د امریکا متحده ایالاتو قانون: د قانون حاکمیت

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
د امریکا متحده آیالات داسې یوه سیسټم په واسطه اداره کیږي چې موخه یې د نظم ډاډ وړاندې کول دي او د قوانینو له لارې د خلکو محافظت او د دغه قوانینو د تنفیذ لپاره پروسو ډاډمن کول دي. دې ته اکثر د “قانون حاکمیت” ویل کیږي. د امریکا متحده آیالاتو کې قوانین د امریکا متحده آیالاتو اساسي قانون کې په ګوته شوي اصول او حقونه تعقیبوي. د امریکا متحده آیالاتو کې ټول خلک، پشمول د مهاجرینو د دې قوانینو په واسطه محافظت کیږي او پدې قوانینو باندې د پوهیدو او تعقیبولو مسؤلیت په غاړه لري.
Image
A wooden gavel resting on its sound block, symbolizing authority and justice. The gavel is polished and placed on a wooden surface.

"د خلکو حکومت، د خلکو په واسطه، د خلکو لپاره"

 

ه 1863 کې د امریکا د کورنۍ جګړې اوښتونکي موقع کې د وینا پرمهال وړاندې شوي د ولسمشر ابراهم لنکن دا ټکي د مرکزي دموکراتیک طرحه تجسم کوي. په دیموکراسي کې، حکومت د ټاکل شوي چارواکو څخه جوړیږي څوک چې د هغه خلکو استازیتوب کوي کومو چې دوی ته رایه ورکړې ده. د دې انتخاب شوي استازو له لارې، او د رایه ورکولو پروسې او نورو مدني فعالیتونو له لارې، خلک د قوانینو جوړولو پروسه کې د ښکیلتیا لپاره ځواکمن کیږي کوم چې هیواد اداره کوي او د هغوی محافظت کوي. مدني ښکیلتیا یو مهم حق دی او د ټولو خلکو مسؤلیت دی.

 

قوانین څنګه جوړیږي؟

 

د امریکا متحده آیالات فدرالي حکومت لري؛ د امریکا متحده آیالاتو کې ټول 50 آیالتونه آیالتي حکومت لري؛ او په هر آیالت کې هره ښاروالۍ ځایی حکومت لري. فدرالي قوانین د فدرالي حکومت مقننه قوې (کانګریس) لخوا وړاندیز کیږي او جوړیږي، د اجرایه قوې (ولسمشر او وزارتونه او ادارې) لخوا تصویبیږي، او د قضایی قوې (د فدرال د محکمو سیسټم، پشمول د سترې محکمې) لخوا نافذیږي. دا حدود اساسي قانون ټاکي چې د قانون یوه برخه آیا د فدرالي حکومت یا هم د آیالتي یا ځایی حکومتونو لومړنی مسؤلیت دی.

د حکومتولۍ همدې ورته مقننه، اجرایه او قضایی څانګو سیسټم په کارولو سره، آیالتي حکومتونه د فدرالي حکومت لخوا جوړ شوي قوانینو د وضاحت او تنفیذ لپاره کار کوي او نور قوانین جوړوي کوم چې د هغوی آیالتونه اداره کوي. آیالتونه همدارنګه ځایی حکومتونه ټاکي او هغوی ته د قوانینو جوړولو واک ورکوي. لدې چې فدرالي، آیالتي او ځایی حکومتونه ټول قوانین جوړوي، نو قوانین په یو او بل آیالت کې سره توپیر کولی شي او حتی په یوه او بله ښاروالۍ کې هم سره مختلف کیدی شي. د مهاجرینو لپاره دا مهم دي چې ورباندې پوهه شي ځکه چې هرڅوک اړ دی چیرې چې اوسیږي د آیالت او ځایی قوانین تعقیب کړي.

 

قوانین په چا پلي کیږي؟

 

د امریکا متحده آیالاتو کې هیڅ څوک د هغوی ټولنیزې رتبې، مالي دریځ، یا کوم بل امتیاز په پام کې نیولو پرته د قانون نه دباندې ندي. ورته قوانین په ټولو پلي کیږي. د قانون نه خلاصون لپاره بډې ورکول غیرقانوني کار دی حتی د کومو ځانګړي امتیازاتو یا استثنآتو لپاره کوم چارواکي ته بډې او رشوت ورکولو هڅه کول هم د سزا وړ جرم دی.

قانون ته بې توجهي په عموم کې د قانون څخه معافیت تضمین ندی. هغه خلک چې په ناپوهي کې قانون مات کړي باید پایلو سره یې مخ شي، حتی که د قانون ماتولو نیت یې هم نه درلود.

 

د مناسب پروسې حق

 

که چیرې کوم څوک قانون مات کړي، د مناسب پروسې حق لري. د مناسب پروسې حق د ټاکلي حقوقي طرزالعملونو د کارولو له لارې د عادلانه چلند حق دی که چیرې په جرم تورن شي. د امریکا متحده آیالاتو کې، د مناسب پروسې حق د امریکا متحده آیالاتو اساسي قانون پنځم تعدیل کې راوړل شوي، په شپږم او څوارلسم تعدیلاتو کې د عادلانه محکمې تضمین شوی دی.

Image
A view of the United States Capitol building in Washington, D.C., featuring its iconic dome and neoclassical architecture. The building is set against a blue sky with some clouds.
Image
An empty courtroom with a large wooden bench and five high-backed chairs for judges. The room is decorated with wood paneling and lit by ornate lamps. An American flag and another flag stand to the side.

پنځم تعدیل د مناسب پروسې حق ورکوي که چیرې یو شخص په یوه جرم تورن شوی وي یا که چیرې د دغه شخص د ملکیت ګټې د حکومت لخوا اخیستل کیږي. دا د ورته جرم لپاره دوه ځله د یوه شخص تورن کول منع کوي. علاوه لدې، دا وایی چې یو شخص په جنایی قضیه کې د خپل ځان پروړاندې شاهدي ورکولو ته نشي مجبور کیدی، او دا چې د یوه شخص شخصي ملکیت د مناسب تاوان د تادیه کولو پرته د عامه استعمال لپاره نشي اخیستل کیدی.

 

شپږم تعدیل وایی چې په جرم تورن شخص د بې پرې منصفه هییت لخوا د چټک او عامه محکمې، او حقوقي وکیل ته د لاسرسي حق لري. یو شخص دا حق هم لري چې د هغه یا هغې پروړاندې تورونو نه خبر کړی شي. علاوه لدې، دا هم وایی چې تورن شخص حق لري د هغه پروړاندې شواهدو سره مقابله وکړي او په خپله دفاع کې شواهد وړاندې کړي.

 

څوارلسم تعدیل آیالتونه د داسې قوانینو جوړولو یا نافذ کولو څخه منع کوي کوم چې د امریکا متحده آیالاتو اساسي قانون لخوا ورکړل شوي ډیری حقونو سرغړونه کوي. په هرصورت، څوارلسم تعدیل دا نه وایی چې آیالتونه څنګه د دغه حقونو ډاډ ورکړي، پشمول د مناسب پروسې حق. دا پدې معني ده چې د دې حقونو او د مناسب پروسې د محافظت قوانین په یوه او بل آیالت کې توپیر سره درلودلی شي.

Image
An empty courtroom featuring wooden furnishings, a judge's bench, jury seats, and a witness stand. The room is well-lit with chandeliers hanging from the ceiling, and an American flag is visible behind the judge's bench.
Was this article helpful?
1
0