په متحده ايالاتو کې کارموندنه

:تازه یا آپډېټ شوي9/19/2024
ه متحده ایالاتو کې کارموندنه خورا مهمه ده. د دندې موندل، ترلاسه کول او ساتل ستاسو د کورنۍ راتلونکي او هوساینې لپاره مهم دي. دا د ځان بسیا کیدو ترټولو ګړندۍ لار ده او د بریا لپاره اړینه ده ستاسو د بیا میشته کیدو اداره به له تاسو سره د کارموندنې خدماتو سره په وصل کولو کې مرسته وکړي، مګر وروسته له هرڅه بايد تاسو د دندې موندلو او ساتلو کې مرکزي رول ولوبوۍ. متحده ايالاتو ته په رسېدو سره بايد تاسې د دندې په پیداکولو لاس پورې کړئ.

د دندې موندل

ول لویان، دواړه نارینه او ښځینه، چې عمرونه يې د 18 – 64 کلونو ترمنځ دي او د کار کولو وړتیا لري، باید د دندې موندلو ته لومړيتوب ورکړي. د دندې په مرسته کولی شئ چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ ملاتړ وکړئ. د حکومت مرستې د وخت او مقدار له اړخه محدودې دي، نو ستاسو لپاره مهمه ده چې متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته ژر تر ژره دنده ومومئ.

د دندې پيداکول د حکومت یا ستاسو د بیا میشته کیدو ادارې لخوا نه تضمينېږي. د دندې موندل ممکن اونۍ یا میاشتې وخت ونیسي او تاسو ممکن د دندې ډیری مرکې ولرئ تاسو باید د دندې موندلو او د مرکې د عامه لارښوونو زده کولو لپاره د خپل ګمارنې متخصص سره کار وکړئ.

له تاسو څخه تمه کیږي چې لومړۍ دنده چې تاسو ته وړاندیز کیږي ومنئ، حتی که دا ډیر معاش ونلري یا ستاسو په کاري ساحه کې هم نه وي، تر څو تاسو وکولی شئ تجربه پيدا او د خپلې کورنۍ ملاتړ پیل کړئ. که چېرې تاسې وړانديز شوې دنده قبوله نکړئ، نو تاسو ممکن دولتي مرستې له لاسه ورکړئ ډیری وختونه ډیری خلک د ورته دندې لپاره غوښتنه کوي، نو دا مهمه ده چې په نوي ساحه کې د لومړنۍ کچې دندې منلو ته چمتو اوسئ. د ښې کاري تاریخچې رامینځته کولو لپاره، تاسو باید لږترلږه 6 میاشتې په دنده کې پاتې شئ.

Image
Employment
Image
Employment

په متحده ایالاتو کې د کار کلتور

حده ایالات د هغه چا لپاره د فرصتونو هيواد په توګه پیژندل کیږي څوک چې خواري کښ کوي د غوره او یوې ښه معاش لرونکي دندې ترلاسه کولو لپاره اړينه ده چې تاسې په انګليسي ژبه خبرې، لوستل او ليکل وکولی شئ او تاسو ممکن نوي مهارتونه زده کولو ته اړتیا ولرئ. که تاسو په خپل هیواد کې په ځانګړي مسلک کې کار کړی وي، نو مخکې لدې چې تاسو په متحده ایالاتو کې په نوموړې ساحه کې د کار کولو جوګه شئ، بايد په په ټولګيو کې ګډون وکړئ او تصدیق ترلاسه کړئ.

دواړه ښځې او نارینه په متحده ایالاتو کې کار کوي میرمنې د کاري ځواک نیمایي برخه تشکیلوي، په ټولو کچو د نارینه وو په څیر ورته دندې ترسره کوي، او ډیری وختونه د نارینه کارګرانو نظارت کوي.

په متحده ایالاتو کې، شاوخوا 14 کلن او له دې څخه د پورته عمر لرونکي ماشومان کولی شي د نیم وخت کارونو کې کار وکړي، مګر دوی ممکن د ساعتونو په شمیر کې او د دندو ډولونه چې دوی یې ترسره کولی شي محدود وي. په متحده ایالاتو کې ډیری ځوانان د ښوونځي وروسته، د اونۍ په پای کې او د رخصتیو پرمهال نیمه وخت کار کوي متحده ایالات د ځوانو کارګرانو ساتنې لپاره قوانین لري.

Image
Employment

د کار حقونه او مسؤلیتونه

په متحده ایالاتو کې، کارکوونکي د کار ځای کې حقونه او مسؤلیتونه لري. تاسو حق لرئ چې ستاسو د کار لپاره پیسې درکړل شي او د کارموندنې قوانین کارګران د غیر خوندي کاري شرایطو څخه ساتي. دا هم مهم دي چې په متحده ایالاتو کې خپل مالیه ورکړئ.

یو کارګمارونکی نشي کولی چې ستاسو د مهاجرت حالت په سبب له تاسې سره توپيريز چلند وکړي يا ستاسې د عمر، معلولیت، مدني حالت، توکمیز یا ملي اصل، نژاد، دين، جنسیت یا جنسي تمایل له امله تاسې ته د دندې درکولو يا د مخکې تګ څخه مخ واړوي. په هرصورت، ځينې دندې، په ځانګړي ډول دولتي دندې، يواځې د متحده آيالاتو اتباع ترلاسه کولی شي.

کارګران حق لري په داسې چاپیریال کې کار وکړي چې له تبعیض او ځورونې څخه هم پاک وي جنسي ځورونه د جنسي طبیعت هر ډول هغه چلند ته ويل کېږي چې یو څوک د ویرې یا نا آرامۍ احساس کوي او دا په کاري ځای کې د زغملو وړ ندي.

Image
Employment
Image
Employment

په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې

ستاسو د بیا میشته کیدو اداره به تاسو د کارموندنې خدماتو سره وصل کړي چیرې چې تاسو بیا میشته کیږئ، مګر تاسو به د دندې موندلو او ساتلو کې لوی رول ولوبوئ. په متحده ایالاتو کې د دندې موندل مهم دي، او ستاسو لومړۍ دنده شاید په ورته مسلک یا ساحه کې نه وي لکه ستاسو په هیواد کې ستاسو دنده. دا ممکن د لومړنۍ کچې، غیر مسلکي، او ممکن حتی لنډمهاله یا نیم وخت دنده وي. لکه څرنګه چې په متحده ایالاتو کې د ژوند لګښت خورا لوړ دی، نو له همدې امله د نارینه او ښځینه دواړو لپاره له کوره بهر کار کول معمول او اړين دي.

عامه ترانسپورت د متحده ایالاتو په ډیری ښارونو کې شتون لري موټرونه د بیا میشته کیدو پروسې برخې په توګه نه چمتو کېږي له همدې امله، تاسو اړتیا لرئ خپلې لومړۍ دندې ته د تګ لپاره په عامه ترانسپورت تکیه وکړئ.

Image
Screenshot of Settle In app
Image
App Icon

د سېټل اېن Settle In App ډاونلوډ کړئ

د خپل د زده کړې د پرمختګ تعقیبولو لپاره لنډو ویډیوګانو، تعاملي درسونو او نښونښانو ته لاسرسی ومومئ. سېټل اېن Settle In ستاسو د بیا میشتیدنې سفر په جریان کې ستاسو د لارې ملګری دی.

Was this article helpful?
0
0