حقونه او مسوولیتونه
په متحده ایالاتو کې قوانین د ټولو خلکو د حقونو ساتنه کوي. تاسو باید په قانون ځان پوه کړئ او له هغو پیروي وکړئ. تاسو باید په دې ځان پوه کړئ چې که قانون مات کړئ نو څه به کېږي. د قانون ماتول د جریمو یا زندان سبب کېږي او ستاسو د کډوالۍ په حیثیت اغېز کوي. حتی کیدای شي چی له هیواده هم وشړل شئ.
ددې پاڼې په معلوماتو ځان پوهولو لپاره یوه بڼه غوره کړئ. تاسو یوه ویډیو کتلی شئ، یوه معلوماتپاڼه ډاونلوډ کولی شئ، یا یو پوډکاسټ اورېدلی شئ. هر غوراوی یو ډول معلومات وړاندې کوي.
څلور هغه بنسټیز حقونه چې باید په یاد یې وساتئ:
- تاسو مدني حقونه لرئ، د بېلګې په توګه د بیان او دین ازادي.
- تاسو د کار کولو حق لرئ. هېڅوک نه شي کولی چې ستاسو د نسل، دین، جنسیت یا ملي اصلیت له امله تاسو ته د کاري دندې له درکولو انکار وکړي.
- ټول کوچنیان چی عمرونه یی له ۱۸ کم وي، حق لري چې له زیانه خوندي وي او ساتنه یې وشي.
- که تاسو د یو جرم قرباني یاست، نو تاسو حق لرئ چې د قانوني اقدام غوښتنه وکړئ. د یوه جرم په اړه راپور ورکولو لپاره پولیسو سره اړیکه ونیسئ. که بېړنی حالت وي، نو ۱۱۹ ته زنګ ووهئ.
څلور هغه بنسټیز مسؤلیتونه چې باید پیروي ترې وشي:
- بل چاته زیان رسول یا ټپي کول، که د کورنیۍ غړي هم وي، غیر قانوني عمل دی. په زیان رسولو کې ازارول، جنسي تیری او کورنی تاوتریخوالی شامل دي.
- په یو چا د هغه/هغې له رضایت پرته په زور یو څه تر سره کول، ناقانونه کار دی. هېڅوک تاسې نه شي اړ ایستلی چې واده وکړئ او نه درباندې بې معاشه کار کولی شي.
- ماشومانو سره ناوړه چلند کول یا ماشومان د بالغ کس له څارنې پرته پرېښودل، ناقانونه کار دی.
- د ځانګړو نشه يي توکو لکه هیروینو او کوکاینو اخیستل، خرڅول یا کارول، ناقانونه کار دی.
دوه نور مهم قوانین چې باید ویې پېژنئ:
- د دې لپاره چې الکولي مشروبات واخلئ او و یې څښئ، نو ستاسې عُمر باید ۱۲ کاله وي
- موټر چلولو لپاره باید د موټر د چلولو لایسنس ولرئ.
Ready to test your knowledge?
Download the Settle In App
Get unlimited access to hundreds of lessons designed for all learners
Download the Settle In App
With short videos and interactive lessons, you can learn about a wide range of pre- and post-arrival resettlement topics like traveling to the U.S., housing, and looking for a job.