د امریکا متحده ایالاتو قانون: د لومړي تعدیل حقونه

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
امریکا متحده آیالات په کال 1776 کې د لوی برتانیا پروړاندې چې د 1600 راهیسې یې دا هیواد د مستعمرو په توګه درلود، د یوې انقلابي جګړې پرمهال تاسیس شوي.
Image
A woman is holding a megaphone and speaking into it while standing under an umbrella in the rain. She appears to be at an outdoor event or protest, with blurred greenery in the background.

د امریکا متحده آیالاتو اساسي قانون او د حقونو مسؤده

د امریکا متحده آیالات په کال 1776 کې د لوی برتانیا پروړاندې چې د 1600 راهیسې یې دا هیواد د مستعمرو په توګه درلود، د یوې انقلابي جګړې پرمهال تاسیس شوي. د خپلواکۍ نه وروسته، دا مستعمرې آیالتونه شو او د هر آیالت څخه استازو د امریکا متحده ایالاتو د اساسي قانون مسؤده چمتو کړه کوم چې د نوي ملت قوانین جوړ کړل. د دې لپاره چې نافذ شي، اساسي قانون باید د تصویب له لارې د هر آیالت لخوا منل شوی وی. د نوي اساسي قانون تصویب د تود بحث موضوع وه او پداسې حال کې چې په نهایت کې بریالی شو، هر آیالت د بدلونونو یو اوږد نوملړ درلود چې غوښتل یې په اساسي قانون کې یې راوړي. د دې بدلونونو څخه ډیری یې د حکومت هرډول ممکن ظلم او ستم څخه د خلکو د حقونو محافظت کول و. د ډیری ټولو سپارښتنه شوي بدلونونو څخه، لس یې په کال 1791 کې د تعدیلاتو په توګه اساسي قانون ته وراضافه شوي. دغه لومړي لس تعدیلات د حقونو مسؤدې په نوم پیژندل کیږي. نور تعدیلات وروسته وراضافه شوي، او که څه هم مشکل و، اساسي قانون په راتلونکي کې بیا هم تعدیل کیدی شو.

لومړی تعدیل

لومړی تعدیل وایی چې حکومت نشي کولی یو شخص په آزادانه ډول په خپل مذهب یا دین د عمل کولو نه منع کړي هغه که هر مذهب وي. دا همدارنګه حکومت د بیان آزادۍ، د مطبوعاتو آزادۍ، او په سوله ییز ډول د خلکو راټولیدو او حکومت نه د غوښتنې کولو حق محدود کولو څخه منع کوي. علاوه لدې، لومړی تعدیل حکومت د “مذهب تاسیس کولو” څخه منع کوي، یعني حکومت نشي کولی هیڅ کوم مذهب ته ارتقا ورکړي، تبلیغ یې وکړي، یا له مینځه یې ویسي.

Image
Three professionals are having a discussion in an office setting. A woman with long brown hair and a man with glasses and a beard, both holding tablets, are listening to a blonde woman who is speaking. An American flag stands in the background, along with bookshelves and framed photographs.
Image
Two women in colorful traditional attire are voting at polling stations. One woman is wearing a red headscarf and yellow dress with a floral pattern, while the other woman is wearing a light-colored headscarf and grey dress. They are standing at white voting booths with the word 'VOTE' and an American flag printed on them.

پنځه آزادۍ

د مذهب آزادي

خلکو ته اجازه ورکوي چې د حکومت د مداخلې نه پرته د خپلو مذهبي باورونو او عقیدې مطابق عبادت وکړي.  دا آزادي همدارنګه په هیڅ یوه مذهب د باور او عقیدې نه درلودو انفرادي حق هم محافظت کوي، پشمول د بې دینۍ.

د بیان آزادي

 یوه فرد دا حق محافظت کوي چې په عام محضر کې خپل نظر څرګند کړي حتی که هغه د حکومت نه انتقاد هم وي. پدې کې سمبولیک بیان هم شامل دی لکه د داسې یوه ټي شرټ اغوستل چې شعار ورباندې وي یا د خپل کور مخې ته د کومې نښې یا علامې ځای په ځای کول.

د مطبوعاتو آزادي

ژورنالستان او خبري سازمانونه د حکومت په واسطه د سانسور کیدو نه محافظت کوي.

په سوله ییز ډول د راټولیدو آزادي

خلکو ته اجازه ورکوي چې په عامه ځایونو کې راټول شي او په ټولیز ډول خپل نظرونه بیان کړي تر هغه پورې چې دا کار په سوله ییز ډول کوي.

حکومت ته د عریضې یا غوښتنه کولو آزادي

افرادو یا ډلو ته اجازه ورکوي چې رسمآ د ځایی، آیالتي یا ملي حکومت څخه غوښتنه وکړي چې شته قوانینو یا مقرراتو کې د بدلونونو راوړلو له لارې بیان شوی شکایت یا بې عدالتي په ګوته کړي.

Image
A display rack filled with various newspapers, including The New York Times, USA Today, and other international and local publications. The newspapers are arranged in an overlapping manner, showcasing different headlines and front-page stories.

د لومړي تعدیل محدودیتونه او آیالتي قوانین

د لومړي تعدیل لاندې محافظت شوي آزادیو کې ځینې مهم استثنات شتون لري. د ګواښونو کول، د سمدستي تاوتریخوالي تحریک کول، یا د حکومت په تاوتریخوالي پرزولو وړاندیز کول غیرقانوني دي. د سترو غونډو او راټولیدو په وخت او موقعیت کې حکومت کولی شي د راټولیدو او د ځایی محدودیتونو لپاره جواز اخیستل لازمي کړي ترڅو ترافیک مدیریت کړي او د خلکو د ګډوډیو مخنیوی وکړي. د کرغیړنتیا او پورنوګرافي پورې تړلي ځینې محدودیتونه هم شتون لري. د مذهب آزادي الزامآ داسې کړنې او اعمال نه محافظت کوي کوم چې د خلکو د محافظت لپاره قوانینو په واسطه منع شوي دي، لکه د ښځینه و د جنسي آلې پرې کول کوم چې د امریکا متحده آیالاتو کې غیرقانوني دي.

د لومړي تعدیل حقونو تفسیر ځینې وختونه د لانجو لامل کیږي چې باید په قانوني محکمه کې حل او فصل شي. د بیان او مذهب آزادۍ په تړاو قوانین په یوه او بل آیالت کې سره یوڅه توپیر لري، مګر دا ټول باید د لومړي تعدیل سره سمون ولري. د امریکا متحده آیالاتو ستره محکمه کولی شي پریکړه وکړي چې آیا د یوه آیالت قانون د لومړي تعدیل نه سرغړونه کوي که نه، او که هو نو آیالت اړ دی چې قانون بدل کړي. په کوم آیالت کې چې تاسې اوسیږئ د هغه آیالت قوانینو باندې ستاسې پوهیدل مهم دي ترڅو تاسې پوهه شئ چې هغه څنګه تاسې محافظت کولی شي او تاسې وکولی شئ اطاعت یې وکړئ.

Image
A large group of journalists and cameramen with video cameras and microphones gathered at an outdoor event. The scene is crowded, with cameras pointed in various directions, indicating a media frenzy.
Image
A crowd of people holding signs at a protest or rally. The foreground sign is yellow and reads 'RESPECT.' In the background, several American flags are visible.
Was this article helpful?
0
0