مواد او مینځپانګه او/یا د IRC بینرونو او لنکونو استعمال باید داسې جوت نکړي یا داسې احساس پیدا نکړي چې IRC به د کومو توکو یا خدمت د پلور څخه ګټه ترلاسه کوي.

ستاسې د IRC مواد او مینځپانګه او/یا د IRC بینرونو او لنکونو استعمال باید پداسې ډول ونه کارول شي چې د احتمال له مخې خلک مغشوش کړۍ، ګمراه کړي، یا فریب ورکړي، یا هم د IRC ګټو باندې معکوس اغیزه ولري.

تاسې تاییدوئ او موافق یې چې تاسې د IRC مواد او مینځپانګه او/یا د IRC بینرونو او لنکونو پداسې طریقو د کارولو څخه منع یې کوم چې IRC د خپل واک په دایره کې د اعتراض وړ ومومي یا په کوم کې چې ناوړه، د نه زغملو وړ تاوتریخوالي، بې خونده، د سپکاوي ډک یا جنسي لیدلوري لرونکي مینځپانګه یا مواد شامل وي. په ځانګړي توګه، د IRC تایید شوي بینرونه او لنکونه باید د هیڅ داسې ویب سایټونو په پاڼو کې ونه لیدل شي چې د الکولي څښاک، تمباکو، لوڅ فلمونو یا پورنوګرافي، مذهبي موادو، د طرفدارۍ موادو، سیاسي موادو یا وسلو لپاره مینځپانګه یا اعلانات پکې موجود وي.

فسخ کول

کولی شي د لامل پرته هرکله ستاسې د IRC مواد او مینځپانګه او/یا د IRC بینرونو او لنکونو د کارولو حق لغو کړي. د لغو کیدو خبرتیا ترلاسه کولو سره، تاسې باید سمدلاسه د IRC مواد او مینځپانګه او/یا د IRC بینرونو او لنکونو نور هرډول استعمال بند کړئ.  IRC حق لري د IRC مواد او مینځپانګه او/یا د IRC بینرونو او لنکونو هرډول کاریدو لغو کولو لپاره مناسب قانوني اقدام وکړي په هغه صورت کې چې IRC تشخیص کړي چې ستاسې استعمال د دې استعمال شرایطو یا په ویب سایټ کې کوم بل چیرې ورکړل شوي د مقرراتو او شرایطو سره سمون نلري؛ د معنوي ملکیت حق یا د IRC یا دریمې ډلې کوم بل حق نقض کوي، د IRC انځور، مخینې یا خدمتونو یا پروګرامونو باندې معکوس اغیزه کوي، د نافذ قوانینو، مقرراتو یا فرمان نه سرغړونه کوي، او/یا منع شوی فعالیت دی

د قانون انتخاب؛ قضایی حوزه

دا د استعمال شرایط باید د هغه آیالت یا هیواد په کوم کې چې تاسې په واقعیت کې میشت یې د قانون موادو سره د ټکر رامینځته کیدو پرته د نیویارک آیالت د قوانینو سره په مطابقت کې مدیریت او تفسیر شي. د دې په تړاو راپورته کیدونکي هرډول ادعاوې، قانوني پروسې یا دعوی باید یوازې د نیویارک آیالت، په نیویارک کاونټي کې وړاندې کړی شي، او تاسې د دې محکمو د قضایی حوزې سره رضایت لرئ.

حل لارې

مهرباني وکړئ خبر اوسئ چې د IRC د چاپ حق، سوداګریزې نښې، یا نورو معنوي ملکیت حقونو نه سرغړونه تاسې د مدني او جنایی سزا او جریمې سره مخ کوي.

بخښنه

تاسې موافق یې چې ستاسې د IRC ویب سایټ، د IRC موادو او مینځپانګې، او/یا د IRC تایید شوي بینرونو او لنکونو غلط او/یا ناسم استعمال له امله راپورته کیدونکي هرډول زیان څخه IRC معاف کوئ او زیان ورته نه رسوئ.

د تضمین مسؤلیت رفع کول

د دې ویب سایټ کې د موادو او مینځپانګو په تړاو هیڅ تضمینونه، استازیتوبونه یا اظهارات، تصریحي یا ضمني نه کوي، پشمول د دې د نښو، او پدې توګه ټول هغه تضمینونو نه انکار کوي او ردوي یې کوم چې شاید د قانون له مخې ضمني وي.  د IRC موادو او مینځپانګې، او/یا د IRC تایید شوي بینرونو او لنکونو کارول یوازې ستاسې په خپل خطر یا په غاړه دی.

د دې ویب سایټ مینځپانګه د امریکا متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، مهاجرینو او کډوالۍ دفتر لخوا تمویل شوي یوه تړون لاندې جوړه شوې، مګر الزامآ د دې ادارې د پالیسۍ استازیتوب نه کوي او د فدرالي حکومت لخوا تایید باید ونه ګڼل شي.