مرحله 3: طبي معاینه

که ستاسې کیس مخته لاړ شي نو تاسې او ستاسې کیس کې ستاسې د کورنۍ هر غړي لپاره به الزامي طبي معاینه مهالویش شي. مهرباني وکړئ د خپل ملاقات لپاره ټول شته طبي او د واکسینو ریکارډ ځان سره راوړئ. دا د بیا میشتیدنې پروسې پرمهال او امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې د راتګ نه وروسته د مناسب روغتیا پاملرنې ترتیباتو لپاره خورا مهم دي. د طبي معاینې اعتبار د 3 نه تر 6 میاشتو پورې دی. تاسې ممکن اړ اوسئ بله طبي معاینه وکړئ که چیرې تاسې د خپلې لومړۍ طبي معاینې د نهایی نیټې نه مخکې د امریکا متحده آیالاتو ته لاړ نشئ. لاندې د طبي سکریننګ د پروسې په اړه ځان زیات پوه کړئ.

Medical Screening

 

 

مرحله 3: طبي معاینه

طبي معاینات د دې لپاره دي چې ډاډ لاسته راشي تاسې د امریکا متحده آیالاتو ته د ننوتلو لپاره طبي شرایط پوره کوئ، د سفر لپاره روغ یې، د اړتیا په وخت کې مناسب طبي مرسته ترلاسه کړئ، او نورو سفر کونکو ته خطر پیښ نکړئ.

په طبي معاینه کې دا لاندې موارد شامل دي:

  • د عامې روغتیا د اهمیت شرایطو ارزونه
  • د هغه ناروغیو او روغتیایی وضعیت پیژندل چې د وتلو نه مخکې، سفر، او د بیا میشتیدنې د راتګ نه وروسته پړاونونو کې اضافي ترتیباتو ته اړتیا لري
  • د سفر لپاره د فټنس ارزونې، درملنه، او طبي ملتیا، کله چې اړینه وي*

د جدي طبي شرایطو یا ناروغۍ لرونکي افرادو ته به طبي ملتیا وټاکل شي چې د امریکا متحده آیالاتو ته د هغوی د سفر پرمهال ملاتړ وړاندې کړي

Medical Screening
Medical Screening

مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې

ستاسې د معاینې پرمهال، او ستاسې د عمر په پام کې نیولو سره، تاسې تمه کولی شئ:

  • چې ستاسې د وینې فشار، ونه یا قد، وزن او لید معاینه شي
  • ستاسې وینه اخیستل کیږي
  • د سینې ایکس ری اخیستل کیږي
  • فزیکي معاینه کیږي
  • واکسین درته کیږي

کله چې تاسې خپله طبي معاینه بشپړه کړئ، د پایلو نهایی کیدل او د بیا میشتیدنې ملاتړ مرکز څو اونۍ وخت نیولی شي. د دې پروسې د برخې په توګه، تاسې ممکن اړ شئ نور معاینات هم وکړئ. پدې صورت کې د بل ملاقات مهالویش کولو لپاره ډاکټر یا د RSC کارمندان تاسې سره اړیکه نیسي. د طبي معاینې فورمې د فزیکي معاینې وروسته له 3 تر 6 میاشتو پورې اعتبار لري او د بیا میشتیدنې نورو پروسو او معایناتو په پام کې نیولو سره، تاسې ممکن اړ شئ بل وار بیا له روغتیایی پلوه وارزول شئ.

Ready to test your knowledge?

Education Settle in app

Download the Settle In App

Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners

Apple Store icon
Get it on Google Play store
Settle In App

Test your Knowledge

With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.