واکسینونه ژوند ژغوري

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
واکسین مونږه روغ ساتي او ژوند ژغوري.

‌کله ناکله د امریکې په متحدو ایالتونوکې د واکسین کوولو اسناد یاثبوت ښایي یوه اړتیا وي. د بېلګې په توګه: کله چې تاسو خپل ماشومان په ښوونځي کې شاملوی او یا هم چې کله د ځینو دندو دپاره غوښتنلیکونه سپاری او همداراز د ګډوالۍ په ځینوچارو کې د واکسین ثبوت یا اسناد اړین وي.

شا اوخوا سل کاله کیږي چې واکسین شتون لري. واکسین مونږ د ډیرو جدي ناروغیو لکه شرې، پولیو، زکام،کورونا (COVID-19) او داسې نوروناروغیو څخه ژغوري.

واکسین د بل هر طبي درملو په پرتله د ډېروخلکوژوند ژغورلی دی.

واکسین څه ګټې لري؟ واکسینونه خوندي او د اعتباروړدي او د نارغیو مخنیوی کوي. واکسینونه د مکروبونو، باکټریاوو او وایرسونو پروړاندې ستاسو د بدن د معافیت سیستم پیاوړی کوي.

وړاندې تردې چې مکروبونه تاسو ناروغ کړي، واکسین ستاسو بدن ته لارښوونه کوي چې د هرډول مکروبونو پروړاندې مبارزه وکړي. لکه څنګه چې یو ماشوم ته لیکل او لوستل ورښودل کیږي، نوهمدارنګه واکسین د انسان بدن ته د هرډول ناروغۍ یا مکروبونو پروړاندې د مبارزې درس ورکوي او د بدن معافیتي سیسټم دا هرڅه په یاد ساتي.

د واکسین وخت، فریکونسی او اندازه (دوز) یې توپیر کوي. د بیلګې په توګه، ځینې واکسینونه د ماشومتوب په دوران کې ډېر ګټور وي. ځينې نورې بیا چې کله یو کس بالغ، زوړاو یا هم امېدواره ووسی ورته ورکوول کیږي.

ځینې واکسینونوته یواځې یو ځل اړتیا وي او ځینې بیا لکه د زکام واکسین هرکال باید واخیستل شي.

کیدای شي یوشمېر ځانګړو ځایونو ته د سفرپرمهال هم واکسین ته اړتیا وي.

د واکسینونو په اړه پوښتنې لرئ؟ د خپل د روغتیايي چارو د چمتوکوونکي (ډاکتر) سره خبرې وکړئ. هغوی کولای شي تاسواو ستاسوکورنۍ ته د اړینو واکسینونود اخیستو په برخه کې غوره مشوره درکړي.

په یادوساتئ: واکسینونه خوندي، اعیزمن او د ژوند ژغورونکي دي.

ډېری ټولنې واکسینونوته د راتلونکي دپاره د هیلو د سمبول په توګه ګوري.

زمونږ او زمونږ د عزیزانو د ژغورلو یواځنۍ لار واکسینونه دي. تاسوهمدا نن له خپل ډاکتر سره خبرې وکړئ.

Image
Vaccine
Image
Vaccine
Was this article helpful?
0
-1