د کډوالو د بیا ابادۍ په اړه ځان پوه کړئ.

که تاسو کډوال یاست او خپل وطن ته بېرته نشئ ستنېدلی، نو تاسو ښايي تل لپاره یو بل هیواد ته د انتقال حقدار یاست. دې ته بیا ابادېدل وايي. د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ د هغوی هیوادونو څخه یو دی کوم چې کډوال بیا ابادۍ لپاره قبلوي. د 1980 څخه راپدېخوا، امریکایانو د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولۍ د پروګرام له لارې د ګردې نړۍ څخه په ملیونونو کډوالو ته هرکلی ویلی دی. لاندې سرچینې د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولۍ د پروګرام په اړه اساسي معلومات وړاندې کوي.

د امریکا متحده آیالاتو د مهاجرینو د منلو پروګرام ته ښه راغلاست.

لاندې سرچینې د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولۍ د پروګرام په اړه اساسي معلومات وړاندې کوي. تاسو دا معلومات د معلوماتپاڼې په توګه هم ډاونلوډ کولی شئ.

آیا متحده ایالاتو کې د ژوند په اړه د معلوماتو په لټون یاست؟

متحده ایالاتو کې د کولتوري بلدتیا او ژوند په اړه ځان نور پوه کړئ. د روغتیا، استوګنځي، زده کړو او نورو په اړه معلومات ومومئ.