د امریکا متحده ایالاتو کې نظافت یا حفظ الصحه

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
د امریکا متحده آیالاتو کې، حفظ الصحه د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده. تاسې به ومومئ چې د امریکا د حفظ الصحه نورمونه د نورو هغه ځایونو څخه مختلف دي چې تاسې پکې ژوند کړی دی. د امریکا متحده آیالاتو کې د سم نظافت یا حفظ الصحه عملي کولو کې د شخصي نظافت پالل، د خپل کور پاک ساتل، او د ګاونډ او کارځایونو پشمول د عامه ځایونو په پام کې نیول شامل دي.
Image
A man with a trimmed beard and short hair is applying deodorant to his underarm. He is looking at himself in the mirror and is wearing a white tank top.

شخصي حفظ الصحه

 

شخصي حفظ الصحه د بدن او کالیو د انفرادي پاملرنې پاللو عمل دی. د امریکا متحده آیالاتو کې دا پدې معني دی چې منظم شاور وکړئ یا ولامبئ، هره ورځ سپری ووهئ، ویښتان مو ومینځئ او ګمنځ کړئ، او کالي مو تل ومینځئ. د سم شخصي نظافت پالل ښه روغتیا هڅوي، د ناروغیو د خپریدو مخنیوی کوي، او د نورو سره اړیکو باندې اغیزه لري. شخصي نظافت د دندې موندلو او ساتلو لپاره هم مهم دی.

 

د خپل کور پاک ساتل

 

ټول لوی مهاجرین – زاړه یا ځوانان، نارینه یا ښځې اړ دي چې د کور پاک او خوندي ساتلو کې ونډه ولري. د کور مالکین د اجارې د تړون د برخې په توګه د کور سم پاکولو تمه کوي، او د کور ساتنې ځینې معیارونو پوره کولو کې پاتې راتلل د کور نه د ایستل کیدو پایله درلودلی شي. تاسې کولی شئ د کور پاکولو منظم ورځني چارو له لارې خپل کور په ښه حالت کې وساتئ، پشمول د خزلو سم ذخیره کولو او لیرې کولو. په ځینې موقعیتونو کې ری سایکل د خزلو د لیرې کولو اړینه برخه ده. پدې کې د بیاځل کارول کیدو وړ توکو جلا کول شامل دي لکه د خزلو نه د کاغذ، پلاستیک، او فلزي موادو جلا کول او د ری سایکل لپاره ځانګړې شوي خزلو لوخي کې د دغو شیانو اچول.

د کور پاک ساتل د حشراتو د عفونیت مخنیوی هم کوي. کله چې د خپل کور پاکولو لپاره د کورنۍ محصولات کاروئ، نو د پاک کارۍ محصولاتو په خوندي ډول ذخیره کول او دفع کول مهم دي. ماشومان باید د پاک کارۍ توکو ته لاسرسی ونلري ځکه چې ناسم مخ کیدل د جدي زیان لامل کیدی شي. د کور پالنې لپاره ځینې محصولات او وسایل ممکن ستاسې لپاره نوي وي. که تاسې د دغو د کارولو څرنګوالي په اړه پوښتنې لرئ، نو تاسې د خپل بیا میشتیدنې ادارې نه پدې اړه پوښتنه کولی شئ.

 

د عامه ځایونو درناوی کول

 

د شخصي نظافت پاللو او د خپل کور پاک ساتلو سربیره، د عامه ځایونو په پام کې نیول او درناوی کول د امریکا متحده آیالاتو د کلتور یوه مهمه برخه ده. په عامه ځایونو کې پلورنځي، ښوونځي، ګاونډ، د بیا میشتیدنې اداره او نور عامه دفترونه، کار ځایونه، د کالیو مینځلو ځایونه، پارکونه، او عامه ټرانسپورټیشن شامل دي. پدې اړه نورمونه، مقررات او په ځینې مواردو کې قوانین شتون لري چې خلک عامه ځایونه څنګه وکاروي او په عامه ځایونو کې څنګه چلند وکړي. د مثال په توګه، تاسې باید خزلې په سم ډول د خزلو لوخو کې واچوئ. په ځینې مواردو کې، د خزلو بې ځایه اچول غیرقانوني دي او سرغړونکي اړ دي چې جریمې تادیه کړي. په عامه ځایونو کې د خلکو په مخکې لاړې توکل د انتقاد سره مخ کیږي، او په عامه ځایونو کې متیازې کول هیڅکله نه منل کیږي.

دا ستاسې مسؤلیت دی چې د ځایی، آیالتي، او فدرالي قوانینو څخه خبر اوسئ او د چاپیریال پاک او ښکلي ساتلو کې خپله ونډه واخلئ ترڅو د ټولو لپاره خوندور وي.

Image
A person wearing jeans and an apron is holding a green mop in one hand and a blue bucket filled with cleaning supplies in the other hand. The background shows a clean kitchen with white cabinets and a stainless steel oven.
Image
Person wearing yellow rubber gloves is cleaning a toilet with an orange cloth. The toilet lid is open, and the person is focused on scrubbing the rim of the toilet bowl.

د امریکا متحده آیالاتو کې د حفظ الصحه کړنې

  • پاک کالي واغوندئ.

  • خپل غاښونه په ورځ کې دوه ځله برس کړئ.

  • د ګوتو نوکان مو په منظم ډول پاک کړئ او پرې کړئ.

  • د مخ ویښتان مو په منظم ډول سینګار او سمبال کړئ.

  • هره ورځ د بدن سپری وکړئ.

  • هره ورځ په منظم ډول د صابون په کارولو سره شاور وکړئ یا حمام وکړئ.

  • ویښتان هره ورځ ومینځئ او ګمنځ کړئ.

  • د تشناب کارولو نه وروسته، او د خواړو خوړلو نه مخکې او وروسته موږ لاسونه ومینځئ کله چې ککړ وي.

  • کله چې ټوخی کوئ نو خوله مو وپوښئ ترڅو د جراثیمو د خپریدو مخنیوی وکړئ.

  • کله چې ستاسې پزه بهیږي، د خپل لاس یا لستوڼي پرځای، دستمال وکاروئ.

  • په عامه ځایونو کې لاړ ې مه توکئ.

  • په عامه ځایونو کې متیازې مه کوئ.

  • په کار کې د کالیو د کوډ مقررات تعقیب کړئ.

Image
Hands covered in soap lather are being washed under running water in a sink. A bottle of liquid soap is visible on the counter next to the sink.

د خپل کور پاک ساتل

 

  • خرابیدونکي خواړه وپوښئ او یخچال کې یې کیږدئ. د خوړو بهر او بې پوښ ایښودل حشرات او مږې په ځان راماتولی شي.

  • ټولې خزلې د خزلو په یوه پلاستیکي کڅوړه کې د خزلو لوخي کې کیږدئ. د خزلو ډکې کړې کڅوړې باید د خزلو لپاره ټاکلي لوخو یا ډمپسټرز کې کیښودل شي.

  • ریسایکل کیدونکي توکي باید ومینځل شي او په ټاکلي لوخو کې ځای په ځای شي.

  • د هګو پوټکي، هډوکي، یا د میوې یا سبزیانو پوټکي د پخلنځي د لوخو مینځلو ځای جالۍ کې مه ږدئ.

  • ویښتان او داسې نور شیان د حمام د لاسونو مینځلو ځای، د حمام ټب د اوبو جالۍ یا کمود کې مه اچوئ.

  • په کمود کې باید یوازې تشناب کاغذ واچول شي.

  • کله چې شاور کوئ، نو د شاور دروازو په بشپړ ډول بندولو یا د شاور پردې د لاندې برخې د حمام په ټب کې ایښودلو سره د شاور اوبه د حمام ټب پورې محدود وساتئ. همدارنګه د حمام ټب یا شاور دباندې په فرش باندې د حمام غالۍ خورې کړئ او وکاروئ. د اوبو څاڅکي فرش ته زیان رسولی شي.

  • په خپل کور کې هره خونه په منظم ډول پاکه کړئ: د فرنیچر نه دوړه وڅنډئ، کړکۍ پاکې کړئ، کاونټرونه او نورې سطحې او فرش د عفونیت پاکونکي سم موادو سره پاکې کړئ، او څنګه چې مناسب وي فرشونه جارو کړئ، په لمده ټوټه یې پاک کړئ.

  • د ویده کیدو ځای ټوټې او روجایی، د بالښت پوښونه، نور اړوند البسه او جان پاکونه په منظم ډول پاک کړئ.

 

کالي

 

ک کالي د شخصي نظافت پاللو یوه مهمه برخه ده. ډیری اپارتمان ودانۍ یا استوګنیز ودانۍ د اوسیدونکو لپاره د کالیو مینځلو شریکې خونې لري. دلته د لانډرومیټ په نوم د کالیو مینځلو سوداګریز ځایونه هم شته چیرې چې تاسې کولی شئ خپل کالي ومینځئ که په کووم ځای کې چې تاسې ژوند کوئ هلته د کالیو مینځلو سهولت موجود نه وي. د کالیو مینځلو خونې او لانډرومیټ د کالیو مینځلو مشینونه او وچولو مشینونه لري چې تاسې باید د سکه ای پیسو یا کارت له لارې په ټاکلي ځای کې د پیسو تادیه کولو سره دغه مشینونه وکاروئ. همدارنګه تاسې اړ یې د خپل ځان سره د کالیو مینځلو مواد راوړئ چې د خوراکي توکو پلورنځیو کې یې پیرلی شئ. د کالیو مینځلو خونو او لانډرومیټ کارول د خپلو کالیو پاک ساتلو هوسا لاره ده، مګر تاسې اړ یې زده کړئ چې مشینونه څنګه په سم ډول وکاروئ او د کالیو مینځلو لګښتونه خپلې میاشتنۍ بودیجه کې شامل کړئ.

Image
Screenshot of Settle In app
Image
App Icon

د سېټل اېن Settle In App ډاونلوډ کړئ

د خپل د زده کړې د پرمختګ تعقیبولو لپاره لنډو ویډیوګانو، تعاملي درسونو او نښونښانو ته لاسرسی ومومئ. سېټل اېن Settle In ستاسو د بیا میشتیدنې سفر په جریان کې ستاسو د لارې ملګری دی.

Was this article helpful?
0
0