Language:

د کوویډ – 19 وبا پرمهال د امریکا متحده آیالاتو کې میشت کیدلو حقیقت پاڼه

وه نوي هیواد ته کډه کول د روغتیا نړیوال بحران پرمهال ننګونکي کیدی شي. تاسې ممکن ډیرې پوښتنې او اندیښنې ولرئ. دا مهم دي چې تاسې دلته ورکړل شوي معلوماتو باندې پوهه شئ او تعقیب یې کړئ ترڅو ستاسې د بیا میشتیدنې پرمهال درسره مرسته وکړي.

Resettling to the United States During the Covid 19 pandemic

 

ستاسې د بیا میشتیدنې اداره

اوس د هرکله پرتله د بیا میشتیدنې ادارې سره ستاسې په ارتباط کې پاتې کیدل مهم دي چې ستاسې کیس سمبال کړي. د بیا میشتیدنې ادارې کارمندان ستاسې د اړتیا وړ مهمو خدمتونو وړاندې کولو لپاره هرهغه څه کوي چې کولی یې شي. په هرصورت، د وبا له امله ممکن ډیری فزیکي دفترونه د لنډمهال لپاره تړلي وي او د بیا میشتیدنې کارمندان د خپلو کورونو نه کار کوي. دا لاندې هغه لارې او طریقې دي چې هغوی پکې ستاسې سره ارتباط نیولی شي:

تلیفون: که تاسې تلیفون لرئ، ستاسې د بیا میشتیدنې اداره ممکن تاسې ته تلیفون وکړي، متن پیغام درولیږي، یا تاسې سره د واټس اپ یا فیس بوک له لارې اړیکه ونیسي. ستاسې د تلیفون چالان او چارج نه ډک ساتل مهم دي ترڅو هغوی وکولی شي تاسې سره وصل شي.

د اسنادو سپارل: کوم څوک ممکن تاسې ته مهم اسناد یا نور هغه شیان چې تاسې ورته اړتیا لرئ راوړي، مګر د ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره، هغوی ستاسې کور ته نه ننوځي.

پوست: معلومات تاسې ته په پوست کې لیږل کیدی شي، نو تاسې باید په منظم ډول خپل د لیکونو بکس وګورئ.

معلومات پاڼې او پوسټرونه: چیرې چې ممکن وي، د بیا میشتیدنې کارمندان به ستاسې سیمه کې معلوماتي پوسټرونه وځړوي یا ستاسې د دروازې لاندې معلومات پاڼې کیږدي.

Resettling to the United States During the Covid 19 pandemic
Resettling to the United States During the Covid 19 pandemic

ستاسې حقونه او مسؤلیتونه

اسې د خپل ځان او خپلې کورنۍ محافظت کولو کې مهم رول لوبوئ. دلته دا هغه څه دي چې تاسې یې کولی شئ:

ارام اوسئ: د لږترلږه 20 ثانیو لپاره صابون او اوبو سره په منظم ډول د خپلو لاسونو په مینځلو سره خپل ځان او خپلوان محافظت کړئ، په ځانګړې توګه وروسته لدې چې تاسې عامه ځایونو کې اوسئ یا د پزې پاکولو، ټوخي یا پرنجي کولو وروسته. په نا پاک یا نا مینځل شوي لاسونو د خپلو سترګو، پزې، او خولې لمس کولو نه ډډه وکړئ. د هغه خلکو نه ډډه وکړئ چې ناروغ دي. ډیری هغه خلک چې کوویډ – 19 باندې اخته کیږي خفیف علایم لري او په کور کې ښه کیدی شي. د طبي متخصصینو، خپل ځایی عامې روغتیا څانګې، او خپل د بیا میشتیدنې ادارې لخوا مشوره تعقیب کړئ.

ځان باخبر وساتئ: د کوویډ – 19 وبا پرمهال معلومات او لارښود په چټکۍ سره بدلیدی شي. تاسې د وضعیت په اړه معلوماتو درلودلو او د لارښود تعقیبولو مسؤلیت لرئ. ستاسې ښار یا د آیالت د عامې روغتیا وزارت خورا معتبر معلومات لري.

پلان جوړ کړئ: خپل کور چمتو کړئ او که چیرې تاسې یا ستاسې په کور کې کوم بل څوک ناروغ شي نو پلان ورته جوړ کړئ.

د هغه درملو، د کورنۍ توکو او نورو شیانو لست جوړ کړئ چې ستاسې په کورنۍ کې عمومآ کارول کیږي. ډاډ لاسته راوړئ چې تاسې په کور کې کافي توکي ولرئ ترڅو د تشې سره مخ نشئ. که ممکن وي، د ډاکټر څخه د ډیرو درملو نسخه واخلئ. که تاسې نه پوهیږئ چې څنګه ډاکټر ته تلیفون وکړئ، د مرستې لپاره خپل د ځایی بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسئ.

نه خرابیدونکي خواړه وپیرئ نو پدې توګه به تاسې بهر پلورنځیو ته تګ محدود کړی شئ.

که تاسې یا ستاسې کورنۍ کې کوم څوک ناروغ شي نو پریکړه وکړئ چې څوک مرسته کولی شي. د کورنۍ بل غړي یا د ټولنې غړي نه غوښتنه وکړئ چې تاسې سره د خوړو او نورو لازمي شیانو ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د ځایی سازمانونو یو لست جوړ کړئ چې تاسې کولی شئ اړیکه ورسره ونیسئ که چیرې تاسې معلوماتو، د روغتیا پاملرنې خدمتونو، ملاتړ او سرچینو ته لاسرسي ته اړتیا ولرئ.

د غلط معلوماتو په اړه محتاط اوسئ. ستاسې د ځایی حکومت لخوا واقعیی معلومات ممکن ستاسې په خپله ژبه کې موجود نه وي. که تاسې په انګلسي ژبه نه غږیږئ، کوم څوک بیدا کړئ چې ستاسې لپاره ځایی معلومات وژباړي، لکه ستاسې د بیا میشتیدنې اداره. ټولنیزې رسنۍ، یا په نورو ځایونو کې ستاسې ملګري یا کورنۍ ممکن اړوند یا سم معلومات ونلري. خبر اوسئ چې د ویروس په اړه او دا چې څنګه خپل ځان محافظت یا درملنه کړئ پدې اړه ګنګوسې او افسانې شتون لري. تاسې باید یوازې د ډاکټر یا د نورو روغتیایی مسلکي افرادو څخه مشوره واخلئ.

د درغلۍ نه ډډه وکړئ:  د وبا خپریدو پورلې تړلي درغلیو ته توجه ولرئ. په راپور ورکړل شوي درغلیو کې په کور کې د ټیسټ کولو کیټونه، جعلي درملنې، د بیمې پالیسۍ او نور ډیر څه شامل دي. که تاسې د کوم داسې چا لخوا تلیفون یا متن پیغام ترلاسه کړئ چې تاسې یې نه پیژنئ یا کوم نا اشنا تاسې ته ځان در نږدې کړي او تاسې نه ستاسې د بانکي معلوماتو، ټولنیز مصؤنیت لمبر، یا نورو شخصي معلوماتو غوښتنه وکړي، مه یې ورکوئ او د مرستې لپاره خپل د بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسئ.

د طبي پاملرنې ترلاسه کولو نه مخکې تلیفون وکړئ: د ډاکټر دفتر یا بیړنۍ خونې ته ورتګ نه مخکې، دمخه تلیفون وکړئ که چیرې تاسې د کوویډ – 19 علایم لرئ لکه تبه، ټوخی، یا ساه لنډی. هغوی به تاسې ته ووایی چې څه وکړئ. که تاسې نه پوهیږئ چې څنګه ډاکټر ته تلیفون وکړئ، نو د مرستې لپاره خپل د بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسئ. که تاسې یا ستاسې کوم خپلوان شدید علایم لري لکه ساه اخیستلو کې مشکل، نو 911 ته تلیفون وکړئ یا د روغتون عاجل خونې ته لاړ شئ. هرڅومره ژر چې کولی شئ خپل د کیس کارکونکی خبر کړئ.

که اړتیا وي د ژباړې لپاره غوښتنه وکړئ: تاسې د ژباړونکي د خدمتونو حق لرئ. د روغتون یا کلینیک کارمندانو ته وایی چې تاسې ژباړونکي ته اړتیا لرئ کله چې تاسې ملاقات واخلئ یا د بیړنۍ پاملرنې لپاره راشئ.

د کوویډ – 19 نه د خپل ځان او د نورو خلکو محافظت کول

وویډ – 19 داسې ناروغي ده چې په هرچا باندې اغیزه کولی شي. په هرصورت، هغه ډیر عمر لرونکي خلک چې جدي ناروغۍ یا طبي شرایط لري هغوی د کوویډ – 19 له امله د ډیرو جدي پیچلتیاو سره مخ کیدو لوړ چانس لري. که ستاسې عمر د 65 کلونو نه ډیر وي یا جدي ناروغيولرئ لکه د سږو مزمن ناروغي، د زړه جدي ناروغي، یا شکر، نو د دې احتمال ډیر دی چې تاسې د دې ویروس له امله ډیر ناروغ شئ. که تاسې نورې ناروغۍ لرئ یا د کوم داسې چا سره اوسیږئ چې ناروغي لري، نو تاسې باید د خپل ځان او خپلوانو د محافظت لپاره ډیره توجه وکړئ. که تاسې د ناروغۍ احساس وکړئ د نورو خلکو نه لږترلږه شپږ فټ (د دوه مټو په اندازه) لیرې اوسئ او هرڅومره چې ممکن وي په کور پاتې شئ. که تاسې اړ اوسئ چې د نورو خلکو شاوخوا اوسئ (په کور کې، په موټر کې، یا د ډاکټر دفتر کې)، نو تاسې باید د مخ ماسک واغوندئ. د کوویډ – 19 په اړه د نورو معلوماتو لپاره COREnav.org ته ورشئ.
Covid-19 Understanding Guidance and Rules

Ready to test your knowledge?

Education Settle in app

Download the Settle In App

Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners

Apple Store icon
Get it on Google Play store
Settle In App

Download the Settle In App

With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.