Language:

کوویډ – 19: په لارښوونو او مقرراتو باندې د پوهیدلو حقیقت پاڼه

وویډ – 19 د ویروس له امله پیدا کیدونکې یوه تنفسي ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپریږي. دا ویروس هغه وخت تیریږي یا خپریږي چې کله پدې اخته فرد داسې چا ته څیرمه ټوخی یا پرنجی وکړي چې هغه پدې ویروس اخته نه وي. دا ویروس هغه مهال هم خپریږي کله چې یو څوک په ویروس ککړه سطح لمس کړي او بیا خپله خوله، پزه او سترګې لمس کړي. دا ویروس د هغه خلکو ترمینځ خپریدی شي چې د یوبل سره نږدې اړیکه کې وي (په 6 فټ کې).


کوویډ – 19 څه شی دی؟

کوویډ – 19 د ویروس له امله پیدا کیدونکې یوه تنفسي ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپریږي. دا ویروس هغه وخت تیریږي یا خپریږي چې کله پدې اخته فرد داسې چا ته څیرمه ټوخی یا پرنجی وکړي چې هغه پدې ویروس اخته نه وي. دا ویروس هغه مهال هم خپریږي کله چې یو څوک په ویروس ککړه سطح لمس کړي او بیا خپله خوله، پزه او سترګې لمس کړي. دا ویروس د هغه خلکو ترمینځ خپریدی شي چې د یوبل سره نږدې اړیکه کې وي (په 6 فټ کې).

په علایمو کې یې تبه، ټوخی، او د ساه لنډیدل شامل دي. دا ویروس د خفیف نه نیولي تر شدید تنفسي ناروغۍ لامل کیدی شي. 

د کوویډ – 19 وبا پرمهال تاسې شاید حکومتي چارواکو د خولې اوریدلي وي چې د لارښود یا مقرراتو یادونه کوي کوم چې ستاسې د خپل خوندیتوب لپاره دي.

 

د شرایطو په پام کې نیولو سره، له تاسې ممکن وغوښتل شي په کور پاتې شئ ترڅو نور خلک او خپل ځان محافظت کړئ. دا اقدامات مرسته کوي ستاسې ټولنه کې د ویروس خپریدل ورو شي یا بند شي. کله چې ټولنې د ویروس خپریدل ورو کړي، نو روغتونونه په غوره ډول کولی شي د ناروغانو ښه پاملرنه وکړي. که تاسې اړ اوسئ چې بهر ته لاړ شئ، د بیړني غبرګون مسلکیان لکه د اور وژنې او اطفایه مامورین او پولیس تاسې ته نږدې شي، مګر هغوی تاسې سره د مرستې هڅه کوي.

Covid-19 Understanding Guidance and Rules
Covid-19 Understanding Guidance and Rules

دلته ځینې مقررات او لارښوونې دي چې حکومتي چارواکي او د روغتیا پاملرنې کارکونکي له تاسې غواړي تعقیب یې کړئ:

تجرید: که تاسې د کوویډ – 19 علایم لرئ، نو ډاکټر ممکن له تاسې وغواړي چې خپل ځان د نورو خلکو نه جلا کړئ. دا پدې معني دی چې د ټاکلي وخت لپاره په کور پاتې شئ. هرڅومره چې ممکن وي، تاسې باید د نورو هغه خلکو نه چې یوځای ورسره ژوند کوئ لیرې په یوه ځانګړې “د ناروغ خونه” کې اوسئ. دا کار نورو خلکو ته د ناروغۍ خپریدو مخنیوی کوي.

قرنطین: که تاسې فکر کوئ چې تاسې د کوم داسې چا سره په اړیکه کې وئ چې کوویډ – 19 لري، نو له تاسې به وغوښتل شي چې قرنطین شئ. دا پدې معني دی  چې تاسې باید د شاوخوا 14 ورځو لپاره په کور پاتې شئ او که تبه، ټوخی، یا ساه اخیستلو کې مشکل لرئ نو ډاکټر نه یې ووایی. مخکې لدې چې تاسې کې علایم پیدا شي قرنطین د ناروغۍ ممکن خپریدو مخنیوي کې مرسته کوي.

ټولنیز یا فزیکي واټن: د ویروس خپریدو ورو کولو لپاره، حکومتي چارواکي د اوسیدونکو نه غواړي چې ټولنیز یا فزیکي واټن عملي کړي. دا پدې معني دی چې د نورو خلکو نه 6 فټ، شاوخوا د دوه مټو په اندازه لیرې اوسئ او د خلکو د ډلې نه په بشپړ ډول لیرې اوسئ. په کور کې د غیرضروري لیدونکو او میلمنو د شتون نه ډډه وکړئ. دا کار تاسې سره مرسته کوي چې د ناروغیدو نه محافظت شئ یا نورو خلکو ته ناروغي خپره نکړئ.

په ځای کې شلټر: ښارونه او آیالتونه ممکن د ټولې ټولنې لپاره د “په ځای کې شلټر” یا “په کور کې پاتې کیدلو” امر اعلان وکړي. دا امرونه د موقعیت له مخې توپیر سره کوي، مګر عمومآ د اوسیدونکو نه غواړي چې هرڅومره ممکن وي په کور پاتې شي او یوازې د لازمي مواردو لپاره بهر ته ووځي، لکه د خوراکي توکو پیرل، ډاکټر ته تلل، یا د درملو اخیستل. دا مقررات ګرځبندیز نه وي او اوسیدونکي اجازه لري د روغتیا او خوندیتوب لپاره اړین کارونه وکړي.  په ګرځبندیز کې تاسې اړ یې تل په کور کې پاتې شئ.

 

د کوویډ – 19 په اړه د نورو معلوماتو لپاره COREnav.org ته ورشئ.

Covid-19 Understanding Guidance and Rules

Ready to test your knowledge?

Education Settle in app

Download the Settle In App

Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners

Apple Store icon
Get it on Google Play store
Settle In App

Test your Knowledge

With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.