د کور خوندیتوب

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
ستاسو، او هغوکسانو لپاره چې ورسره ژ،ند کوی اوګاونډیانودپاره د کور د ساتنې او خوندیتوب په اړه پوهاوي اړینه ده.

د کور لومړني خوندیتوبونه

کله چې تاسو خپل نوي کورته کډه کیږی، نو هڅه وکړئ ترهرڅه دمخه له خپلو نږدې ګاونډیانو او خوا او شا خلکو سره لیده کاته وکړئ. کله چې تاسو د خپلې ټولنې سره آشنا  شوی، نوپه کومه ټولنه کې چې اوسېږی، ستاسو دپاره به دا اسانه وي چې پوه شئ چې آیا هرڅه سم دي او یا داسې ناپیژانده کسان شتون لري چې تاسو یې نه پیژنئ. 

 ددې دپاره چې ټول خوندي ووسي، نوبهردروازې تل وتړئ (قلف یې کړئ). پردوته خپل کورته د ننوتلو اجازه مه ورکوئ. کله چې په کورکې نه یاست، نو د کور کړکۍ بندې کړئ. کله چې د اوږدمهال لپاره له کوره لیرې چېرته ځی، نو د کور څراغونه یا تلویزیون په اتوماتیک ډول اعیار کړئ ترڅو پرټاکلي وخت روښانه شي.  

په پای کې، د کور د توکو او د تشناب د آسانتیاوو څخه څرنګه چې لارښوونه شوې کار واخلئ. د بېلګې په توګه، د برېښنا له کارلوېدلي (خراب شوي) مزۍ مه کاروئ او د لاس مینځلو (دست شویی) شاور او د حمام اوبه چې کله یې نه کاروی په بشپړه توګه بندې کړئ.  

Image
Home Safety
Image
Home Safety
Image
Home Safety

د اور وژنې خوندیتوب

ددې دپاره چې خپل کور د اورلګېدنې څخه خوندي وساتی، نو باید پوه شئ چې د اور وژنې د آلې څخه څرنګه ګټه واخلی او همداراز باید پوه شئ چې د لوګي د کشفوولوآلې فعاله دي او کارکوي. که تاسو په کرایې کورکې وسېږئ نو ستاسو د کور مالک تاسو ته باید د اور وژنې آله او د لوګي د کشفوولوآلې برابرکړي. هېڅکله هم د لوګي د کشفوولوآلې بطرۍ مه لېرې کوئ. که د لوګي د کشفوولوآلې د بیپ غږ یا آوازکوي نو بطرۍ یې بدلې کړئ. د خوندیتوب اړوند څو مهم ټکي په لاندې ډول دي:  

  • د خپلې کورنۍ د غړوسره په شریکه د اورلګېدنې پروخت د وتلویو پلان چمتو او مشق او تمرین یی کړئ. د لوګي د کشفوولوآلې په منظمه توګه چېک کړئ.  
  •  د منقل برنرونه، ګرم قابونه، بخارۍ اونورګرم شیان بې ځایه مه اېږدئ. د منقل یا بخارۍ سرپوښ هیڅکله د ځان یا کور د تودوخې لپاره مه کاروئ. هیڅ ډول توکي د بخارۍ سره نېږدې مه اېږدئ.  
  • لګېدلي شمعونه یا خوشبویئ توکي بې ځایه مه اېږدئ. 
  • که د کالیو (جامو) وچوولو ماشین لری نو د یاد ماشین د لېنټ فېلتر په منځمه توګه پاک کړئ.  
  • کله چې په کورکې نه یاست نو د کالي وینځلو اوکالی وچولو ماشینونه چالان مه پرېږدئ.  
  • اورلګید او لایټر د ماشومانود لاسرسي څخه لېرې او خوندي وساتئ.  
Image
Home Safety
Image
Home Safety
Image
Home Safety

د 9-1-1 شمېرې سره اړیکه نیول

که د ژوند د ګواښلواړوند کومه پېښه رامنځته شي او په هغې کې د پولیسو، اور وژنې (اطفایې) یا د روغتیایي بېړنۍ مرستې ډلې ته اړتیا پیدا شي نو تاسوباید پوه شئ چې د بېړنۍ مرستې لپاره د 9-1-1 سره څرنګه اړیکه ونیسئ. د 9-1-1 سره د اړیکو نیوولو څو بېلګې په لاندې ډول دي:  

  • که چېرې تاسو د اوروژنې د آلې په کاروولوسره د اور مخنیوی نشی کولائ.  
  • یو پردی یا اجنبي وګړی ستاسو کورته د ننوتلوهڅه کوي یا ستاسود کورنۍ غړي ګواښي. 
  • که چېرې په کورنۍ کې څوک بې هوښه شي یا سمه ساه (نفس) نشي اخیستی او یا هم ډېره زړه بوږنوکې پېښه یې لرلي وي.  

د خونديتوب د یادو ټکو په عملي کولوسره تاسو کولای شی د ځان او خپلې کورنۍ دپاره یوه خوندي او آرامه چاپېریال رامنځته کړئ.  

Image
Home Safety

مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې

که تاسو په انګلیسي ژبه روانې خبرې نشی کولای نو د 9-1-1 شمېره د هرې ژبې ژباړونکي لري. کله چې د 9-1-1 شمېرې ته زنګ وهئ نو باید په انکلیسي ژبه لاندې جملې زده او تمرین یې کړئ او وویلی شئ چې تاسو په کومه ژبه خبرې کوی. د بېلګې په توګه، “زه هسپانوي خبرې کوم،” “زه په پښتو خبرې کوم،” یا “زه عربي خبرې کوم”. 

Was this article helpful?
0
0