د سېټل اېن (Settle In) په اړه
بیامېشتېدنه ساده شوې
سېټل اېن (Settle In) په متحده ایالتونو کې د ژوند او په متحده ایالتونو کې د بیا میشتیدنې پروسې په اړه د باوري او کره مالوماتو موندلو لپاره ستاسو ترټولو غوره سرچینه ده. د سېټل اېن (Settle In) ډیجیټل پلیټ فارمونه په څو ژبو کې شتون لري او په متحده ایالتونو کې میشته نوي راغلو خلکو ته سرچینې ، مالومات او د هغوی په ژبه خدمتونه چمتو کوي.

زمونږسرچینې
موږ تاسو سره څه مرسته کولی شو؟
Image

په متحده ایالتونوکې دبیامېشتېدنې لړۍ
که چېرې تاسو کډوال یاست او خپل هېواد بېرته نه شی تللی، نو کېدای شي تاسوپه بل هېواد کې د دایمي اوسېدو وړ ووسی. دې ته بیامېشتېدنه وایي تاسو هغه مالومات پیدا کړئ کوم چې د متحده ایالتونو د کډوالو د بیامېشتېدنې د پروسې په اړه ورته اړتیا لرئ.
Image

په متحده ایالتونوکې ژوند
که تاسو د کار په موندلوکې، د خپل نوي ګاونډ په پېژندلوکې مرستې ته اړتیا لرئ، یا غواړئ په متحده ایالاتو کې د ژوند په اړه نور مالومات ترلاسه کړئ، نو سیټل اېن Settle In ټول هغه مالومات لري چې تاسو ورته په خپله نوې ټولنه کې د ځان بسیاینې ترلاسه کولو لپاره اړتیا لرئ.
Image

کره مالومات ومومئ
سېټل اېن (Settle In) په سلګونو سرچینې چمتو کوي چې تاسو سره د متحده ایالاتو د بیا میشتیدنې پروسې او په متحده ایالاتو کې د ژوند په اړه مرسته وکړي. په متحده ایالاتو کې د ژوند او د متحده ایالاتو د بیا میشتیدنې پروسې په اړه تازه مالومات ومومئ.