مرحله 6: راتګ

کله چې تاسې د امریکا متحده آیالاتو کې خپل نهایی منزل ته راورسیږئ، د بیا میشتیدنې ادارې یو استازی به په هوایی ډګر کې تاسې سره وګوري. د بیا میشتیدنې اداره یو غیرانتفاعي سازمان دی چې د USRAP له لارې د امریکا متحده آیالاتو ته د راتلونکي مهاجرینو سره مرستې لپاره د امریکا متحده آیالاتو حکومت سره په شراکت د کار کولو رسمي تړون لري. د بیا میشتیدنې ادارې د لسیزو راهیسې د امریکا متحده آیالاتو کې د ټولې نړۍ نه دلته میشت کیدونکي مهاجرینو سره مرستې کوي. لاندې متحده ایالاتو ته د رارسېدلو په اړه ځان زیات پوه کړئ.

Arrival

   

مرحله 6: راتګ

ستاسې د بیا میشتیدنې اداره د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې د لومړیو 30-90 ورځو لپاره تاسې سره د لومړني خدمتونو په برخه کې د مرسته کولو مسؤلیت په غاړه لري. د بیا میشتیدنې ادارې کارمندان به ډاډ وړاندې کوي چې تاسې د امریکا متحده آیالاتو کې د خپلې لومړۍ میاشت په جریان کې استوګنه ولرئ، او هغوی به داسې کور لټوي چې پاک، مناسب، او په خوندي ګاونډ کې وي. تاسې د امریکا متحده آیالاتو کې د کار کولو قانوني حق او مسؤلیت لرئ او د بیا میشتیدنې اداره به تاسې د استخدام خدمتونو سره وصل کړي. که تاسې د ښوونځي د عمر ماشومان لرئ، هغوی کولی شي وړیا، عامه ښوونځیو ته لاړ شي.

کله چې تاسې د امریکا متحده آیالاتو ته راورسیږئ، تاسې به دلته میشت د نورو خلکو سره یوشان حقونه ولرئ، پشمول د بیان آزادي، د مذهب آزادي، د راټولیدو آزادي، او د خوځښت آزاداي.  تاسې د نظر څرګندولو، خپلو مذهبي چارو کې برخه اخیستلو، یا د ملګرو سره لیدلو لپاره نشئ نیول کیدی یا حبس کیدی. د لومړي کال نه وروسته، تاسې باید خپل د مهاجرت دریځ د دایمي قانوني اوسیدونکي ته واړوئ، او د پنځه کلونو نه وروسته کولی شئ د امریکا متحده آیالاتو د تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ. کله چې تاسې تابعیت ترلاسه کړئ، تاسې به ځایی او ملي ټاکنو کې د رایه ورکولو اجازه ولرئ.

Arrival
Arrival

مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې

د بیا میشتیدنې اداره به د امریکا متحده آیالاتو ته ستاسې د راتګ نه وروسته لږترلږه د 30-90 ورځو لپاره د استوګنې، طبي ملاقاتونو، د دندې لټون ملاتړ، او نورو لازمي خدمتونو په برخه کې مرسته وړاندې کوي. د بیا میشتیدنې اداره همدارنګه ابتدایی لوازم، خواړه، موسم پورې تړلي لازمي کالي، او نور د شخصي پاملرنې توکي ورکوي. تاسې به د کار کولو قانوني حق ولرئ او له تاسې تمه کیږي چې هرڅومره ژر ممکن وي کار ولټوئ او په بشپړ ډول په ځان بسیا شئ.

هو، ستاسې د بیا میشتیدنې اداره به تاسې سره د دندې لټون لاسرسي کې مرسته وکړي کله چې تاسې میشت شئ. د امریکا متحده آیالاتو کې د دندې موندل مهم دي، او ستاسې لومړنۍ دنده شاید په هماغه مسلک یا برخه کې نه وي کوم چې تاسې په خپل هیواد کې درلود. دا د ابتدایی سطحې، غیر مسلکي دنده، او حتی لنډمهاله یا د نیمه وخت دنده کیدی شي. دا چې د امریکا متحده آیالاتو کې د ژوند لګښت لوړ دی نو دا عام او ترډیره لازمي ده چې دواړه نارینه او ښځې د کور نه بهر کار وکړي.

د امریکا متحده آیالاتو ډیری ښارونو کې عامه ټرانسپورټیشن شتون لري. د بیا میشتیدنې پروسې په لړ کې موټر نه ورکول کیږي. د همدې لپاره، دا احتمال شتون لري چې تاسې خپلې لومړۍ دندې ته د تګ لپاره عامه ټرانسپورټیشن باندې تکیه وکړئ.

د امریکا متحده آیالاتو کې د مهاجرینو هیڅ کمپونه شتون نلري؛ نو د همدې لپاره به تاسې په کمپ کې ژوند نه کوئ. استوګنې په یو موقعیت کې له بل موقعیت څخه توپیر لري. په عموم کې، ورکول کیدونکي استوګنې متوسط اپارتمان وي چې د ځایی ټولنې د نورو غړو لخوا ورکړل شوي توکو سره مجهز شوي وي. د اپارتمانونو هغه ودانیو کې په کومو کې چې مهاجرینو ته ځایی ورکول کیږي دا خبره عام ده چې مختلف خلک پکې شتون ولري چې متنوع نژادونه او ملیتونه، کلتورونه، مذهبونه، او شالیدونه لري.

د امریکا متحده آیالاتو کې د مهاجر په حیث منل کیدل تاسې ته لاره برابروي چې دلته د تل لپاره ژوند وکړئ او په نهایت کې د تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ. د امریکا متحده آیالاتو نه بهر د سفر پلان کولو نه مخکې تاسې باید خپل د ځایی بیا میشتیدنې ادارې سره مشوره وکړئ. هر هغه څوک چې د مهاجرت دریځ یا قانوني دایمي اوسیدونکي دریځ لري د امریکا متحده آیالاتو نه بهر ته د سفر کولو لپاره باید د مهاجرت سفري اسناد ترلاسه کړي. دا پاسپورټ ته ورته سند دی او د امریکا متحده آیالاتو ته بیرته داخلیدو لپاره اړین دی. د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې د میشت کیدو پریکړه ستاسې خپل هیواد ته بیرته ستنیدل نه ناممکن کوي، مګر د تابعیت ترلاسه کولو نه مخکې دا کار کول د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې دریځ باندې اغیزه کولی شي.

د سفري اسنادو لپاره غوښتنه کولو په اړه لارښوونې دلته موندلی شئ:

http://www.uscis.gov/sites/default/files/files/form/i-131instr.pdf

د کورنۍ په شرایطو برابر غړي چې ستاسې په کیس کې اوسي او ستاسې سره د امریکا متحده آیالاتو ته راتګ کې مل وي پدغو کې ستاسې خاوند یا ښځه او د 21 کلونو نه کم عمر لرونکي نا واده شوي اولادونه شامل دي. که چیرې ستاسې همسر یا د 21 کلونو نه کم عمر لرونکي ماشومان ستاسې په کیس کې نه وي، نو هغوی ممکن وکولی شي تاسې پسې وروسته د امریکا متحده آیالاتو ته راشي که چیرې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر وي.  تاسې ممکن ځینې انتخابونه د دې لپاره هم ولرئ چې د خپل والدین لپاره غوښتنه وکړئ چې د مهاجرینو په حیث دلته بیرته میشت شي، او ستاسې د مهاجرت وضعیت په پام کې نیولو سره (مهاجر، قانوني دایمي اوسیدونکی، یا د امریکا متحده آیالاتو تبعه)، تاسې ممکن د امریکا متحده آیالاتو ته د خپلو نورو خپلوانو د مهاجرت لپاره د عریضې کولو لپاره په شرایطو برابر اوسئ. وروسته لدې چې تاسې دلته میشت شئ ستاسې د بیا میشتیدنې اداره کولی شي تاسې سره ستاسې د کورنۍ یوځای کیدو هڅو کې مرسته وکړي. پدې اړه نور معلومات چې د چا لپاره تاسې عریضه کولی شئ دلته موجود دي http://www.uscis.gov

Ready to test your knowledge?

Education Settle in app

Download the Settle In App

Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners

Apple Store icon
Get it on Google Play store
Settle In App

Download the Settle In App

With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.