د امریکا متحده ایالاتو کې د پولیسو سره څنګه تعامل وکړئ

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
د امریکا متحده آیالاتو کې د پولیسو رول په ټول هیواد کې د خلکو او ټولنو د مدني حقونو درناوی، محافظت، او پرځای کول دي.

ولیس ځایی، آیالتي او فدرالي قوانین نافذوي.

که تاسې بیړنی حالت لرئ، تاسې اړ یې د مرستې غوښتلو لپاره

9-1-1 ته تلیفون وکړئ.

د اطفایی او امبولانسونو په څیر، ممکن پولیسو ستاسې د مرستې لپاره راشي.

تاسې همدارنګه ممکن په خپلو ټولنو کې په بیلابیل حالاتو کې د پولیسو سره مخ شئ لکه کله چې هغوی د ترافیکي قوانینو نه سرغړونو لپاره ډریوران ودروي.

د هغوی دنده د خلکو خوندیتوب ډاډمن کول دي. د دې کار لپاره، هغوی ممکن ځینې وختونه اړ شي تاسې سره وغږیږي یا تاسې نه پوښتنې وکړي.

که تاسې په عامه ځایونو کې د پولیسو سره مخ شئ یا د ډریورۍ په حال کې مو پولیس ودروي، نو د خوندي پاتې کیدو لپاره دلته ځینې لارښوونې دي.

د پولیسو سره د تعامل مناسب لارې:

  • آرام اوسئ او خپل احساسات کنټرول کړئ.
  • درناوی ولرئ. استدلال مه کوئ.
  • خپل لاسونه ښکاره او د خپلو جیبونو نه بهر ونیسئ.
  • مه ځغلئ یا ناڅاپي کوم شي ته مه لاس کوئ.
  • په یوه ځای کې ودریږئ او بې حرکت اوسئ.
  • که تاسې په موټر کې یې، په موټر کې پاتې شئ او خپل کمربند تړلی وساتئ.
  • پولیس افسر مه لمس کوئ یا ډیر ورته مه نږدې کیږئ.
  • خپله آي.ډي یا د هویت کارت او د کوم چا د تلیفون لمبر د ځان سره ولرئ چې مرسته درسره کولی شي، که اړتیا وي.
  • پوښتنه وکړئ چې آیا کولی شئ لاړ شئ او که هو نو په آرام سره لاړ شئ.
Image
A woman wearing a green headscarf is driving a yellow car, looking worried as she glances in the rearview mirror. Behind her, a police car with flashing red and blue lights is approaching.
Image
Home Safety

په یاد ولرئ: دا کومه مسله نده چې ووایی تاسې نه پوهیږئ. تاسې د ژباړونکي درلودو قانوني حق لرئ.

که تاسې په قانون ماتولو تورن یې او نیول شوي یې، تاسې حق لرئ چې غلي پاتې شئ او د پوښتل کیدو نه مخکې د وکیل سره وغږیږئ.

که تاسې د وکیل بندوبست نشئ کولی، نو محکمه ستاسې د استازیتوب کولو لپاره د وکیل لګښت ورکوي.

که تاسې د پولیسو سره د تعامل په اړه پوښتنې لرئ، نو په ډاډه ډول یې د مرستې لپاره خپل د بیا میشتیدنې دفتر کې د کارمندانو نه وپوښتئ.

دلته کارت دی چې تاسې یې د پولیسو سره تعامل کې د مرستې لپاره د ځان سره ګرځولی شئ. دې کارت ته لاسرسي نه مخکې هرو مرو لومړی پوښتنه وکړئ او بیا اجازه واخلئ.

 

د مهاجر – پولیس د تعامل کارت

زه بیا میشت شوی مهاجر یم.

زه د امریکا متحده آیالاتو کې په قانوني ډول یم.

زه په _______________ ژبه غږیږم. زه یوه ژباړونکي ته اړتیا لرم.

مهرباني وکړئ __________ ته تلیفون وکړئ.

طبي وضعیت:

Image
A hand is holding an identification card. The card has a photo of a man, along with personal details such as name, date of birth, and identification number. The word 'IDENTIFICATION CARD' is prominently displayed at the top.
Was this article helpful?
0
0