حقونه او مسوولیتونه

:تازه یا آپډېټ شوي10/15/2024
په متحده ایالاتو کې قوانین د ټولو خلکو د حقونو ساتنه کوي. تاسو باید په قانون ځان پوه کړئ او له هغو پیروي وکړئ. تاسو باید په دې ځان پوه کړئ چې که قانون مات کړئ نو څه به کېږي. د قانون ماتول د جریمو یا زندان سبب کېږي او ستاسو د کډوالۍ په حیثیت اغېز کوي. حتی کیدای شي چی له هیواده هم وشړل شئ.

څلور هغه بنسټیز حقونه چې باید په یاد یې وساتئ:

  1.  تاسو مدني حقونه لرئ، د بېلګې په توګه د بیان او دین ازادي.

  2. تاسو د کار کولو حق لرئ. هېڅوک نه شي کولی چې ستاسو د نسل، دین، جنسیت یا ملي اصلیت له امله تاسو ته د کاري دندې له درکولو انکار وکړي.

  3. ټول کوچنیان چی عمرونه یی له ۱۸ کم وي، حق لري چې له زیانه خوندي وي او ساتنه یې وشي.

  4. که تاسو د یو جرم قرباني یاست، نو تاسو حق لرئ چې د قانوني اقدام غوښتنه وکړئ. د یوه جرم په اړه راپور ورکولو لپاره پولیسو سره اړیکه ونیسئ. که بېړنی حالت وي، نو ۹۱۱ ته زنګ ووهئ.

Image
A wooden gavel resting on its sound block, symbolizing authority and justice. The gavel is polished and placed on a wooden surface.
Image
An empty courtroom featuring wooden furnishings, a judge's bench, jury seats, and a witness stand. The room is well-lit with chandeliers hanging from the ceiling, and an American flag is visible behind the judge's bench.

څلور هغه بنسټیز مسؤلیتونه چې باید پیروي ترې وشي:

  1. بل چاته زیان رسول یا ټپي کول، که د کورنیۍ غړي هم وي، غیر قانوني عمل دی. په زیان رسولو کې ازارول، جنسي تیری او کورنی تاوتریخوالی شامل دي.

  2. په یو چا د هغه/هغې له رضایت پرته په زور یو څه تر سره کول، ناقانونه کار دی. هېڅوک تاسې نه شي اړ ایستلی چې واده وکړئ او نه درباندې بې معاشه کار کولی شي.

  3. ماشومانو سره ناوړه چلند کول یا ماشومان د بالغ کس له څارنې پرته پرېښودل، ناقانونه کار دی.

  4. د ځانګړو نشه يي توکو لکه هیروینو او کوکاینو اخیستل، خرڅول یا کارول، ناقانونه کار دی.

Image
A view of the United States Supreme Court building, featuring its grand neoclassical architecture with tall columns and a detailed pediment. An American flag is flying in front of the building, and the scene is set against a clear blue sky.

دوه نور مهم قوانین چې باید ویې پېژنئ:

  1. د دې لپاره چې الکولي مشروبات واخلئ او و یې څښئ، نو ستاسې عُمر باید ۱۲ کاله وي

  2. موټر چلولو لپاره باید د موټر د چلولو لایسنس ولرئ.

تاسو په همدی ډول باید د ایالت او په سیمه ییزو قوانینو ځان پوه کړئ. دې کې عامه ځایونو او کورونو کې د سګریټو څکلو او پرته له لایسنس څخه ماهیانو نیولو او ښکار کولو سره اړوند قوانین شامل دي.

په یاد وساتئ: په متحده ایالاتو کې ډېر قوانین شته. د یوه قانون نه پېژندل دا معنا نه لري چې که هغه قانون مات کړئ نو جزا به نه درکول کېږي.

Image
Screenshot of Settle In app
Image
App Icon

د سېټل اېن Settle In App ډاونلوډ کړئ

د خپل د زده کړې د پرمختګ تعقیبولو لپاره لنډو ویډیوګانو، تعاملي درسونو او نښونښانو ته لاسرسی ومومئ. سېټل اېن Settle In ستاسو د بیا میشتیدنې سفر په جریان کې ستاسو د لارې ملګری دی.

Was this article helpful?
2
0