په متحده ایالتونو کې د کورموندنې لارې چارې

:تازه یا آپډېټ شوي10/14/2024
کله چې تاسو متحده ایالاتو ته ورسیږئ، تاسو باید خبر ووسئ چې ستاسو کور ممکن د هغه کور په څیر نه ښکاري کوم چې تاسو په تلویزیوني خپرونو، فلمونو یا اعلاناتو کې لیدلي وي. په متحده ایالاتو کې ډیری خلک په عادي، کوچنیو کورونو او اپارتمانونو کې ژوند کوي.

ستاسو لپاره دا هم اړینه ده چې پوه شئ په متحده ایالاتو کې د کور کمښت شتون لري، او د هغو کسانو لپاره چې د استوګنې په لټه کې دي کافي کورونه شتون نلري - په ځانګړې توګه ارزانه یا دولتي کورونه .

په متحده ایالتونو کې د خپل لومړۍ هستوکنې په اړه پوهېدل

کله چې تاسو متحده ایالتونو ته ورسیږی، کیدای شي تاسو په لنډ مهاله کور، لکه یوهوټل، پوهنتون ته څېرمه ودانۍ یا په یوه آپارتمان کې ځای پرځای شی. لنډمهاله کور اکثرآ په مناسب ځای کې وي او د ژوند لومړني اړتیاوې لکه فرنیچر، د پخلي لوښي، د کالو مینځلو او نورې اسانتیاوې لري. د دایمې استوګنځي تر موندلو تاسو کیدای شي په لنډمهاله هستوګنځایونو کې د اوونیو یا میاشتو لپاره پاتې شی.

که ستاسو استوګنځای لنډمهاله وي او یا هم اوږدمهاله، خو ستاسواو ستاسو د کورنۍ دپاره به مناسب خواړه چمتو او پخلنځي کې به ځینې لومړني خوراکي توکې ذخیره شوي وي. ستاسو کور به شخصي حفظ الصحه او د کور پاکولو تجهیزات هم ولري.

د اوږدمهاله هستوګنې پیدا کوول

په متحده ایالتونوکې د کور پیداکوول اکثرآ ګران (قیمت) وي او د ژوند کوولو لپاره د یوه خوندي، پاک او ارزانه کورپیدا کوول هم خورا ستونزمن وي. په متحده ایالتونو کې د اوږدمهاله کور د لټون پرمهال ریښتیني توقعات او جوړجاړی اړین دي. موقعیت، اندازه، اسانتیا، او هوساینه (سهولت) باید ستاسو د میاشتني عاید سره سمون ولري. چیرې چې تاسو ژوند کوئ،د کور لګښتونه به ستاسو د میاشتني لګښتونو لویه برخه وي.

په لومړي سرکې چې کله تاسو متحده ایالتونو ته ورسیږی نو ستاسو به محدود عاید ولری. لومړی کور چې تاسو یې کیدای شي د نیوول وړتیا ولري ستاسو د ټولو هیلو سره سمون ونلري. که تاسو په متحده ایالاتونو کې په لومړیو اونیو کې په لنډمهاله (موقتي) کور، لکه هوټل یا Airbnb کې ژوند کړی وي ، نو ستاسو اوږدمهاله کورکیدای شي د لنډمهاله کور غوندې ښه او هوسا نه وي.

د وخت په تېرېدوسره چې څنګه ستاسو عاید، کرېډېټ او سپما زیاتیږې تاسو کولای شی چې ښه کور ومومی. په خپله ټولنه او سیمه کې د کورونو او هستوګنې د پیدا کوولو د پروسې سره آشنا کېدل هم کولای شي تاسو ته ستاسو د راتلونکې کور کوم چې ستاسو اړتیاوې پوره کولای شي پیدا کول آسانه کړي.  

یواځې تاسو نه یاست چې په متحده ایالتونو کې د ارزانه کورونو په پیدا کوولو کې له ستونزوسره لاس او ګرېوان یاست یا مبارزه کوی. په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د ارزانه کورونو بحران شتون لري، چې نه یوازې کډوال او نور نوي راغلي کسان اغیزمنوي بلکې د متحده ایالاتو اتباع یې هم اغیزمن کړي.

په متحده ایالتونو کې د کور موندلو په اړه د لارښوونو لپاره، لاندې ټکي وګورئ په متحده ایالتونو کې د کور موندلو په وخت کې لاندیني شپږ ټکي یا لارښوونې په یاد ولرئ. 

Image
housing
Image
moving

د خپل د کور د اړتیاوو په نښه کوول یا پیژندل

د کور د لټون د پیل څخه وړاندې تاسو باید د خپل کور او استوګنې د اړتیاوو په اړه ځان پوهه کړئ. دا هغه څه دي چې تاسو یې باید د کور د پیداکوولو په وخت کې ولرئ. د دې اړتیاوو په پیژندلو کې د مرستې لپاره:

  • تاسو باید خپل عاید محاسبه کړئ چې د کور د کرایې لپاره څومره بودیجې ته اړتیا لرئ او په دې هم پوهه شئ چې نور کوم لګښتونه په کې شامل دي. که تاسو کور په کرایه نیسی نو تاسو باید نور اضافي لګښتونه لکه برېښنا، اوبه، ګاز او بیمه هم په پام کې ونیسئ.
  • د خونو د شمېراو د موټر د تمځای (پارکېنګ) په ګډون د کور د اندازې (سایز) په اړه چې تاسو ورته اړتیا لری باید فکر وکړئ.
  • د ځان څخه وپوښتئ چې آیا د کور موقیعت ستاسو د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي. د بېلګې په توګه، د کورڅخه د کار ترځایه او ښوونځي ته تګ یا د لارې واټن په پام کې ونیسئ او همداراز وګورئ چې عامه ټرانسپورټېشن شتون لری او که نه. که تاسو او یا هم ستاسو د کورنۍ کوم غړی معلولیت ولري اوځانګړو خدمتونوته اړتیاوي نو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو کور یادې اړتیاوې پوره کولای شي.
  • په چم ګاونډ کې د بیړنیو خدمتونو لکه پولیس، روغتون یا د کلینیک د شتون څخه ډاډ ترلاسه کړئ.

یوه کورنۍ تر بلې توپیر لري او هره کورنۍ خپلې اړتیاوې لري. لاندې پوښتنې کولای شي چې ستاسو او ستاسو د کورنۍ ځانګړې اړتیاوې په ګوته او دا هم وښایي چې کوم کور ستاسو دپاره غوره دی.

په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې

که تاسو نه شی کولای په خپله سیمه یا کوم ځای کې چې ژوند کوی ارزانه کور پیدا کړی، نو د متحده ایالتونودولت د لږ یا ټيټ عاید لرونکو کورنیو دپاره یوشمېر پروګرامونه لري.

  • ګډ (مخلوط) عاید لرونکي کورونو کې د اپارتمان ودانۍ شاملې دي چې د بازار نرخ سره سم ځینې اپارتمانونه لري او همدارنګه ځینې اپارتمانونه د هغو کرایه کونکو لپاره ځانګړي شوي چې د ساحې لپاره د کور د اوسط عاید د ټاکل شوې کچې څخه یې عاید ټیټ وي. دا ډول کورونه ډېر لږ یا محدود دې چې په هره سیمه یا ښار کې شتون نه لري.
  • عامه استوګنځایونه د کرایې هغه ارزانه کورونه دي چې د فډرالي حکومت په ملاتړ اود سیمه ایزه ادارې یا حکومت په مالي مرسته جوړ شوي دي. په عامه کورونو کې، کرایه د کورنۍ د عاید د یوې ثابتې سلنې پر بنسټ ولاړه ده. دا ډول کورونه ډېرمحدود دي اومعمولآ د منتظرینو نوملړ (لست) لري.
  • د استوګنې د انتخاب کوپون (ووچر) پروګرام استوګنې، چې ځینې یې برخه ۸ هستوګنې (Section 8) بولي، چې د متحده ایاالتو فدرالي حکومت لخوایې هم مالي ملاتړ کیږي، کوم چې د کرایي ملکیت مالک ته د کور د کرایې د ارزانه ساتلو په موخه پیسې ورکوي ترڅو د استوګنې کرایه ارزانه یا ټیټه وساتي. دا کورونه یا هستوګنځایونه د مهاجرینو او نویو راغلو وګړو په ګډون د ټولو خلکو لپاره چې د دولتي کرایې کورونو ته غوښتنلیکونه استوي او شرایط پوره کوي محدود شوي دي.

د دولتي کرایي کورونو اړوند د پروګرامونو په اړه د پوهېدو او دا چې ستاسو لپاره د ارزانه کورونو کومې غوراوی شتون لري د لازیاتو مالوماتو د ترلاسه کوولو لپاره ، مهربانې وکړئ لاندې انټرنېټې پتې یا وېب پاڼې ته ورشئ: https://www.hud.gov/states

ستاسو دپاره غوره داده چې په خپل کرایې کورکې د ۶ څخه تر ۱۲ میاشتو پورې پاتې شی ترڅو دا ثابته شي چې تاسو د کرایه ورکوولو یو ښه او د اعتبار وړ تاریخچه لری. ستاسو د کرایې د ورکړې د تادیې تاریخچه به تاسو سره د نوي کور په نیوولوکې مرسته وکړي او د جایداد مالک ته به وښایي چې تاسو د اعتبار وړ کرایه ورکوونکي یاست.

که تاسو په پام کې لری چې بل ځای ته ګډه شی نو څو ټکي دي چې باید په یاد ولرئ:

د کرایې یا حجارې د تړون ماتوول:

که تاسو کور د مالک څخه په کرایه نیولی وي نو د تړون د ماتوولو په اړه محتاط ووسئ. تړون به دا واضېحه کړي چې تاسو د څه مودې لپاره په یاد آپارتمان کې ژوند کولای شی. په ډېریو مواردوکې، د یو کال موده ده. که تاسو د اجارې د پای د نیټې څخه دمخه کډه وکړی، نواحتمال لري چې تاسو جریمه ورکړئ، او یا هم حتی کېدای شي د اجارې د پاتې ټولو میاشتو پیسې یا کرایه ورکړئ.

که تاسو د وتلو پلان لرئ یا د اجارې د نوي کولو غوښتنه کوی نو ستاسو اجاره به د هغه وخت اندازه هم په ګوته کړي کوم چې تاسو اړ یاست خپل د کور مالک ته د کور څخه د وتلو یا د اجارې د نوي کوولوپه موخه خبر ورکړئ. دې ته د کورد تخلیه کوولو خبرداری ویل کیږي. په ډېریو مواردو کې تاسو اړیاست چې د تړون یا حجارې د بیاځلې نوي کوولو یا د کورڅخه د وتلو په اړه د کور مالک ته د وتلو د نېټې څخه د ۳۰ څخه تر ۹۰ ورځو دمخه خبر ورکړئ.

کا تاسو د وتلو یا کډه کوولو پلان لری، نو د خپل د کور د مالک سره په دې اړه خبرې وکړئ او ځان پوهه کړئ چې د تړون د پوره کېدو څخه دمخه د تړون ماتوول څه پایلې لري.

د خپل AR-11 بشپړ کړئ

تاسو اړ یاست چې متحده ایالتونو د تابیعت او کډوالو د خدمتونو ادارې ته خبر ورکړئ. هرځل چې تاسو له یو ځای څخه بل ځای ته حتی که په موقت ډول هم کډه کیږی نو د متحده ایالتونو د تابیعت او کډوالو د خدمتونو ادارې (USCIS) ته د ۱۰ ورځو په موده کې خبر وکړئ. همداراز تاسو اړیاست چې د AR-11 فورم په ډکوولو سره د متحده ایالتونو د تابیعت او کډوالو د خدمتونو ادارې (USCIS) ته د خپل نوي آدرس په اړه خبر وکړئ. دا کار د یادې ادارې سره مرسته کوې ترڅو ستاسو د موقیعت په اړه کره مالومات ولري.

د خدمتونو او مرستو دپاره غوښتنه وکړي

اړینه ده پوهه شئ چې له یوه ځای څخه بل ځای ته کډه کوول کېدای شي په هغو مرستوکوم چې تاسویې د سیمه ییزه خدمتونوڅخه ترلاسه کوی لکه خوارکي مرستې یا روغتیایي پاملرنې بدلون راوړي. تاسو کولای شی یادو خدمتونو او مرستو ته په خپله نوې ټولنه کې غوښتنلیک وسپارئ خو کیدای شي کومې مرستې یا خدمات چې تاسو په نوي ځای یا سیمه کې ترلاسه کوی توپیر ولري.

ابلاغیه: یاده سرچینه د کډوالو د استوګڼې د حل لارو د ادارې سره په همکارۍ رامینځته شوي. د مهاجرینو د استوګنې حل لارو اداره د کلیسا د نړیوال خدمت یوه پروژه ده چې د یو تړون له مخې د متحده ایالاتو لخوایې بیسې ورکړل شوي.

Was this article helpful?
3
0