عاطفي روغتیا او هوساینه

:تازه یا آپډېټ شوي10/14/2024
عاطفي احساسات د خپلو احساساتو د درک کوولو وړتیا او همدارازپخپل ژوند کې د ستونزو، فشارونو یا هم د بدلونونو سره د ځان برابروول دي.>1} د عمومي روغتیا دپاره عاطفياحساسات اړین دي او کولی شي د ښه فزیکي روغتیا، قوي اړیکو، او احساساتي انعطاف لامل شي.>1}

عاطفي احساسات ستاسو په ژوند څه ډول اغېزه لري

عاطفه هغه څه چې مونږیې احساسوو. تاسو کېدای شي مثبت احساس، لکه د خوشحالۍ او هیجان او منفي احساس لکه خپګان، اندېښنه یا فشار احساس کړی. احساسات کولی شي ستاسو په فکر کولو، ستاسو اړیکو، ستاسو ورځني فعالیتونو او روغتیا اغیزه وکړي.

اړیکې: کله چې خلک د خپلو احساساتو سره مبارزه کوي، دا ستونزمنه ده چې پوه شي چې نورخلک څه احساس کوي او شخړې څنګه هواره وي. د ښه احساس کوول، کولی شي تاسو سره په آرامۍ سره داختلافاتو په مدیریتکولو کې، که هغه اختلاف د ملګرو سره وي، د کورنۍ د غړو سره وي، یاهم په کار یا ښوونځي کې وي مرسته وکړي. 

حافظه او پرېکړه کوول: کله چې تاسو د فشار او احساساتي ننګونو سره مقابله کوئ، ممکن تاسو ډیر فکر وکړئ، ستاسوفکرګډوډ کړي او د تمرکز یا پریکړې کولو توان ونلری. د بېلګې په ډول، ممکن تاسو پام کړی وي چې تاسو نه شیان هېرشوي، لکه په منقل باندې د لوښي هېرېدل یا د اړینو لیده کاتو (ملاقاتونو) هېرېدل.  

فزیکي روغتیا: ستاسو عاطفي (احساساتي) هوساینه او فزیکي روغتیا سره تړلي دي. احساساتي ستونزې کېدای شي د فزیکي بدلون لامل شي، لکه ناروغه کېدل یا د خوب ورکېدل(بې خوبي). لکه څرنګه چې تاسو د سختوننګونوسره لاس او ګرېوان یاست نو د خپلو احساساتو او فزیکی ادراکو(احساساتو) په اړه پوهېدل اړین دي.  

خپلو عاطفي یا احساساتي روغتیا ته پاملرنه کوول

هروکړی داسې تجربې لري چې له مخې یې عاطفي روغتیا او هوساینه اغېزمنه کیږي. دا تحربې کیدای شي چې مثبتې وي لکه په دنده کې ترفېع کوول یا منفي وي لکه ناروغه کېدل. دلته ځینې لارې شتون لري کوم چې تاسو کولای شي د هغو په کاروولو سره خپل عاطفي روغتیا ته پاملرنه وکړی:

باخبره(هوښیار) اووسئ. هوښیار یا باخبره اوسېدل کیدای شي تاسو سره مرسته وکړي ترڅو آرامه ووسی، فشار کنټرول کړي او همداراز په خپلو افکارو او احساساتو ډېر کنټرول ولری. د بېلکې په توګه، پرته له دې چې تاسو خپل ذهن ته اجازه وکړئ چې ګډوډ یا سرګردانه شي نو تاسو کولای شئ پخپل تنفس یا هغه څه چې تاسویې ترسره کوی تمرکز وکړئ.  

توازن پیدا کړئ. د هغو شیانو لپاره د وخت ټاکل یا پیداکوول چې تاسو ورڅخه خوند اخلئ ، لکه د خوښې وړ لوبې، لمونځ، یا منځګړیتوب کولی شي ستاسو د احساساتي روغتیا په پاملرنې کې مرسته وکړي. 

د نورو سره اړیکې ساتل. د دوستانو او کورنۍ سره د خپلو احساساتو شریکوول کولای شي چې تاسو سره د خپلو احساساتو او عاطفو په لا ښه پوهېدلو کې مرسته وکړي. 

د فشار مدیریت کوول. فشار کولای شي ستاسو دواړه هم بدن او هم ذهن اغیزمن کړي. د یو منظم مهالوېش تعقیبوول، په کافي اندازه خوب کوول، په ښه توګه د خوړو، میوو او سبزیجاتو خوړل، او همداراز د بدن خوځښت هغه حل لارې دي چې له مخې یې تاسو کولای شي خپل لنډمهاله او اوږدمهاله فشارونه مدیریت کړی.  

کله د احساساتي ملاتړ په لټه کې شو

هرڅوک په مختلف ډول احساسات تجربه او مدیریت کوي. د بېلګې په توګه، یو نفرچې یوه نوې دنده پیلوي نو مثبت احساس به تجربه کوي حال دا چې یو بل نفر شاید د نوې دندې د پیلوولو په اړه اندېښمن وي. که تاسو د څو اونیو دپاره لاندې نښې نښانې تجربه کوی نو باید د مرستې په لټه کې شئ.

  • که د عادي یا منظمو کارونو ترسره کوول تاسو ته ستونزمن وي، لکه د ځان یا د کورنۍ ساتنه او پالنه. د بېلګې په توګه، د ساده یا عادي خواړو پخوول یا په منظمه توګه د ډوډۍ خوړل. 
  • ډېر زیات او یا هم لږ خوب کوول. 
  • د ورځې په اوږړو کې د ډېرې مودې دپاره خپګان یا اندېښنې احساس کوول. 
  • د غوسې، خپګان یا د ډېرې زیاتې غوسې احساس کوول.  
  • په کار، ښوونځي یا اړیګه کې د چلند د بدلون احساس کوول. د بېلګې په توګه، تاسو کېدای شي د خپلو دوستانو او کورنیو سره له لیدو ډډه وکړی یا هم د اړینو دندو یا لیدنو په یاد ساتل تاسو دپاره ستونزمن وي. 
Image
playing sports
Image
people speaking

د عاطفي احساساتو د ملاتړ د خدمتونو ډولونه

که چېرې تاسو مرستې ته اړتیا لرئ نو ستاسو دپاره مسلکي مرستې شتون لري. په مسلکي مرستو کې د مشاروینو سره لیدل، ملاتړو ګروپونوکې ګډون کوول، یا د ډاکترڅخه د درملو ترلاسه کوول شامل دي. د مرستو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کوولو دپاره د خپل لومړني درملنې له ډاکتر، د قضیې کارکوونکي (کېس ورکر) سره خبرې وکړئ او یا هم د اړونده خدمتونو په اړه په خپله سیمه کې پلټنه وکړئ.
په ياد ولرئ چې د ملاتړ دپاره لاسرسی یوه عادي خبره ده. هرڅوک فشار، خپګان او ژوره اندېښنه تجربه کوي. خپلو افکارو او احساساتو ته پام کول ستاسو د احساساتي روغتیا لپاره مهم دي.

که تاسو د خپل ژوند د پای ته رسولو ، یا خپل ځان یا نورو ته د زیان رسولو فکر لرئ ، او سمدستي مرستې ته اړتیا لرئ، نو مهرباني وکړئ د ځان وژنې د بحران ۹۸۸ شمېره ته زنګ ووهئ ترڅو د یو مسلکي مسئول سره خبرې وکړئ. د ځان وژنې د بحران ۹۸۸ شمېره تر ۲۴۰ ډېرو ژبو کې شتون لري. تاسو کولای شئ د یو مسلکي مسئول سره په انګلیسي یا هسپانیوي ژبو د خبروکوولو دپاره د ۹۸۸ شمېرې ته لیکلی پیغام هم ولیږئ.

که تاسو د ځان وژنې د بحران ۹۸۸ شمېرې ته زنګ وواهه، نو یو روزل شوی مشاور به ستاسو ټلیفون ته ځواب درکړي او د اړتیا په صورت کې به تاسو ته ژباړونکی هم چمتو کړي. که تاسوځان ته د زیان رسولو یا خپل ژوند د پای ته رسولو احساس کوئ نو دا مشاور به ستاسو خبرو د اوریدو او تاسو ته د ملاتړ په چمتو کولو سره تاسو خوندي وساتي. که مشاور احساس وکړي چې تاسو په خطر کې یاست، دوی ممکن تاسو سره د سیمه ییزه بیړنیو خدمتونو لکه ۹۱۱ ، پولیس، اور وژونکي یا د امبولانس خدمتونو سره د نښلولو په اړه بحث وکړي ترڅو تاسو سره د مرستې په موخه ستاسو ځای ته راشي.

 

د مسئولیت رفع کوول:

د نړیوالې ژغورنې کمېټه (IRC) د متحده ایالتونو لخوا رقابتي بودیجه یا فنډ ترلاس کړ د روغتیا او بشري چوپړتیاوو(خدماتو) وزارت، د کورنیو او ماشومانو اداره، بلاعوضه مرستې #90RB0052 او بلاعوضه مرستې#90RB0053 . دا پروژه ۱۰۰٪ د فدرالي بودیجې لخوا تمویلیږي. د دې سند منځپانګې یوازې د لیکوالانو مسؤلیت دی او اړینه نه ده چې د متحده ایالاتو د رسمي نظریاتو استازیتوب وکړي. د روغتیا او بشري چوپړتیاوو(خدماتو) وزارت، د کورنیو او ماشومانو اداره.

Was this article helpful?
0
0