په متحده ایالتونوکې دماغي یا رواني روغتیا

:تازه یا آپډېټ شوي10/14/2024
په متحده ایالتونوکې دماغي یا رواني روغتیا څخه موخه خپلواحساساتو او په ټوله کې خپلو هوساینو ته پام کوول دي. چې په هغې کې د فشار یا سټرېس مدیریت کوولو څرنګوالی، له نورو سره اړیکې ساتل او پخپل ذهن او بدن کې یې احساسوول شامل دي. دماغي یا رواني روغتیا د عمومي روغتیا دپاره اړین دي او همداراز کولای شي چې د پیاوړي اړیکو، فزیکي هوساینې او احساساتي انعطاف لامل هم شي. په متحده ایالتونو کې، خپل رواني روغتیا په اړه بحث کوول او د مرستې په صورت کې د عاطفي ملاتړ غوښتل د خلکو لپاره عادي خبره ده.

د عاطفي ملاتړ ډولونه

تاسو کېدای شي د خپل بیا میشتیدنې د سفر په لړ کې او یا په ورځني ژوند کې د فشار، خپګان یا ستړیا احساس وکړی. د داسې احساساتوتجربه کوول عادي خبره ده او که عاطفي ملاتړ ته مو اړتیا وي نو ښه ده چې د یاد ملاتړغوښتنه وکړئ. عاطفي ملاتړ د بېلابېلو سرچینو څخه ترلاسه کېدای شي.

ستاسو په ژوند کې خلک. ممکن تاسو د دوستانو او کورنیو او همداراز د مشاورینو او روزونکو له لارې یاد ملاتړ ترلاسه کړی. په سختو حالاتوکې دیني (مذهبي) مشران او ښوونکي هم کولای شي لارښوونې وکړي.

درملنه یا مشوره ورکول. معالجین او مشاورین به له تاسو سره ستاسو د احساساتو د پوهېدو او همدراز د یادو احساساتو سره د مقابلې د لارو چارو په موندلو کې مرسته وکړي. په متحده ایالتونو کې، ډیری خلک د خپلو احساساتو سره د مرستې لپاره د معالج یا مشاور سره خبرې کوي، حتی که دوی جدي ستونزې هم ونه لري.

ملاتړکوونکي ګروپونه (ډلې) . ملاتړکوونکي ګروپونه (ډلې) د نورو هغو خلکو څخه چې د ورته ستونزوسره مخ وي مرستې او ملاتړ ترلاسه کوي. یوشمېرملاتړي ګروپونو(ډلو) کې تخلیقي فعالیتونه لکه هنر یا پخلی شامل دي. تاسو کولای شي د ځانګړو خلکو لکه میندو یا تنکي خوانانولپاره ملاتړکوونکي ګروپونه (ډلې) ومومئ. ملاتړکوونکي ګروپونه (ډلې) له تاسو سره په ټولنه کې د نویو ټولنیزو اړیکو په جوړوولوکې مرسته کولای شي.

درمل. درمل کولای شي د اندېښنو په کموولو، د خوب په ښه کوولو او په ټوله کې د عاطفي هوساینې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. درمل ډیری وختونه د لومړني پاملرنې چمتو کونکو(ډاکتر) یا رواني ډاکټرانو لخوا وړاندیز کیږي. کوم خلک چې درمل کاروي هغوی په معمول ډول د خپل ډاکتر سره لیدنه کوي ترڅو وګوري چې درمل ترکومه بریده ګټوردي.

دا ډېره اړینه ده چې پوه شئ چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي او ژباړونکي باید هڅه وکړي هغه څه چې تاسو یې شریک کوئ شخصي وساتئ، خو که چېرې تاسو خپل ځان یا بل چا ته زیان رسوی نو په هغه صورت کې بیا کولای شي چې یې شریک کړي. دا پدې مانا ده چې ستاسو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي او ژباړونکي به ستاسو کورنۍ، ملګرو، یا ټولنې ته ستاسو د افکارو، احساساتو، یا خبرو اترو په اړه څه نه وايي.

Image
support group
Image
therapy

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي غوره کول

د داسې یوه روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي موندل چې ستاسو اندیښنو ته پروخت ځواب ورکړي اوستاسو مهال ویش سره سم کار وکړي ممکن وخت ونیسي. کله چې تاسو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي په لټه کې یاست، نو لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

د روغتیایي بیمې پوښښ. ځینې روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي روغتیایي بیمه مني او بیا ځینې یې د شبکې څخه بهر ګڼل کیږي. تاسو باید د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي، سازمان او یا هم د ملاتړي ګروپ څخه وپوښتئ چې آیا هغوی روغتیایي بیمه مني او همداراز وپوښتی چې آیا کوم اضافه لګښت یا فیس خو به پرتاسو نه راځي.

ژباړه. تاسو حق لری چې د ټولو هغو روغتیایي سازمانونو او زوغتونونوڅخه چې د فډرال حکومت لخوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي پخپله مورنۍ ژبه کې د ژباړن غوښتنه وکړئ. کله چې تاسو د ډاکتر سره د ملاقات وخت نیسئ او یا هم بیړنۍ خونې ته ورسېږی نو د روغتون یا کلینیک کارکونکو ته ووایاست چې تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ.

لاسرسی. د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي ځای معلوم کړئ، کوم ساعتونه ستاسو د درملنې دپاره موجود دي، او همداراز تاسو د خدمتونو د ترلاسه کوولو دپاره باید څومره په تمه پاتې شی. تاسو دا هم پوښتلی شی چې آیا ستاسو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکی په بیړني حالت کې تاسو لیدلی شي او که نه؟

درملنه. تاسو کولی شئ چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي څخه پوښتنه وکړئ چې ایا هغوی هم ورته کلتوري شالید لري او یا مخکې یې له نوي راغلو (کډوالو) سره کار کړی دی. تاسو کولی شئ دا هم وپوښتئ چې آیا دوی د هغه ډول اندیښنو سره د مرسته کولو تجربه لري کومې اندېښنې چې تاسو یې لرئ.

په یاد ولرئ چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي غوره کوول یوه شخصي پرېکړه ده. د یوه باوري روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي موندل چې تاسې ورسره راحت یاست اړین دي. که تاسو د خدمتونو په پیدا کوولوکې مرستې ته اړتیا ولری، نو تاسو د خپل روغتیایي خدمتونو د وړاندې کوونکي، د قضیې مسئول ( کېس ورکر)، د بیامشتېدنې ادارې او یا هم د سپانسر څخه پوښتنه وکړئ.

 

Image
provider
Image
provider 2

د مسئولیت رفع کوول:

نړیوالې ژغورنې کمیتې (IRC) د متحده ایالاتو د روغتیا اوبشری خدماتو د ادراې له لارې رقابتي تمویل ترلاسه کړ. د روغتیا او بشري خدماتو څانګه، د ماشومانو او کورنیو لپاره اداره، د #90RB0052 وړیا او 90RB0053 وړیا مرسته. دا پروژه ۱۰۰٪ د فدرالي بودیجې لخوا تمویلیږي. د دې سند منځپانګې یوازې د لیکوالانو مسؤلیت دی او اړینه نه ده چې د متحده ایالاتو د رسمي نظریاتو استازیتوب دې وکړي. د روغتیا او بشري چوپړتیاوو(خدماتو) وزارت، د کورنیو او ماشومانو اداره.

Was this article helpful?
0
0