د امریکا متحده ایالاتو کې د مهاجرینو لپاره ډیجیټل پوهاوي

ډیجیټل ټیکنالوژۍ په ټوله نړۍ کې ژوند بدل کړی دی.  دا به د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې ژوند باندې هم اغیزه وکړي، حتی که تاسې د کمپیوټر او انټرنیټ سره اشنا هم نه اوسئ. د ځینې لومړني ډیجیټل مهارتونو زده کول او د ډیجیټل خطرونو او فرصتونو نه خبریدل تاسې سره مرسته کوي چې د خپل بیا میشتیدنېپرمهال معلوماتو او خدمتونو ته په خوندي ډول لاسرسی ولرئ.

CORE_Digital Awareness

ددې پاڼې په معلوماتو ځان پوهولو لپاره یوه بڼه غوره کړئ. تاسو یوه ویډیو کتلی شئ، یوه معلوماتپاڼه ډاونلوډ کولی شئ، یا یو پوډکاسټ اورېدلی شئ. هر غوراوی یو ډول معلومات وړاندې کوي.  

یجیټل ټیکنالوژي هر چیرې ده

د امریکا متحده آیالاتو کې ډیجیټل ټیکنالوژي د بیلابیل فعالیتونو لپاره کارول کیږي. دا تاسې سره مرسته کولی شي دنده ومومئ او غوښتنه ورته ولیږئ، بیلونه تادیه کړئ او خپل بانکي حسابونه مدیریت کړئ، د خپل ماشوم ښوونځي کې دندې او برنامې تعقیب کړئ، او د حکومت او نورو ادارو لخوا وړاندې کیدونکي معلومات او خدمتونو ته لاسرسی ولرئ. ځینې امریکایان ډیجیټل ټیکنالوژي د پیرود، سالم پاتې کیدو، د نوي شیانو زده کولو او ساعتیرۍ لپاره هم کاروي. دا ټول فعالیتونه آنلاین د یوه کمپیوټر، تلیفون یا ټابلیټ په کارولو سره ترسره کیدی شي.

Manar Qazan and Ahmed Baiy, engineers from Baghdad came to the US seven years after they applied to be resettled in the US. They received their visas and came to Maryland with their two year old son Ayham. In this photo they are focusing their efforts on job applications. 


IRC provided food vouchers, healthcare, free English classes and three months of rent payments. Services including social security, cash assistance, and sorting paperwork were also provided. Ahmed and his family live in Parkview Gardens, a housing estate in Maryland — half of its 600 apartments are rented by refugees. Every year, the International Rescue Committee, resettles 10,000 people in the US.
Moria MHPSS_IRC client DRC Journalist 5_LCarrigan

راز ساتنه

په ځینې مواردو کې، انټرنیټ لکه د عامه څلور لارې یا بازار په څير دی. که تاسې هلته ورشئ، خلک کولی شي تاسې وویني او وګوري چې تاسې څه کوئ. دا ممکن کوم بد شی نه وي؛ که په بازار کې تاسې په سینډل پسې ګرځئ، نو شاید د یوه پیرودونکي تاسې ته پام شي او تاسې ته په تخفیف سره یوه ښه جوړه سینډل وړاندیز کړي. په انټرنیټ کې خلک، یا شرکتونه دې ته ورته څه کولی شي؛ هغوی ستاسې د آنلاین فعالیتونو په اړه معلومات راټولولی شي او دغه معلومات اعلان کونکو او نورو شرکتونو ته لیږي څوک چې غواړي تاسې باندې کوم څه وپلوري. په ډیجیټل وسایلو کې نوې اوزار او بڼې وړاندې کیږي چې په مرسته یې کاروونکي کولی شي خپل د انټرنیټ راز ساتنه باندې ډیر کنټرول ولري.

امنیت

ډیجیټل ټیکنالوژي ډیری هوساینې او ارزښت لرونکي معلوماتو ته بې ساری لاسرسی برابروي. په هرصورت، دا نوي امنیتي خطرونه هم وړاندې کوي چې تاسې غواړئ ورباندې پوهه شئ ترڅو ستاسې شخصي معلومات او ستاسې راز ساتنه خوندي اوسي.

ډیری تلیفونونه یا نورې ګرځنده وسیلې د امنیتي کوډ یا ستاسې د ګوتو نښو سره لاک کیدی شي. د خپلې وسیلې لاک کول یا کولپ کول ستاسې وسیله کې ذخیره کړي معلوماتو ته د نا آشنا خلکو د لاسرسي مخنیوی کوي لکه عکسونه، بریښنالیکونه یا د پیغام مینځپانګه، او د حساب معلومات.

آنلاین حسابونه عمومآ د کاروونکي نومونو (اکثر بریښنالیک پتې) او پاسورډ ته اړتیا لري کوم چې اضافي امنیت وړاندې کوي. دا ستاسې حسابونو او معلوماتو ته د لاسرسي څخه د هیکرانو (آنلاین غلو) مخنیوي کې مرسته کوي. د انټرنیټي امنیت ماهرین مشوره ورکوي چې عام خلک دې خپل رمز یا پاسورډ د هغه خلکو سره نه شریکوي څوک چې نه پیژني یا باور ورباندې نلري. هغوی دا سپارښتنه هم کوي چې تاسې د هر حساب لپاره یوشان پاسورډ ونه کاروئ. ماهرین دا هم وایی چې تاسې د نا آشنایانو یا هغه خلکو سره چې نه یې پیژنئ یا باور ورباندې نلرئ خپل تلیفون مه شریکوئ.

ځینې وختونه، تاسې شاید وغواړئ یو عامه یا شریک کمپیوټر وکاروئ. د مثال په توګه، د امریکا متحده آیالاتو کې ډیری کتابتونونه خلکو ته کمپیوټرونه او وړیا انټرنیټ ته لاسرسی برابروي. په هرصورت، که تاسې عامه کمپیوټر کاروئ، ډاډ لاسته راوړئ چې تاسې پوهه شئ څنګه په سم ډول خپلې پرانیستې برنامې وتړئ ترڅو ستاسې هیڅ شخصي معلومات په کمپیوټر کې خوندي نشي. دلته عمومآ لارښوونې ورکول کیږي یا د کتابتون کارمند تاسې سره مرسته کولی شي.

ماشومان او انټرنیټ

انټرنیټ ماشومانو ته هرډول تعلیمي او ټولنیز فرصتونه برابروي. هغوی اړ دي زده کړي چې څنګه ډیجیټل ټیکنالوژي وکاروي ترڅو په ښوونځي کې مخته لاړ شي او په ژوند کې بریالي شي. ماشومان اړتیا لري چې هغوی ته ښودنه وشي څنګه د عکسونو یا د خپلو ځانونو په اړه معلوماتو شریکولو په اړه ښه قضاوت په کار واچوي، په انټرنیټ کې خپل وخت نه څنګه ښه ګټه پورته کړي، او څنګه خپل محرمیت او معلومات خوندي کړي. ډیری ډیجیټل وسیلې او ځینې د وای فای پلانونه د والدین د کنټرول تنظیمات لري چې والدین باید ورباندې پوهه شي او د خپلو ماشومانو د انټرنیټ فعالیت نظارت کولو لپاره یې وکاروي.

Yassin and Annalena in their classroom. Yassin is playing an educational game on the tablet computer. Annalena is one of the teachers. They are both from the green group and participants in “Huckepack”. The aim of “Huckepack” (translated as “piggyback”) is to actively support newly immigrated children socially, emotionally and linguistically with the transition to secondary school through a summer vacation program, based on IRC's educational “Healing Classrooms” concept. Bockmühle comprehensive school, Essen, Germany.

تلیفون او د ډیټا لګښتونه

د ګرځنده تلیفونو له لارې د ملګرو او کورنۍ سره په اړیکه کې پاتې کیدل یو څه اسان وي حتی که هغوی ډیر لیرې هم وي. د امریکا متحده آیالاتو کې، خلک د تلیفون پلانونه یا کڅوړې پیري چې د ټاکلي میاشتني فیس لپاره د غږیدو، متن پیغام او ډیټا کڅوړې وړاندیز کوي. د دې پلانونو لګښت د دې له مخې توپیر سره لري چې تاسې څو تلیفونونو ته اړتیا لرئ، تاسې به یې څومره کاروئ، او څنګه به کارول کیږي. ځینې فعالیتونه لکه د بریښنالیکونو لیږل ډیره کمه ډیټا کاروي، مګر نور فعالیتونه لکه د ویډیوګانو کتل، د موسیقي اوریدل، یا د عکسونو لیږل ډیره ډیټا کارولی شي چې دا بیا د تلیفون لګښتونه خورا ډیروي. که تاسې په خپل کور کې د تلیفون او کمپیوټر څو کاروونکي لرئ، تاسې اړ یې په خورا توجه سره او د خپلې بودیجې مطابق د خپلې کورنۍ د ډیټا استعمال نظارت کړئ. تاسې همدارنګه د نامحدود ډیټا یا د وای فای شبکې د پیرلو پریکړه کولی شئ.

د مهاجرینو لپاره ډیجیټل سرچینې

که تاسې غواړئ د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې او کلتوري لارښود په اړه ډیجیټل معلوماتو ته لاسرسی ولرئ نو تاسې کولی شئ د CORE د بیا میشتیدنې چلوونکي ویب سایټ (https://settleinus.org) ته ورشئ یا هم کولی شئ د ګرځنده تلیفون Settle In ایپ ډاونلوډ کړئ چې د دې په اړه دلته معلومات کتلی شئ https://corenav.org/en/settle-in/.

که تاسې غواړئ د ډیجیټل وسایلو کارولو او د خپل محرمیت او معلوماتو محافظت کولو په اړه نور معلومات لاسته راوړئ، نو د ډیجیټل سواد ټولګیو په اړه خپل د بیا میشتیدنې دفتر کې د کارمندانو نه پوښتنه وکړئ کوم چې ممکن ستاسې ټولنه کې موجود وي.

20160218_MJaques_SerbiaSWC_205

Ready to test your knowledge?

Download the Settle In App

Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners

Download the Settle In App

With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.