د فشاریا اسټرېس سره مبارزه او د فشاریا اسټرېس اداره کول

:تازه یا آپډېټ شوي10/14/2024
فشاریا اسټرېس په ژوند کې د بېلابېلو بدلونونو په وړاندې یوعادي غبرګون دی. فشاریا اسټرېس دواړه، فزیکي او احساساتي دي. خلک په خوب، اشتها، د انرژۍ په کچه، یا عمومي روغتیا کې د بدلونونو له لارې په خپلو بدنونو کې فشاریا اسټرېس احساسوي. همداراز خلک د ویرې، غوسې، جوش، یا خپګان له لارې په عاطفي توګه فشاریا اسټرېس تجربه کوي.

فشار فشاریا اسټرېس څه شی دی؟

فشاریا اسټرېس کیدای شي مثبت یا منفي احساس ولري، او یا د دواړو (مثبت او منفي) څخه ترکیب شوی وي. د مثال په توګه، تاسو کیدای شي د واده د پلان جوړوولو یا په رخصتيو کې د خپلې کورنۍ په لیدلو سره مثبت فشاریا اسټرېس تجربه کړئ. فشاریا اسټرېس هم ځینې وختونه کیدای شي خورا لوی یا زیات شي، کوم چې له مخې یې د نوي بدلونونو اداره کول یا له هغوی سره مقابله کوول ستونزمن کیږي.

د فشاریا اسټرېس نښې (علامې)

فشاریا اسټرېس کولی شي ستاسو پر عاطفي احساساتو او فزیکي روغتیا اغیزه وکړي. ستاسو بدن له بېلابېلو لاروڅخه فشاریا اسټرېس ته ځواب ورکوي. ځینې ​​عام فزیکي بدلونونه عبارت دي له:

  • ستاسو د خوب په مهال ویش کې بدلون.
  • د ستړیا احساس کول یا لږه انرژي درلودل.
  • ستاسو په اشتها کې بدلون.
  • فزیکي درد لکه د معدې درد، سر درد او د ملا درد.
  • • ډیر ځله ناروغ کیدل.

فشاریا اسټرېس هم کولی شي چې ستاسو د احساس سره سم بدلون ومومي. د مثال په توګه، که تاسو د فشاریا اسټرېس احساس کوئ، تاسو ممکن وګورئ چې تاسو:

  • په دوامداره توګه اندیښمن یاست یا د آرام کولو ستونزه لرئ.
  • د تمرکز کولو، پام کولو، یا د شیانو په یادولو کې ستونزه لرئ.
  • د ځان په اړه بد احساس یا د یوازیتوب احساس کول.
  • د نورو څخه ډډه کول.
  • • په اسانۍ سره خفه کیدل یا غصه کیدل.

هرڅوک په خپل ژوند کې فشاریا اسټرېس تجربه کوي. په هرصورت، د فشاریا اسټرېس ډیروالی کولی شي د ډیرو جدي ستونزو لکه خپګان، اندیښنه، د وینی لوړ فشار، او کمزوري معافیت سیسټم رامینځته کړي. کله چې تاسو دا احساس وکړ چې فشاریا اسټرېس ستاسو ورځني ژوند ګډوډوي، نو تاسو باید د ملاتړ په لټه کې شئ. د مثال په توګه، په یاد ولرئ که چېرې تاسو د خوړو په خوړلو کې ستونزه لرئ یا په هغو فعالیتونو کې لیوالتیا له لاسه ورکوئ کوم چې معمولا تاسویې خوښوي نو بیا تاسو باید د ملاتړ اومرستې په لټه کې شئ.

د لویانو یامشرانو سره د فشاریا اسټرېس اداره کولو کې د مرستې لپاره د مهارتونو برابروول.

د مقابلې یا مبارزې مهارتونه هغه لارې دي چې خلک فشاریا اسټرېس اداره کوي او خپلو احساساتي هوساینې ته پاملرنه کوي. د مقابلې عام مهارتونه عبارت دي له:

د یو معمول روټین ساتل: روټین کولی شي تاسو سره د خوندي او ځواکمن احساس کولو کې مرسته وکړي. په یومعمول روټین کې هره ورځ یا په اونۍ کې او یا هم په ورته وخت یا ترتیب کې د ځینې فعالیتونو ترسره کول شامل دي، لکه هره ورځ په ورته وخت کې ویښېدل او ویده کیدل.

کافي خوب کول: کافي خوب کول ستاسو د مغز په فعالیت کې مرسته کوي چې له مخې یې تاسو کولی شئ ښه پاملرنه وکړئ ، دندې په ښه توګه تنظیم کړئ او سمې پریکړې وکړئ. تاسو کولی شئ د خپل خوب مهال ویش سره سم د ښه خوب حفظ الصحه تمرین کړئ، روغ او سالم(صحي) خواړه وخورئ، او د خوب څخه شپږ ساعته مخکې د کافین د کاروولوڅخه ډډه وکړئ.

خپل بدن ته حرکت ورکوول: خپل بدن ته حرکت ورکوول یا په ورځ کې لږترلږه ۱۵ دقیقې تمرین کول کولی شي ستاسو فشاریا اسټرېس کم کړي، تاسو سره په ښه خوب کولو کې مرسته وکړي، او ستاسو مزاج ښه کړي. قدم وهل، د ځان کشول او نڅا کول هغه لارې دي چې تاسو کولی شئ خپل بدن ته حرکت ورکړئ.

خپل کلتور ته درناوی: خپل کلتور سره په اړیکه کې اوسېدل کولی شي تاسو سره د اوږد مهاله فشار اداره کولو او مقابله کې مرسته وکړي. د خپل کلتوریزو خوړوپخوول، له نورو سره اړیکې ساتل، د مذهبي فعالیتونو تمرین کوول، او موسیقي غږول هغه لارې دي چې تاسو کولی شئ خپل کلتور ته درناوی وکړئ.

د دې مهارتونو کارول کولی شي تاسو سره په ښه فکر کولو کې مرسته وکړي، غوره پریکړې وکړی، او د ژوند او کورنۍ ډیری غوښتنې اداره کړی. حتی په ورځ کې پنځه دقیقې کولی شي ستاسو په روغتیا او احساساتي هوساینې کې لوی بدلون راولي.

Image
moving your body
Image
people

د مسئولیت رفع کوول:

د نړیوالې ژغورنې کمېټه (IRC) د متحده ایالتونو لخوا رقابتي بودیجه یا فنډ ترلاس کړ د روغتیا او بشري چوپړتیاوو(خدماتو) وزارت، د کورنیو او ماشومانو اداره، بلاعوضه مرستې #90RB0052 او بلاعوضه مرستې#90RB0053 . دا پروژه ۱۰۰٪ د فډرال د بودېجې لخوا تمویلیږي. د دې سند منځپانګې یوازې د لیکوالانو مسؤلیت دی او اړینه نه ده چې د متحده ایالاتو د رسمي نظریاتو استازیتوب وکړي. د روغتیا او بشري چوپړتیاوو(خدماتو) وزارت، د کورنیو او ماشومانو اداره.

Was this article helpful?
1
0