مرحله 5: سفر

پدې مرحله کې RSC د مهاجرت نړیوال سازمان یا IOM سره همغږي کوي چې د امریکا متحده آیالاتو ته ستاسې الوتنه مهالویش کړي. د تایید شوي مهاجر په حیث تاسې مستحق یې چې د ټکټانې پرته سفري پور د خپلې الوتنې سفر لګښت پوښلو لپاره ترلاسه کړئ او تاسې باید د ژمنتیا یاددښت لاسلیک کړئ چې په هغه کې تاسې ژمنه کوئ د امریکا متحده آیالاتو ته راتګ نه وروسته په درې نیم کلونو کې دغه سفري پور بیرته تادیه کړئ. لاندې متحده ایالاتو  ته د سفر په اړه ځان زیات پوه کړئ.

Travel

ددې پاڼې په معلوماتو ځان پوهولو لپاره یوه بڼه غوره کړئ. تاسو یوه ویډیو کتلی شئ، یوه معلوماتپاڼه ډاونلوډ کولی شئ، یا یو پوډکاسټ اورېدلی شئ. هر غوراوی یو ډول معلومات وړاندې کوي.

مرحله 5: سفر

مخکې لدې چې تاسې خپل لوازم خرڅ کړئ، خپله دنده پریږدئ یا خپل کور پریږدئ باید تر هغه وخت پورې انتظار وکړئ چې ستاسې د سفر تفصیلات د IOM لخوا تایید شي.

د سفري ترتیباتو په تړاو به تاسې لاندې مرستې ترلاسه کړئ:

  • د سفري اسنادو ترلاسه کول پشمول د وتلو اجازه، هرکله چې ممکن وي، او د ټرانزیټ او ننوتلو ویزې.
  • د وتلو نه مخکې لارښود:

ستاسې د کلتوري لارښود روزنه کې ورکول کیدونکي سفر پورې تړلي معلوماتو سربیره، تاسې د الوتنې مهالویشونو، د هوای لیکې مقرراتو، د ګمرک شرایطو، او د ځانګړې مرستې په تړاو اضافي معلومات ترلاسه کوئ چې تاسې یې په ټرانزیټ کې د ترلاسه کولو تمه کوئ او کله چې تاسې د امریکا متحده آیالاتو ته راورسیږئ.

  • هوایی ډګرونو ته ټرانسپورټیشن او الوتکې ته ختلو کې مرسته:

اسې سره به د الوتنې چیک این یا کتنه کې مرسته وشي، او همدارنګه په هوایی ډګر کې د ګمرګ او مهاجرت رسمي مواردو کې.

  • عملیاتي او طبي ملتیاوې:

د سفر پرمهال ځانګړې مرستې ته اړتیا لرونکي مسافرینو ته به د اړتیا پرمهال مرسته برابریږي.

  • په ټرانزیټ کې مرسته:

تاسې سره به د IOM یا د IOM لخوا قرارداد شوي خدمت وړاندې کونکو لخوا د نښلونکي الوتنو په اړه لارښود، لازمي بوکینګ تنظیماتو، او د اړتیا په صورت کې د ټرانزیټ پرمهال خواړو او استوګنې په برخه کې تاسې سره مرسته کیږي.

  • د راتګ مرسته:

د امریکا متحده آیالاتو ته ننوتلو بندر کې به د IOM کارمندان تاسې سره وګوري او د نښلونکي الوتنو د لوري پشمول د ننوتلو رسمي مواردو کې به درسره مرسته وکړي. د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې اخرني منزل کې به د با میشتیدنې ادارې استازی تاسې سره وګوري.

Travel
Travel

مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې

د وتلو نه مخکې تاسې د ژمنتیا یاددښت لاسلیک کوئ چې پدې کې تاسې ژمنه کوئ چې په خپل کیس کې د هر چا لپاره د الوتنې سفر لګښت به بیرته تادیه کوئ. د امریکا متحده آیالاتو ته رارسیدو نه وروسته، تاسې دغه بې ټکټانې پور بیرته تادیه کولو لپاره 42 میاشتې وخت لرئ. د پور بیرته تادیه کول عمومآ د رارسیدو نه وروسته په شپږ میاشتو کې پیلیږي. تاسې باید پور د پور یاددښت کې لیکل شوي میاشتني تادیاتو په چوکاټ کې تادیه کړئ. میاشتني تادیات باید د ژمنتیا یاددښت کې ټاکل شوي د بیا میشتیدنې ادارې ته ولیږل شي. د بیا میشتیدنې اداره بیا دغه پیسې بیرته IOM ته ورکوي چې د نورو خلکو د میشتیدنې لپاره بسپنه چمتو شي. په چټک ډول د سفري پور بیرته ورکول د سفري پور پروګرام ټیکاو کې ونډه لري او تاسې سره مرسته کوي چې د امریکا متحده آیالاتو کې د ښه کریډیټ درجه ترلاسه کړئ. که تاسې د خپل پور تادیه کولو کې کوم مشکلات لرئ نو تاسې باید خپل د بیرته میشتیدنې ادارې سره وغږیږئ؛ په ځینې شرایطو کې د پور د تادیه کولو مقدار راکم کیدی شي یا د بیرته تادیه کولو موده غزول کیږي. دا مهم دي چې تاسې د راتګ پرمهال د خپل ژمنتیا یاددښت په اړه خپل د بیا میشتیدنې ادارې سره وغږیږئ.

د وتلو نه مخکې، IOM د سامان محدودیتونو په اړه او هغه شیان چې راوړل یې د امریکا متحده آیالاتو ته منع دي په اړه معلومات ورکوي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د سامان راوړلو مقررات خورا سخت دي او IOM نشي کولی چې د اضافي سامان لپاره تادیه وکړي یا یې مسؤلیت په غاړه واخلي. که تاسې اضافي سامان ولرئ، نو تاسې ممکن اړ کړی شئ خپل ډیری شخصي توکي په هوایی ډګر کې وغورځوئ ترڅو ستاسې د مجاز سامان حد پوره شي.

په عموم کې، ټاکلی سامان عمومآ د هر ټیکټ لرونکي مسافر لپاره د 23 کیلوګرام یا 50 پاونډ دوه کڅوړو پورې محدود وي (په استثنا د تنکي ماشومانو چې هغوی په بار کې د سامان وړلو مستحق ندي). په ځینې مواردو کې، د ځینې هوایی شرکتونو لخوا په بار کې وړل کیدونکي سامان یوازې یوې کڅوړې درلودو اجازه وي. لاسي سامان یا ځان سره الوتکې ته وړل کیدونکی سامان عمومآ د هر مسافر لپاره یوازې یوې کڅوړې یا بیګ پورې محدود وي. دودیز لاسي سامان، همدارنګه نور شیان لکه د لپ ټاپ بیګونه، د موسیقي وسایل، او نور ورته مواد د لاسي سامان یوه بیګ یا کڅوړې په توګه ګڼل کیږي.

ستاسې د وتلو نه مخکې به IOM ډاډ وړاندې کړي چې تاسې د امریکا متحده آیالاتو ته د خپل سفر نه مخکې د مجاز سامان په اړه تفصیلي معلومات لاسته راوړئ.

Ready to test your knowledge?

Education Settle in app

Download the Settle In App

Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners

Apple Store icon
Get it on Google Play store
Settle In App

Download the Settle In App

With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.