د Settle In په اړه

Settle In کې تاسو ته هرکلي وایو. په متحده ایالاتو کې د پر ځای کیدو په اړه د باور وړ او دقیق معلومات موندلو لپاره Settle In ستاسو غوره ځای دي.

عمومي کتنه

Settle In ډیجیټل پلیټفارم په څو ژبو کې شتون لري او په متحده ایالاتو کې د ژوند په اړه د مختلفو موضوعاتو په اړه ویډیوګانې، پوډ کاسټونه، او نورې سرچینې چمتو کوي.

د Settle In ویب پاڼه

د Settle In ویب پاڼه په سلګونو سرچینې لري په شمول ویډیوګانې، پوډ کاسټونه، او رېښتیائې پاڼې. په موضوعاتو کې کلتوري سمون، کارموندنه، کورونه، د متحده ایاالتو قوانین، او نور شامل دي. په لاندې ژبو کې شتون لري: عربي، برمایي، دري، انګلیسي، فارسی، کینیاواندا، پښتو، روسي، سومالیایي، هسپانوي، صواهیلي او اوکرایني.

د Settle In اپلیکیشن

د Settle In اپ لنډې ویډیوګانې، متقابل درسونه، او د زده کړې پرمختګ د انعام او تعقیب لپاره بیجونه لري. د ایپل سټور یا ګوګل پلی څخه ډاونلوډ کړئ. په لاندې ژبو کې شتون لري: عربي، برمایي، دري، انګلیسي، کینیاواندا، پښتو، روسي، هسپانوي، او صوهیلي.

Apple Store icon
Settle In په فیسبوک کې

په فیسبوک کې د Settle In له لارې کاروونکي کولی شي چې د تازه معلومات ترلاسه کړي، مستقیم پیغامونه واستوي او د خپلو پوښتنو لپاره به په خپله ژبه کې ملاتړ ترلاسه کړی، او نېغ په نېغ به په پیښو کې ګډون وکړئ. په لاندې ژبو کې شتون لري: دري، پښتو، روسي، او اوکریایني.

د Settle In په ښه کولو کې مرسته وکړئ

د Settle In ښه کولو لپاره مرسته کول غواړی؟ زمونږ سروی کې برخه واخلې. ستاسو نظر به له موږ سره مرسته وکړي چې Settle In ته وده ورکړي د نورو لپاره چې په متحده ایالاتو کې پر ځای کیږي.

About Settle In

اړوندې سرچینې