په متحده ایالتونوکې کرایي کورونه

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
په متحده ایالتونوکې ډیری خلک کورونه په کرایه نیسي یا شریک کورونه نیسي. کله چې تاسو د کورپه لټه کې یاست، د خپلې بودېجې، د خپل د ځای د اساسي کرایې، اوهمداراز د کورو دپاره د نورواړینو توکو په اړه پوهېدل مهم دي.

په متحده ایالتونوکې د کرایي کور په اړه

د کور اصلي ډولونه لوی او کوچني اپارتمان لرونکي ودانۍ دي، ډوپلیکسونه، هغه کورونه چې د اپارتمانونو په ډول ویشل شوي، او ګډ کورونه چیرې چې تاسو کولای شئ یوه کوټه کرایه کړئ. 

 کرایي اپارتمانونه، ډوپلېکسونه او کورونه یو پخلنځی، د ناستې او د ډوډۍ خوړولویوه خونه، د خوب خونه او یو یا ډېر تشنابونه لري.  

ګډ کورونه ګډ پخلنځی، د خواړو ځایونه، او ډیری وختونه شریک تشنابونه لري. 

د موجود کور ډولونه په موقعیت پورې اړه لري. تاسو به اکثرا په لویو ښارونو کې د کرایې لپاره اپارتمانونه ومومی. 

د ښار څخه بهر، په کلیو یا کوچنیو ښارونوکې به تاسو ګډ اپارتمانونه، کوچني کورونه او عام کورونه ومومی.  

 

کله چې تاسوکور په کرایه نیسی نوتاسوهره میاشت یو ندازه ټاکل شوې پیسې د کرایې په نوم د جایداد مالک اویا هم مدیر(مسئول) ته د میاشتې په پای کې ورکوی.

ډېری وخت به تاسو د کرایې تړون چې اجاره لیک هم ورته ویل کیږي لاسلیک کړی.

اجاره لیک ددې تضمین کوې چې تاسو په یوه کرایي کورکې د یو اندازه ټاکل شوې میاشتنې کرایې له مخې د یوې ټاکل شوې مودې دپاره پاتې کیدای شی.

Image
Rental Housing
Image
Rental Housing

د کور د لټون څخه وړاندې

تاسو د کور د لټون څخه وړاندې باید د خپلې بودیجې او د خپلې خوښې سیمې په اړه باید بشپړ مالومات او پوهه ولرئ.

خپل د کوراړتیاوې باید وپېژنئ، چې کوم شیان باید خوندي او په امن کې وساتی، په ځانګړي توګه که تاسو سره ستاسو کوم معیوب خپلوان ژوند کوي.

همدارارز، خپله دنده، د خوراکي توکو پلورنځي، ښوونځي، د ټولنې مرکزونه، کتابتونونه، او عامه ترانسپورت چیرته دي.

په پای کې، د کورنۍ او د ټولنې ملاتړ یا مرستې ته د لاسرسۍ په اړه هم باید فکر وکړئ.

 

ستاسو بودیجه به تاسو سره مرسته وکړي چې پوه شي چې تاسو د میاشتني کور لپاره څومره پیسې ورکولی شئ، کوم چې معمولا ستاسو ترټولو لوی لګښت دی.

په عمومي ډول، په متحده ایالتونوکې خلک هڅه کوي ترڅو د خپل خالص عاید (مالیې وروسته)  تر ۳۰٪ ډېرې پیسې پر کرایې مصرف نکړي.

په هرحال، نوي راغلي وکړي کیدای شي خپل عاید ۴۰٪ یا ۵۰٪ مصرف کړي ترڅو هغه کور چې دوی ورته اړتیا لري ترلاسه کړي.

Image
Rental Housing

د ارزانه کورونو پیدا کوول

په متحده ایالتونوکې استوګنځي ګران دي، په ځانګړي توګه د هغوکسانودپاره چې عاید یې لږ وي. خو په دې برخه کې مرستې شتون لري.

ستاسو سپانسر (ملاتړی) یا سپانسرګروپ، ستاسو د بیامېشتېدنې اداره یا د ښه راغلاست نورې ټولنې لکه د امریکورپس (AmeriCorps) کولای شي تاسو سره  د کورموندنې د سرچینو په برابرولوکې مرسته وکړي.

Image
Rental Housing

مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې

په متحده ایالتونوکې یادې وېب پاڼې لکه: زیلو، Zillow, Apartments.com, ، Trulia, او  RentCafe موجود کورونه ښایي. تاسو کولای شئ  خپلې خوښې ځای او بودیجې پراساس دخپل او خپلې کورنۍ د استوګنې د اړتیاپوره کوولو لپاره له پورته یادو شویو وېب پاڼو څخه کار واخلئ. 

د ګډ عاید او عامه کورونو دپاره لګښتونه توپیرلري. د ارزانه کورونو پروګرام لکه، د خوښې هستوګنځیو پروګرام او ټیټ کرایه لرونکي کورونه کولای شي چې د کرایې په کموولو او یا هم د هستوګنې په برابروولوکې مرسته وکړي. که تاسو د ارزانه کورونو یا هستوګنځایونو په پیداکولوکې مرستې ته اړتیا لری نو له خپلې سیمه ییزې عامه کورموندنې له ادارې سره اړیکه ونیسئ.
 

  • د مارکیټ نرخ کرایه کورونه یا اپارتمانونه هغه کورونه یا اپارتمانونهدي چې مالک یې کولی شي هر ډول بیه ورته وټاکي. کیدای شي یاد کورونه خورا ګران وي، او لګښت کیدای شي موقعیت پورې اړه ولري. 

  • د ګډ عاید کوریا هستوګنځای کله چې د اپارتمان ودانۍ یا د ښارګوټي پراختیا د بازار په کرایه کې ځینې کورونه ولري. د ګډ عاید کور لږ ګران دی ځکه چې کور د ټیټ عاید لرونکو خلکو لپاره بیه یې کمیږي. دا کورونه معمولا پلورنځیو، ښوونځیو، کلینیکونو او عامه ترانسپورت ته نږدې وي. 

  • عامه کورونه یاهستوګنځي چې د دولت لخوا جوړ او پیسې یې ورکول کیږي. کرایه د مالیې وروسته د کورنۍ عاید پراساس ده. ډیری امریکایان د عامه کور ترلاسه کولو لپاره د انتظار په لیست کې دي، نو کله ناکله د نویو راغلو کسانو لپاره د عامه کورونو لپاره د شرایطو وړ کېدل یا پوره کوول ستونزمن وي. 

  • د کور 8 برخه( سېکشن 8 Section) ، چې د کور د غوره کوولو پروګرام هم ورته ویل کیږي، چې حکومت د ځمکې مالک یا د ملکیت مالک ته د کرایې د یوه برخې په ورکولو سره د کرایه ورکوونکي سره مرسته کوي. هرڅوک د دې پروګرام  لپاره وړ ندي ، او تاسو باید غوښتنلیک ورکړئ او ځینې وړتیاوې (شرایط) پوره کړئ. 

که تاسو د ارزانه کور موندلو په برخه کې مرستې ته اړتیا لرئ، د مرستې لپاره د خپل ځایی بیا میشتیدنې ادارې، ملاتړکوونکي(سپانسرشپ) ګروپ، یا د محلي کور جوړونې ادارې سره اړیکه ونیسئ. 

ستاسواجاره لیک به تاسو ته په ډاګه کړي چې ستاسو په کرایه کې کوم لګښتونو شامل او تاسویې مسئولیت لری او کله یې باید ادایینه وکړی. کله چې تاسو یو اپارتمان یاکور په کرایه نیسی نو تاسو باید یو اندازه اضافه پیسې چې امنیتي زیرمه ورته ویل کیږي ورکړی ترڅود کورڅخه د کډه کوولو وروسته  په کورکې د هرډول زیان او ستونزو د ترمیم اوجوړوونې لګښت ترپوښښ لاندې ونیسي.  کیدای شي تاسو د لومړۍ او وروستۍ میاشتې کرایه هم ورکړی.  

 

تاسو کیدای شي د نورولګښتونو لکه د خځلو (کثافاتو) د وړولو، د حشراتو د کنټرول، د برېښنا، ګاز، اوبو او وای فای انټرنټ پیسې هم ورکړی. د ټولو لګښتونو په اړه پوهېدل اړین او مهم دي ترڅو تاسو خپله بودیجه ورته برابره کړی.

Was this article helpful?
0
0