کلتوري لارښود
د امریکا متحده آیالاتو ته ستاسې د ورتګ نه مخکې یو وخت کې، د بیا میشتیدنې ملاتړ مرکز ستاسې لپاره د کلتوري لارښود ټولګی مهالویش کوي چې ګډون پکې وکړئ چې پدغه کې تاسې د امریکا متحده آیالاتو ته د خپل سفر په اړه او چې کله ورسیږئ نو څه شي تمه وکړئ په اړه ارزښت لرونکي معلومات ترلاسه کوئ. لاندې د کولتوري بلدتیا په اړه ځان زیات پوه کړئ.
مرحله 4: کلتوري لارښود
کلتوري لارښود تاسې ته د امریکا متحده آیالاتو د کلتور او قوانینو په اړه د عملي معلوماتو درکولو له لارې د بیا میشتیدنې لپاره تاسې چمتو کوي. کلتوري لارښود تاسې سره مرسته کوي چې ریالستیک او واقعیی توقعات ولرئ او په خپل نوي چاپیریال کې د بریالیتوب لپاره اړین مهارتونه او کړنې زده کړئ. USRAP د لسیزو تجربو پربنسټ د کلتوري لارښود نصاب جوړ کړی دی. د کلتوري لارښود ټولګیو ته د څو ژبي، څو ملتیي کارمندانو لخوا ښوونه او تدریس کیږي چې هغوی تاسې سره مرسته کوي د ادغام ننګونې اټکل کړئ او ډیری هغه پوښتنې ځواب کوي چې تاسې یې ممکن د امریکا متحده آیالاتو کې د میشت کیدو په اړه ولرئ.
مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې
کلتوري لارښود روزنې برنامې د دې لپاره دي چې تاسې سره مرسته وکړي د امریکا متحده آیالاتو کې خپل نوی ژوند تنظیم کړئ. د پوښښ لاندې موضوعاتو کې شامل دي:
- د بیا میشتیدنې ادارې رول
- استخدام
- استوګنه
- تعلیم
- روغتیا
- د ټولنې خدمتونه
- حقونه او مسؤلیتونه
- د انګلسي ژبې زده کړه
- د پیسو مدیریت
- ټرانسپورټیشن
- کلتوري سازګاري
ستاسې لپاره چې ډیره ګټه ورنه واخلئ، د کلتوري لارښود ټولګي داسې ډیزاین شوي چې مشارکتي او تعاملي دي. موږ په کلکه د کورنۍ په شرایطو برابر ټول غړي هڅوو چې ګډون پکې وکړي.
ځینې وختونه داسې برابریږي چې په کلتوري لارښود کې ګډون کول ممکن نه وي. پداسې حالاتو کې تاسې ته لیکلي مواد درکول کیږي چې د امریکا متحده آیالاتو کې د ژوند لپاره خپل ځان چمتو کړئ. تاسې هڅول کیږئ چې د تګ نه مخکې ټول مواد ښه ولولئ. تاسې به نور کلتوري لارښود د امریکا متحده آیالاتو کې ترلاسه کړئ.
Ready to test your knowledge?
Download the Settle In App
Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners
Download the Settle In App
With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.